Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

هِجرت 11 - Pakistani Yousafzai Pashto


يوولسم باب په مِصر لسم افت: مرګ

1 بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”زۀ به د مِصر په فِرعون او د هغۀ په خلقو يو آخرى افت راولم. د هغې نه پس به هغه تاسو د دې ځائ نه تلو ته پرېږدى. په رښتيا سره، هغه به تاسو ټول د دې ځائ نه وباسى.

2 خلقو ته ووايه چې هر يو سړے د خپل ګاونډى نه او هره يوه ښځه به د خپلې ګاونډۍ نه د سپينو زرو او سرو زرو کالى وغواړى.“

3 مالِک خُدائ بنى اِسرائيل د مِصريانو په نظر کښې درانۀ کړى دى. د دې نه علاوه، په خپله موسىٰ هم د مِصر په مُلک کښې د فِرعون د درباريانو او د ټولو خلقو په مخکښې يو عزتمند سړے ګڼلے شو.

4 موسىٰ بيا فِرعون ته وفرمائيل، ”مالِک خُدائ فرمائى چې تقريباً په نيمه شپه به زۀ د مِصر نه تېر شم،

5 د مِصر په مُلک کښې هر يو مشر زوئ به مړ شى، د فِرعون د مشر زوئ نه واخله کوم چې په تخت کښېنى د وينځې تر هغه مشر زوئ پورې کوم چې مېچنې ته ناست وى، او د څاروو ټول وړومبى پېدا شوى بچى به هم مړۀ شى.

6 د مِصر په ټول مُلک کښې به داسې په زوره ژړا وى، چې نۀ به مخکښې کله شوې وى او نۀ به وشى.

7 خو چې چرته بنى اِسرائيل اوسيږى نو هلته به خېر وى، دوئ او د دوئ په څاروو پسې به يو سپے قدر هم ونۀ غپيږى. نو تا ته به پته ولګى چې زۀ، مالِک خُدائ د مِصريانو او بنى اِسرائيلو په مينځ کښې فرق راولم.“

8 موسىٰ خپله خبره د دې وئيلو سره ختمه کړه، ”ستا ټول درباريان به ما له راشى او زما په مخکښې به ټيټ شى او دوئ به زما مِنت وکړى چې خپل ټول خلق روان کړه او لاړ شه. د دې نه پس به زۀ لاړ شم.“ نو موسىٰ د قهره تک سور وو چې د فِرعون نه لاړو.

9 بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”فِرعون به ستا خبره ځکه وانۀ ورى، چې زۀ د مِصر په مُلک کښې نورې معجزې هم وکړم.“

10 موسىٰ او هارون د فِرعون په مخکښې دا ټولې معجزې وکړې، خو مالِک خُدائ به د فِرعون زړۀ سختولو او هغۀ به بنى اِسرائيل د هغۀ د مُلک نه تلو ته نۀ پرېښودل.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan