Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

اِستَر 7 - Pakistani Yousafzai Pashto


اوؤم باب

1 نو بادشاه او همان د اِستَر سره روټۍ خوړلو له لاړل

2 او دا دوېم ځل وو. د ميو څښلو په وخت بادشاه د هغې نه بيا تپوس وکړو، ”مَلِکه اِستَر، اوس چې تۀ زما نه څۀ هم وغواړې نو تا ته به مِلاو شى. زۀ به تا له زما نيمه بادشاهى هم درکړم.“

3 مَلِکه اِستَر جواب ورکړو، ”بادشاه سلامت، کۀ ستا رضا وى نو زما دا يو عاجزانه سوال قبول کړه، زما خواهش دا دے چې زما او زما د خلقو ژوند بچ شى.

4 زۀ او زما خلق د حلالولو، او ختمولو دپاره خرڅ کړے شوى يُو. کۀ مونږ صرف د نوکرانو په حيثيت خرڅ شوے وے، نو زۀ به خاموش پاتې وے او دا تکليف به مې نۀ درکولے.“

5 اخسويرس بادشاه د مَلِکه نه تپوس وکړو، ”د داسې کار کولو جرأت څوک کولے شى؟ هغه سړے چرته دے؟“

6 اِستَر جواب ورکړو، ”زمونږ دشمن، ظالم او هغه مکار سړے دا همان دے.“ نو د همان رنګ د بادشاه او مَلِکه په مخکښې تک زېړ شو.

7 بادشاه په غصه کښې پاڅېدو، د مېلمستيا نه روان شو او د محل باغونو ته بهر لاړو. همان ته پته ولګېده چې بادشاه د هغۀ د وژلو اراده لرى، نو هغه ايسار شو د دې دپاره چې اِستَر ته د خپل ژوند د بچ کولو سوال وکړى.

8 هغۀ د مِنت زارۍ دپاره خپل ځان د اِستَر په کټ باندې وروغورزولو نو هم په هغه وخت بادشاه د باغونو نه واپس کوټې ته راغلو او چې دا يې وليدل نو بادشاه چغه کړه چې، ”دا سړے دلته هم زما په خپل محل کښې زما په وړاندې اِستَر ته لاس وراچوى؟“ بادشاه چې څنګه دا ووئيل نو خصيانو د همان مخ پټ کړو چې قتل کړے شى.

9 نو د بادشاه يو خصى، خربونا ووئيل، ”ګورئ، همان خو د مردکى د راځوړندولو دپاره په کور کښې پينځويشت ګزه اوچت يو دار جوړ کړے دے. بادشاه سلامت، مردکى هغه څوک دے چې چا ستا ژوند بچ کړے وو.“ بادشاه حُکم وکړو، ”همان په دې باندې ځوړند کړئ.“

10 نو همان په هغه دار باندې ځوړند کړے شو کوم چې د مردکى دپاره جوړ شوے وو. او بيا د بادشاه غصه سړه شوه.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan