Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

هِجرت 1 - Pakistani Yousafzai Pashto


اول باب د بنى اِسرائيلو سره په مِصر کښې ظلم کېدل

1 د يعقوب د زامنو نومونه دا دى چا چې خپل خپل خاندان د ځان سره کړو او مِصر ته لاړل،

2 روبين، شمعون، ليوى، يهوداه،

3 يساکار، زبولون، بنيامين،

4 دان، نفتالى، جاد او آشر.

5 د يعقوب ټول زامن او نمسى په شمېر کښې اويا کسان وُو. يوسف د مخکښې نه په مِصر کښې وو.

6 يوسف د هغۀ ټول وروڼه او هغه ټول نسل يو يو مړ کېدلو،

7 خو د هغوئ د اولاد د بنى اِسرائيلو ډېر بچى پېدا شول او ډېر زيات او طاقتور شول او ټول مُلک د هغوئ نه ډک شو.

8 بيا په مِصر يو نوے بادشاه راغلو چې هغۀ ته د يوسف په حقله هيڅ معلومات نۀ وُو.

9 هغۀ خپلو خلقو ته ووئيل، ”ګورئ، دا بنى اِسرائيل ډېر زيات او تکړه شول او دوئ زمونږ دپاره خطرناک دى.

10 راځئ چې د دوئ سره يو چل وکړُو ګنې دوئ به زيات شى او کۀ زمونږ او د دوئ په مينځ کښې جنګ راشى نو دوئ به زمونږ خِلاف زمونږ دشمنان رايوځائ کړى او کېدے شى چې د دې مُلک نه وتښتى. مونږ له داسې څۀ کول په کار دى چې دوئ نور زيات نۀ شى.“

11 نو مِصريانو په بنى اِسرائيلو باندې مشران مقرر کړل چې په زور يې ترې نه کار اخستو. بنى اِسرائيلو د فِرعون دپاره د پتوم او رعمسيس ښارونو نه ګودامونه جوړ کړل.

12 خو چې هغوئ پرې څومره ظلم زياتے کولو نو لا زياتېدل او په مُلک کښې هومره خورېدل. مِصريان د هغوئ نه يرېدل او د بنى اِسرائيلو سره يې کينه شروع کړه

13-14 او مِصريانو په دوئ باندې ظلم زياتے کولو او د دوئ ژوند يې تريخ کړو. هغوئ په دوئ باندې د خښتو، خټو او په خپلو پټو کښې کار کولو او په دوئ باندې يې هيڅ رحم نۀ کولو.

15 بيا د مِصر بادشاه سِفره او فوعه، هغې دوه دايڼو ته ووئيل کومو به چې د عبرانيانو ښځو مدد کولو،

16 ”چې کله تاسو د عبرانيانو ښځو د بچى د پېدا کېدو په وخت مدد کوئ او هغوئ د بچى د زېږېدو په ځائ ناستې ووينئ نو کۀ هغه پېدا کېدونکے زوئ وى نو وې وژنئ، خو کۀ هغه لور وى نو ژوندۍ يې پرېږدئ.“

17 خو دايڼې د خُدائ پاک نه يرېدلې او د بادشاه حُکم يې ونۀ منلو او هغوئ نران ماشومان ژوندى پرېښودل.

18 نو بادشاه دايڼې راوغوښتلې او د هغوئ نه يې تپوس وکړو، ”تاسو ولې داسې کوئ؟ تاسو نران بچى ولې ژوندى پرېږدئ؟“

19 هغوئ هغۀ ته ووئيل، ”عبرانۍ ښځې د مِصريانو ښځو په شان نۀ دى، د دوئ په آسانۍ سره بچى پېدا کيږى او هلته زمونږ د رسېدو نه مخکښې د دوئ ماشومان پېدا شى.“

20-21 دايڼې د خُدائ پاک نه يرېدلې نو خُدائ پاک د هغوئ سره ښۀ وو او د هغوئ کورونه يې ودان کړل. او بنى اِسرائيل زياتېدل او طاقتور شول.

22 په آخر کښې فِرعون خپلو ټولو خلقو له حُکم ورکړو چې، ”د عبرانيانو هر يو پېدا شوے بچے راوړئ او د نيل درياب کښې يې وغورزوئ، خو جينکۍ به ژوندۍ پرېږدئ.“

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan