حزقىايل 15 - Pakistani Yousafzai Pashtoپينځلسم باب يروشلم بېکاره د انګور بوټے دے 1 د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو چې، 2 ”اے بنى آدمه، د انګور د بوټى څانګه د ځنګل د نورو ونو څانګو نه په کوم لحاظ سره ښۀ ده؟ 3 آيا د دې لرګے د کوم شى د جوړولو دپاره استعمالولے شى؟ ولې هغوئ د دې نه موږى جوړوى چې څيزونه پرې راځوړند کړى؟ 4 او کله چې هغه په اور کښې د سوزولو دپاره وغورزولے شى او اور د دې دواړه سرونه وسوزوى او مينځ يې په سکرو بدل شى، آيا دا بيا د څۀ شى دپاره په کار راځى؟ 5 د سوزېدو نه مخکښې چې دا د هيڅ کار نۀ وو، نو بيا به دا څومره بېکاره وى کله چې دا په اور کښې وسوزيږى او سکارۀ شى؟ 6 نو په دې وجه مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، لکه څنګه چې ما د انګور بوټى د ځنګل په بوټو کښې ورکړو چې د خشاک دپاره استعمال شى نو هم دغه شان سلوک به زۀ د هغوئ سره وکړم څوک چې په يروشلم کښې اوسيږى. 7 زۀ به خپل مخ د هغوئ خلاف کړم، اګر کۀ هغوئ د اور نه بهر راوتل خو اور به بيا هم هغوئ وسوزوى. نو کله چې زۀ خپل مخ د هغوئ خلاف کړم، نو تاسو به پوهه شئ چې زۀ مالِک خُدائ يم. 8 زۀ به هغه زمکه ورانه ويجاړه کړم ځکه چې هغوئ زما سره بېوفائى کړې ده، دا د مالِک خُدائ فرمان دے.“ |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society