هِجرت 25 - Pakistani Yousafzai Pashtoپينځويشتم باب مقدسه خېمه 1 مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، 2 ”بنى اِسرائيلو ته ووايه چې ما ته يوه نذرانه پېش کړى. چې څوک د زړۀ نه ما ته څۀ نذرانه پېش کول غواړى تۀ يې ترې نه اخله. 3 دا هغه نذرانې دى چې کومې به ترې نه تۀ اخلې، سرۀ زر، سپين زر او زېړ، 4 کتان، د آسمانى رنګ، کاسنى او د سور رنګ وړۍ، د چېلو د وړۍ کپړه، 5 سره رنګ شوې د ګډو څرمن، ښۀ څرمن، د کيکر لرګے، 6 د ډيوو دپاره تېل، د غوړولو د تېلو دپاره مصالحې او د خوشبويۍ مصالحې، 7 اونيکس کاڼى او نور قيمتى کاڼى چې د مشر اِمام په مقدس واسکټ باندې چې پېش بند ورته وائى او د هغۀ د سينې جېب باندې ولګولے شى. 8 او خلق به زما دپاره يوه مقدسه خېمه جوړه کړى، نو زۀ به د هغوئ په مينځ کښې اوسېږم. 9 دا مقدسه خېمه او د هغې ټول سامان د هغې نقشې په مطابق جوړ کړئ کومه چې زۀ درته ښايم. د لوظ صندوق 10 هغوئ به زما دپاره د کيکر د لرګى نه يو صندوق جوړ کړى، چې پينځۀ څلوېښت اِنچه اوږد وى، اوويشت اِنچه پلن او اوويشت اِنچه لوړ وى. 11 دننه او بهر ورباندې د سوچه سرو زرو پترے وخېژوه او د دې د سر نه ګېرچاپېره د سرو زرو غاړه تاو کړه. 12 د وړلو دپاره ورله د سرو زرو څلور ګول کَړۍ جوړې کړه او دا ورله په څلورو پښو پورې ولګوه، چې دوه کَړۍ يو خوا وى او دوه بل خوا وى. 13 د وړلو دپاره ورله د کيکر لرګى نه بازوګان جوړ کړه او د سرو زرو پترى ورباندې وخېژوه 14 او دا بازوګان د صندوق د وړولو دپاره په کړو کښې دواړو طرفونو ته وردننه کړه. 15 هغه بازوګان به په هغه کړو کښې پرېږدئ او وباسئ به يې ترېنه نه. 16 بيا د لوظ صندوق کښې هغه د کاڼو دوه تختې کېږده کومې چې زۀ درکوم، په کومو باندې چې حُکمونه ليکلى دى. 17 د سوچه سرو زرو يو سر ورله جوړ کړه چرته به چې کفاره ادا کيږى، چې پينځۀ څلوېښت اِنچه اوږد وى او اوويشت اِنچه پلن وى. 18 د ټکېدلے شوو سرو زرو نه دوه د وزرو والا مخلوق ورله جوړ کړه، 19 يو ورباندې په يو سر کښې او بل په بل سر کښې جوړ کړه نو چې دواړه د لوظ صندوق د کفارې د سر سره يوه ټُکړه شى. 20 د وزرو والا مخلوق دې د لوظ صندوق د کفارې په تخت باندې يو بل ته مخامخ وى او د هغوئ خورې وزرې دې د صندوق د کفارې تخت پټ کړى او مخونه به يې لاندې وى. 21 د کاڼى چې کومې دوه تختې زۀ درکوم هغه د لوظ صندوق کښې کېږده او هغه د کفارې تخت د صندوق دپاسه کېږده. 22 زۀ به تا سره هلته ملاقات وکړم او د دې دوو وزرو والا مخلوق په مينځ کښې چې د کفارې صندوق د سر دپاسه دى زۀ به تا له د اِسرائيلو دپاره خپل حُکمونه درکړم. د پېش کېدونکې روټۍ مېز 23 د کيکر لرګى نه يو مېز جوړ کړه، چې شپږ دېرش اِنچه اوږد وى، اتلس اِنچه پلن او اوويشت اِنچه لوړ وى. 24 په دې د سوچه سرو زرو پترے وخېژوه او د دې نه ګېرچاپېره د سرو زرو غاړه تاو کړه. 25 ګېرچاپېره درې اِنچه پلنه يوه ژۍ ورله جوړه کړه او ژۍ نه ګېرچاپېره د سرو زرو غاړه تاو کړه. 26 د دې وړلو دپاره د سرو زرو څلور ګول کَړۍ جوړې کړه او دا په هغه څلورو ګوټونو کښې ولګوه، چرته چې پښې دى. 27 دا کَړۍ به د ژۍ سره نزدې ولګولے شى چې هغه بازوګان ونيسى چې د کومو په ذريعه دا مېز وړلے شى. 28 دا بازوګان د کيکر لرګى نه جوړ کړه او په دې باندې د سرو زرو پترى وخېژوه. 29 د سوچه سرو زرو نه رکېبۍ او لوښى جوړ کړه او دغه شان د نذرانو تويَولو دپاره منګى او جامونه هم جوړ کړه. 30 دا مېز به د لوظ صندوق په مخکښې کېښودلے شى او ما ته پېش کړے شوې مقدسه روټۍ به د همېشه دپاره په مېز پرته وى. ډيوټ 31 د سوچه سرو زرو نه يو ډيوټ جوړ کړه. د دې بېخ او د دې ډنډا د ټکېدلے شوو سرو زرو نه جوړ کړه، د دې د ښۀ ښکارېدلو دپاره ګلونه، سره د غوټو او پاڼو جوړ کړه، چې د دې سره يوه ټُکړه شى. 32 د ډيوټ د اړخونو نه دې شپږ څانګې وتلې وى، چې درې په يو طرف وى او درې په بل طرف وى. 33 د دې شپږ واړو څانګو به درې درې د ښۀ ښکارېدو ګلونه وى، دا به سره د غوټو او پاڼو د بادام د ګلونو په شان جوړ وى. 34 د ډيوټ د ډنډې به د ښۀ ښکارېدو څلور ګلونه وى، دا به سره د غوټو او د پاڼو د بادام د ګلونو په شان وى. 35 د دې درېو واړو څانګو د هرې يوې لاندې به يوه غوټۍ وى. 36 دا غوټۍ، څانګې او دا ډيوټ به د ټکېدلے شوو سوچه سرو زرو د يوې ټُکړې نه جوړ وى. 37 د ډيوټ دپاره اووۀ ډيوې جوړې کړه او هغه داسې کېږده چې د ډيوټ مخامخ ځليږى. 38 د هغې سرپوښونه او مجمعې د سوچه سرو زرو وى. 39 پينځۀ دېرش کلو سوچه سرۀ زر په دې ډيوټ او د دې په ټول سامان جوړولو کښې استعمال کړه. 40 ګوره چې دا د هغې نقشې په مطابق جوړ کړې چې کومه ما درته په غرۀ باندې ښودلې ده.“ |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society