اِستَر 3 - Pakistani Yousafzai Pashtoدرېم باب د همان د يهوديانو د تباه کولو منصوبه جوړول 1 څۀ موده وروستو اخسويرس بادشاه همان نومې سړى له ترقى ورکړه او د وزيرانو مشر يې جوړ کړو. همان د اجاج د قوم همداتا زوئ وو. 2 بادشاه خپلو ټولو آفسرانو له حُکم ورکړو چې همان ته د عزت نه ټيټېږئ، خو مردکى يې عزت نۀ کولو او نۀ ورته ټيټېدو. 3 نورو شاهى آفسرانو د هغۀ نه تپوس وکړو چې، ”تۀ د بادشاه د حُکم نافرمانى ولې کوې؟“ 4 هغوئ به هره ورځ ورته وئيل، خو هغۀ به ورته غوږ نۀ نيولو. هغۀ به وئيل، ”زۀ همان ته نۀ شم ټيټېدلے ځکه چې زۀ يهودى يم.“ نو هغوئ همان د دې نه خبر کړو، هغوئ غوښتل چې وګورى چې هغه به د مردکى دا رويه برداشت کړى کۀ نه. 5 کله چې همان ته پته ولګېده چې مردکے هغۀ ته د عزت نه نۀ ټيټيږى نو همان سخت غصه شو، 6 او کله چې خبر شو چې مردکے يهودى دے، نو همان دا فېصله وکړه چې هغه به نۀ صرف مردکى له سزا ورکوى بلکې هغۀ دا منصوبه هم جوړه کړه چې د فارس په بادشاهۍ کښې هر يو يهودى ووژنى. 7 د اخسويرس بادشاه د حکومت په دولسم کال، په وړومبۍ مياشت يعنې د نسان په مياشت، همان حُکم وکړو چې پوريم يعنې پچه دې واچولے شى چې دا معلومه کړى چې د دې منصوبې دپاره صحيح مياشت کومه يوه ده. نو د دولسمې مياشتې يعنې د ادر مياشتې ديارلسمه ورځ خوښه کړے شوه. 8 نو همان د بادشاه په مخکښې حاضر شو او ورته يې ووئيل، ”ستا په ټوله بادشاهۍ کښې د خلقو يو قِسم نسل خور دے او دا په هره صُوبه کښې موندلے شى. هغوئ داسې رِواجونه کوى چې هغه د نورو ټولو خلقو په شان نۀ دى. د دې نه علاوه، هغوئ د بادشاهۍ قانون هم نۀ منى، نو دا ستا دپاره د فائدې خبره نۀ ده چې هغوئ برداشت کړې. 9 بادشاه سلامت، کۀ ستا رضا وى، نو يو فرمان جارى کړه چې هغوئ دې ووژلے شى. کۀ تا داسې وکړل، نو زۀ به د بادشاهۍ د اِنتظام دپاره د درې لاکه او څلوېښتو زرو کېلو نه زيات سپين زر په شاهى خزانه کښې کېږدم.“ 10 بادشاه خپله هغه ګوتمه وويستله، چې هغه به په سرکارى فرمان باندې د مهر لګولو دپاره استعمالېدله او دا يې د يهوديانو دشمن د همداتا زوئ همان له ورکړه چې دے د اجاج د اولاد نه وو. 11 بادشاه همان ته ووئيل، ”سپين زر ځان سره کړه او د خلقو سره هم هغسې وکړه څنګه چې دې زړۀ غواړى.“ 12 نو د وړومبۍ مياشتې په ديارلسمه ورځ باندې همان د بادشاه منشيان راوغوښتل او يو فرمان يې جارى کړو چې د هرې صُوبې په ژبه او رسمالخط کښې دې د دې ترجمه وشى او ټولو حکمرانانو، حاکِمانو او آفسرانو ته دې ولېږلے شى. دا فرمان د اخسويرس بادشاه په نوم جارى شو او د هغۀ د ګوتمې مهر ورباندې لګېدلے وو. 13 پېغام رسونکو دا فرمان د بادشاهۍ هرې صُوبې ته يوړو. په دې کښې دا خبرې ليکلے شوې وې چې صِرف په هغه ورځ يعنې د ادر مياشتې په ديارلسمه ورځ باندې دې ټول يهوديان، ځوانان، بوډاګان، ښځې او ماشومان ووژلے شى. هغوئ دې د بېرحمۍ سره حلال کړے شى او چې هغوئ څۀ لرى نو هغه ترې نه واخلئ. 14 د دې فرمان د خبرو نه د هرې صُوبې خلق ځکه خبرول په کار وُو، چې کله هغه ورځ راشى نو چې هر يو کس ورته تيار وى. 15 د بادشاه د حُکم په مطابق هغه فرمان د سوسه په مرکزى ښار کښې خلقو ته ورسولے شو او پېغام رسونکو دا خبر نورو صُوبو ته يوړو. په کوم وخت کښې چې د سوسه ښار په ګډوډۍ کښې اچولے شو نو بادشاه او همان شرابو څښلو ته ناست وُو. |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society