Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

هِجرت 17 - Pakistani Yousafzai Pashto


اوولسم باب د ګټ نه اوبۀ راوتل

1 د بنى اِسرائيلو ټول قوم د صين بيابان نه په سفر روان شولو او د مالِک خُدائ په حُکم يې د يو ځائ نه بل ځائ ته کډه وړله. دوئ په رفيديم کښې خېمې ولګولې، خو هلته د دې خلقو دپاره د څښلو اوبۀ نۀ وې.

2 نو په دې وجه خلق د موسىٰ سره په جګړه شول او وې وئيل، ”مونږ له د څښلو اوبۀ راکړه.“ موسىٰ دوئ ته وفرمائيل، ”تاسو ولې ما سره په جګړه يئ؟ تاسو ولې مالِک خُدائ په آزمېښت کښې اچوئ؟“

3 خو خلق ډېر تږى وُو او موسىٰ ته وغورېدل. دوئ ووئيل، ”تا مونږ ولې د مِصر نه راوويستلو؟ د دې دپاره چې مونږ، زمونږ بچى او زمونږ څاروى د تندې نه ووژنې؟“

4 نو موسىٰ مالِک خُدائ ته مِنت زارى وکړه او وې فرمائيل، ”زۀ دې خلقو سره څۀ وکړم؟ دوئ خو زما سنګسارولو ته تيار دى.“

5 مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”د ځان سره د بنى اِسرائيلو يو څو مشران روان کړه او د خلقو په وړاندې ځه. د ځان سره هغه امسا هم يوسه په کومه چې تا د نيل درياب وهلے وو.

6 او ګوره، زۀ به په سينا کښې په يو ګټ باندې ستا په وړاندې ولاړ يم. تۀ هغه ګټ په امسا ووهه او د هغه ګټ نه به د خلقو دپاره د څښلو اوبۀ راوځى.“ نو موسىٰ د بنى اِسرائيلو د مشرانو په مخکښې هم دغه شان وکړل.

7 نو هغۀ په دغه ځائ مسه (يعنې آزمېښت) او مريبه (يعنې جګړه) نوم کېښودو، ځکه چې بنى اِسرائيل په جګړه شول او مالِک خُدائ يې په آزمېښت کښې واچولو چې وې وئيل، ”مالِک خُدائ زمونږ مل دے کۀ نۀ دے؟“


د عماليقيانو سره جنګ کېدل

8 بيا عماليقيان راغلل او په رفيديم کښې يې په بنى اِسرائيلو باندې حمله وکړه.

9 موسىٰ يشوَع ته وفرمائيل، ”يو څو سړى خوښ کړه او لاړ شه، سبا د عماليقيانو سره جنګ وکړه. زۀ به د غرۀ په سر ودرېږم او د خُدائ پاک طاقت لرونکې امسا به زما په لاس کښې وى.“

10 يشوَع هم هغه شان وکړل چې څنګه ورته موسىٰ فرمائيلى وُو او عماليقيانو سره يې جنګ وکړو او موسىٰ، هارون او حُور د غرۀ سر ته لاړل.

11 تر کومې پورې چې موسىٰ لاسونه پورته نيولى وُو، اِسرائيليان په ګټه کښې وُو، خو چې کله هغۀ لاسونه لاندې کړل، نو عماليقيان په ګټه کښې شول.

12 چې کله د موسىٰ لاسونه ستړى شول، نو هارون او حُور ورله د کښېناستو دپاره يو کاڼے راوړو او هغوئ د هغۀ يو څنګ او بل څنګ ته ولاړ وُو او د هغۀ لاسونه يې پورته نيولى وُو او د نمرپرېواتو پورې د هغۀ لاسونه نېغ وُو.

13 نو داسې يشوَع عماليقيانو له پوره شکست ورکړو.

14 بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”دا فتح د ياد ساتلو دپاره د ځان سره وليکه. يشوَع ته دا واوروه چې زۀ به عماليقيان مکمل تباه کړم.“

15 موسىٰ يوه قربان‌ګاه جوړه کړه او په هغې يې ”مالِک خُدائ زما د فتحې جنډا ده“ نوم کېښودو.

16 نو ځکه هغۀ وفرمائيل، ”د مالِک خُدائ جنډا اوچته ونيسئ. مالِک خُدائ به د همېشه دپاره د عماليقيانو خِلاف جنګ جارى ساتى.“

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan