هِجرت 27 - Pakistani Yousafzai Pashtoاوويشتم باب قربانګاه 1 د کيکر لرګى نه يوه قربانګاه جوړه کړه. هغه به څلورګوټه وى، چې اووۀ نيم فټه اوږده وى، اووۀ نيم فټه پلنه او څلور نيم فټه لوړه وى. 2 د دې دپاره د څلورو ګوټونو دپاسه د ښکرو په شان څيزونه جوړ کړه چې د قربانګاه سره يو ځائ شى او په دې هر څۀ باندې به د زېړو پترى وخېژولے شى. 3 د ايرو د لرې کولو دپاره لوښى، بېلچې، جامونه، درې غاښى او د ګرمې ايرې دپاره لوښى جوړ کړه. دا ټول سامان د زېړو نه جوړ کړه. 4 او تۀ د زېړو يوه جالۍ هم جوړه کړه او د هغې په ګوټونو باندې د وړلو دپاره څلور د زېړو کَړۍ ولګوه. 5 دا جالۍ د قربانګاه د ژۍ لاندې کېږده نو چې د قربانګاه مينځ ته ورسيږى. 6 د وړلو دپاره د کيکر لرګى نه ورله بازوګان جوړ کړه او د زېړو پترى ورباندې وخېژوه، 7 نو د قربانګاه دواړو طرفونو ته چې کومې کَړۍ دى په هغې کښې بازوګان ولګوه. 8 قربانګاه د تختو نه جوړه کړه او تشه يې پرېږده، هم د هغې نقشې په مطابق چې ما درته په غرۀ باندې ښودلې وه. د مالِک خُدائ د حضور خېمې دربار جوړېدل 9 د کتان د پړدو نه زما د حضور خېمې دپاره دربار جوړ کړه چې د جنوب طرف يې پنځوس ګزه اوږد وى، 10 دا به د زېړو د شلو ستنو په ذريعه د زېړو په شلو پښو کښې، د سپينو زرو کُنډو او د سپينو زرو سيخونو په مدد سره ټينګولے شى. 11 د دربار شمال طرف ته دې هم دغه شان وکړے شى. 12 په نمرپرېواتۀ طرف به د لسو ستنو او لسو پښو سره پينځويشت ګزه اوږدې پړدې وى. 13 نمرخاتۀ طرف دربار به هم پينځويشت ګزه اوږد وى، چې هلته دروازه هم ده. 14-15 د دروازې په دواړه طرف د درېو ستنو او درېو پښو سره اووۀ نيم ګزه پړدې به هم وى. 16 يواځې دروازې له دې لس ګزه اوږده پړده وى چې د کتان نه جوړه شوې وى چې د آسمانى رنګ، کاسنى او د سور رنګ وړۍ نه تياره شوې وى او په ګُلکارۍ باندې ښائسته کړے شوې وى. دا دې د څلورو ستنو او څلورو پښو په ذريعه ټينګه کړے شى. 17 د دربار ګېرچاپېره ټولې ستنې به د سپينو زرو د سيخونو سره انښلولے شى او د هغې کُنډې به د سپينو زرو وى او پښې به يې زېړو نه جوړولے شى. 18 دا دربار به پنځوس ګزه اوږد وى او پينځويشت ګزه پلن وى او دوه نيم ګزه لوړ وى. د دې پړدې به د کتان نه او پښې به يې د زېړو نه جوړې وى. 19 په خېمه کښې چې څومره سامان استعماليږى او د خېمې او دربار دپاره ټول موږى به د زېړو نه جوړولے شى. د ډيوې خيال ساتل 20 بنى اِسرائيلو له حُکم ورکړه چې د ډيوې دپاره د زيتُونو سوچه تېل درله راوړى، چې دا هره شپه بله وساتلے شى. 21 هارون او د هغۀ زامن دې هغه ډيوه زما د حضور په خېمه کښې د پړدې نه بهر ولګوى چې د لوظ صندوق ته مخامخ ده. دا به هلته زما په حضور کښې د ماښام نه واخله تر سحره پورې بليږى. بنى اِسرائيل او د هغوئ اولاد به همېشه دپاره دا حُکم منى. |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society