Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

هِجرت 33 - Pakistani Yousafzai Pashto


درې دېرشم باب د مالِک خُدائ د سينا غرۀ نه د تلو حُکم ورکول

1 بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”تۀ او دا خلق چې تا د مِصر د مُلک نه راوويستل، د دې ځائ نه لاړ شئ او هغه زمکې ته لاړ شئ د کومې چې ما اِبراهيم، اِسحاق او يعقوب او د هغوئ اولاد له د ورکولو لوظ کړے دے.

2 زۀ به ستاسو نه مخکښې يوه فرښته ولېږم او زۀ به کنعانيان، اموريان، حِتيان، فرزيان، حِويان او يبوسيان وشړم.

3 تاسو هغه زرخېزې زمکې له ورروان شئ. خو زۀ به په خپله تاسو سره نۀ ځم، ځکه چې تاسو ضدى خلق يئ او کېدے شى چې زۀ تاسو په لاره کښې تباه کړم.“

4 چې کله خلقو دا واورېدل، نو هغوئ په ژړا شروع وکړه او هغوئ نور کالى اچول بند کړل.

5 ځکه چې مالِک خُدائ موسىٰ ته فرمائيلى وُو چې هغوئ ته ووايه چې، ”تاسو ضدى خلق يئ. کۀ زۀ د لږ وخت دپاره هم ستاسو سره تلے وے، نو ما به تاسو تباه کړى وئ. اوس خپل کالى لرې کړئ، نو زۀ به فېصله وکړم چې ستاسو سره څۀ چل وکړم.“

6 چې کله اِسرائيليان د سينا غرۀ نه لاړل، نو هغوئ نور کالى اچول بس کړل.


د مالِک خُدائ د حضور خېمه

7 چې کله به هم بنى اِسرائيلو خېمې ودرولې، نو موسىٰ به مقدسه خېمه وړله او د خېمو د ځائ نه لږه لرې به يې ودروله. او هغې ته به يې ”د مالِک خُدائ د حضور خېمه“ نوم اخستلو او چې چا به هم د مالِک خُدائ رضا معلومول غوښتل نو هغه به ورتللو.

8 چې کله به هم موسىٰ هلته تللو، نو خلق به پاڅېدل او د خپلو خېمو په خولۀ کښې ودرېدل او موسىٰ ته به يې تر هغې پورې کتل چې ورننه به وتلو.

9 څنګه چې به موسىٰ دننه تلو نو د وريځې ستن به لاندې راتله او د خېمې د دروازې په خولۀ کښې به ودرېدله او مالِک خُدائ به د وريځې نه د موسىٰ سره خبرې کولې.

10 چې څنګه به خلقو د خېمې د دروازې په خولۀ کښې د وريځې ستن وليدله، نو هر يو کس به پاڅېدلو او د خپلې خپلې خېمې د دروازې په خولۀ کښې به يې سجده کوله.

11 مالِک خُدائ به د موسىٰ سره مخامخ خبرې کولې، لکه چې يو کس يې د خپل ملګرى سره کوى. بيا به موسىٰ خېمو ته واپس راتلو. خو هغه زلمے، د نون زوئ، يشوَع چې د هغۀ مددګار وو، هغه به په خېمه کښې ايسارېدلو.


د حضرت موسىٰ د مالِک خُدائ سره خبرې کول

12 موسىٰ مالِک خُدائ ته وفرمائيل، ”ګوره، تا ما ته فرمائيلى دى چې دا خلق به هغه زمکې ته بوځم، خو تا ما ته دا ونۀ فرمائيل چې زما سره به تۀ څوک لېږې. تا ما ته فرمائيلى دى چې تا زۀ ښۀ پېژنم او ستا نه رضا يم.

13 اوس زۀ تا ته سوال کوم، تۀ ما ته خپلې ارادې وښايه چې زۀ ستا خِدمت وکړم او تا رضا کړم. دا هم ياد ساته چې تا دا قوم خپل خلق ګڼلى دى.“

14 مالِک خُدائ وفرمائيل، ”زۀ به په خپله تا سره ځم او زۀ به تا له آرام درکړم.“

15 موسىٰ ورته وفرمائيل، ”کۀ تۀ مونږ سره نۀ ځې، نو مونږ د دې ځائ نه مۀ بوځه.

16 چې تۀ مونږ سره نۀ ځې نو چا ته به څنګه پته ولګى چې تۀ د خپلو خلقو او زما نه رضا يې؟ تۀ چې مونږ سره يې، نو چې د زمکې په مخ څومره خلق دى د هغوئ نه به مونږ بل شان شُو.“

17 مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”زۀ به هم هغه شان وکړم لکه چې تا څنګه وئيلى دى، ځکه چې تا زۀ ښۀ پېژنم او زۀ ستا نه رضا يم.“

18 بيا موسىٰ وفرمائيل، ”ما له اجازت راکړه چې زۀ ستا د حضور جلال ووينم.“

19 مالِک خُدائ وفرمائيل، ”زما شان او شوکت به ستا په مخکښې تېر شى او ستا په مخکښې به زۀ خپل مقدس نوم واخلم کوم چې مالِک خُدائ دے. زۀ مالِک خُدائ يم او څوک چې زۀ غوره کړم زۀ هغوئ ته خپل رحم او ترس ښايم.

20 تۀ به زما ديدار ونۀ کړې، ځکه چې دا نۀ شى کېدے چې څوک ما وګورى او ژوندى پاتې شى،

21 خو ګوره، زما سره نزدې يو ځائ دے، تۀ هلته په يو ګټ باندې ودرېدے شې.

22 کله چې زما د حضور جلال هلته تېريږى، نو زۀ به تا د ګټ په يو غټ چاود کښې واچوم او زۀ به تا په خپل لاس سره تر هغې پورې پټ کړم چې تېر شم.

23 بيا به زۀ خپل لاس لرې کړم او تۀ به زما شا ووينې خو زما مخ به نۀ ليدلے کيږى.“

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan