هِجرت 37 - Pakistani Yousafzai Pashtoاووۀ دېرشم باب د لوظ صندوق جوړول 1 بضلىاېل د کيکر د لرګى نه د لوظ صندوق جوړ کړو، چې پينځۀ څلوېښت اِنچۍ اوږد وو او اوويشت اِنچۍ پلن او اوويشت اِنچۍ لوړ وو. 2 بهر او دننه يې د سوچه سرو زرو پترى پرې وخېژول او ګېرچاپېره يې ترې نه د سرو زرو غاړه شان تاو کړه. 3 د وړولو دپاره هغۀ ورله د سرو زرو څلور کَړۍ جوړې کړې او دا يې ورله په څلور پښو پورې ولګولې، چې دوه کَړۍ په يو خوا وې او دوه يې بل خوا وې. 4 د وړلو دپاره يې ورله د کيکر د لرګى بازوګان جوړ کړل او د سرو زرو پترى يې ورباندې وخېژول، 5 او دا يې د لوظ د صندوق په کړو کښې دواړو طرفونو ته وردننه کړې. 6 هغۀ ورله د سوچه سرو زرو يو د کفارې تخت جوړ کړو، چې پينځۀ څلوېښت اِنچۍ اوږد وو او اوويشت اِنچۍ پلن وو. 7 د ټکېدلے شوو سرو زرو نه يې دوه د وزرو والا مخلوق جوړ کړل، 8 يو يې په يو سر او بل يې په بل سر کښې پرې جوړ کړو. هغۀ دا داسې جوړ کړل چې دواړه د صندوق د کفارې د سر سره يو ځائ شول. 9 د وزرو والا مخلوق د صندوق د کفارې په تخت باندې يو بل ته مخامخ وُو او خورو وزرو يې د صندوق سر پټ کړے وو او مخونه يې لاندې وُو. د مقدسې روټۍ دپاره مېز جوړول 10 د کيکر د لرګى نه هغۀ يو مېز جوړ کړو، چې شپږ دېرش اِنچۍ اوږد وو، اتلس اِنچۍ پلن او اوويشت اِنچۍ لوړ وو. 11 په دې يې د سوچه سرو زرو پترى وخېژول او ګېرچاپېره يې ورله د سرو زرو غاړه تاو کړه. 12 ګېرچاپېره يې درې اِنچۍ پلنه يوه ژۍ ورله جوړه کړه او د ژۍ نه ګېرچاپېره يې د سرو زرو غاړه تاو کړه. 13 د وړلو دپاره يې ورله د سرو زرو څلور ګول کَړۍ جوړې کړې او دا يې ورله په څلورو ګوټونو کښې ولګولې، چرته چې پښې وې. 14 هغۀ دا کَړۍ د ژۍ سره نزدې ولګولې چې هغه بازوګان ونيسى چې د کومو په ذريعه دا مېز وړلے شو. 15 دا بازوګان يې د کيکر د لرګى نه جوړ کړل او په دې باندې يې د سرو زرو پترى وخېژول. 16 هغۀ د مېز دپاره د سوچه سرو زرو نه دا لوښى جوړ کړل، جامونه، کاسې، رکېبۍ او د څښلو نذرانو تويَولو دپاره منګى. د ډيوټ جوړېدل 17 د سوچه سرو زرو نه هغۀ ډيوټ جوړ کړو. د دې بېخ او ډنډا يې د ټکېدلے شوو سرو زرو نه جوړه کړه، د دې د ښۀ ښکارېدلو ګلونه، سره د غوټو او پاڼو، چې د دې سره يو ځائ شى. 18 د دې د اړخونو نه شپږ څانګې وتلې وې، چې درې په يو طرف وې او درې په بل طرف وې. 19 د دې شپږ واړو څانګو درې درې د ښۀ ښکارېدو ګلونه وُو دا سره د غوټو او پاڼو د بادام د ګلونو په شان جوړ وُو. 20 د ډيوټ د ډنډې د ښۀ ښکارېدو دپاره څلور ګلونه وُو، دا سره د غوټو او پاڼو د بادام د ګلونو په شان وُو. 21 د څانګو د دې درېو جوړو د هرې يوې لاندې يوه غوټۍ وه. 22 دا غوټۍ، څانګې او ډيوټ د ټکېدلے شوو سوچه سرو زرو د يوې ټُکړې نه جوړ وُو. 23 د ډيوټ دپاره هغۀ اووۀ ډيوې جوړې کړې او هغۀ ورله د سوچه سرو زرو نه ايره پاکوونکې چمټې او مجمعې جوړې کړې. 24 هغۀ پينځۀ دېرش کلو سوچه سرۀ زر په ډيوټ او د دې ټول سامان جوړولو کښې استعمال کړل. د خوشبويۍ قربانګاه جوړېدل 25 د خوشبويۍ سوزولو دپاره هغۀ د کيکر د لرګى نه يوه قربانګاه جوړه کړه. دا څلورګوټه وه، اتلس اِنچۍ اوږده، اتلس اِنچۍ پلنه او يو ګز اوچته وه. څلور د ښکرو په شان ګوټونه يې ورله جوړ کړى وُو چې د قربانګاه سره يو ځائ شوى وُو. 26 هغۀ د هغې په چت، څلورو طرفونو او د هغې د ښکرو په شان څيزونو باندې د سوچه سرو زرو پترى وخېژول او ګېرچاپېره يې ترې نه د سرو زرو غاړه شان تاو کړه. 27 د هغې دپاره يې دوه د سرو زرو کَړۍ جوړې کړې او لاندې يې دواړو طرفونو ته د غاړې سره وتړلې چې هغه بازوګان ونيسى چې د کومو په ذريعه دا وړلے شوه. 28 هغۀ دا بازوګان د کيکر د لرګى نه جوړ کړل او په دې يې د سرو زرو پترى وخېژول. د غوړولو تېل او خوشبوئى تيارول 29 هغۀ د غوړولو مقدس تېل او سوچه خوشبوئى هم جوړه کړه، دا يې داسې مِلاو کړل لکه چې د عطرو والا دا کار کړے وى. |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society