هِجرت 31 - Pakistani Yousafzai Pashtoيو دېرشم باب د مالِک خُدائ د حضور د خېمې جوړولو هُنرمند کسان 1 بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، 2 ”ګوره، ما د يهوداه قبيلې، بضلىاېل غوره کړے دے، چې د اورى زوئ او د حُور نمسے دے، 3 او ما هغه د خپل روح نه ډک کړے دے. ما هغۀ له پوهه، هُنر او د هر قِسم هُنر په کار کښې قابليت ورکړے دے، 4 د سرو زرو، سپينو زرو او د زېړو ښائسته کار کولو، 5 قيمتى کاڼى پرې کولو او تيارولو، د لرګى کار کولو، او د هر قِسم د هُنر کار دپاره. 6 او ګوره، ما اهلياب هم خوښ کړے دے چې د اخيسمک زوئ دے او د دان د قبيلې نه دے، چې هغوئ يو ځائ کار وکړى. ما نورو ټولو هُنرمندو له هم لوئ قابليت ورکړے دے، چې هغوئ هغه څۀ جوړ کړى چې ما حُکم ورکړے دے، 7 يعنې زما د حضور خېمه، د لوظ صندوق او د کفارې تخت چې ورباندې پروت دے، د خېمې نور ټول سامان، 8 مېز او د هغې سامان، د سوچه سرو زرو ډيوټ او د هغې ټول سامان، د خوشبويۍ د سوزولو قربانګاه، 9 د سوزېدونکې نذرانې قربانګاه او د هغې ټول سامان، د وينځلو ښانک او د هغې بېخ، 10 د هارون او د هغۀ د زامنو دپاره د اِمامانو ښائسته لِباس چې کله هغوئ د اِمامانو په توګه خِدمت کوى نو دا دې استعمالوى، 11 د غوړولو تېل او د مقدس ځائ دپاره خوشبويۍ. دا څيزونه دې هم هغه شان جوړ کړى چې څنګه ما تا ته حُکم کړے دے.“ سبت، د آرام کولو ورځ 12 بيا مالِک خُدائ موسىٰ له حُکم ورکړو 13 چې، ”بنى اِسرائيلو ته ووايه، تاسو د سبت، يعنې د آرام کولو ورځ منئ، دا به په راتلونکى ټولو وختونو کښې زما او ستاسو په مينځ کښې يوه نښه وى، چې تاسو ته پته ولګى چې ما مالِک خُدائ تاسو خپل خلق جوړ کړئ. 14 تاسو خامخا د سبت ورځ منئ، ځکه چې دا ستاسو دپاره مقدسه ده. چې څوک هم دا نۀ منى او په هغه ورځ کار کوى، نو هغه دې ووژلے شى. او څوک چې په هغه ورځ باندې کار کوى نو هغه به د بنى اِسرائيلو نه نۀ شى ګڼلے. 15 ستاسو سره د خپل کار کولو دپاره شپږ ورځې شته، خو اوومه ورځ د سبت يعنې د آرام ورځ ده، هغه ما مالِک خُدائ ته وقف شوې ده. هر څوک چې څۀ قِسم کار هم په هغه ورځ وکړى نو هغه دې ووژلے شى. 16 بنى اِسرائيل دې دا ورځ د لوظ د يوې نښې په توګه همېشه دپاره منى. 17 دا به همېشه دپاره زما او د بنى اِسرائيلو په مينځ کښې يوه نښه وى، ځکه چې ما مالِک خُدائ په شپږ ورځو کښې آسمان او زمکه جوړ کړل او په اوومه ورځ ما کار بس کړو او څۀ مې ونۀ کړل.“ 18 چې کله خُدائ پاک د سينا په غرۀ باندې د موسىٰ سره خبرې خلاصې کړې، نو هغۀ له يې هغه د کاڼى دوه تختې ورکړې چې په کومو باندې خُدائ پاک په خپله حُکمونه ليکلى وُو. |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society