افسیسیان 6 - Pakistani Yousafzai Pashtoشپږم باب بچى او مور پلار 1 اے بچو، په مالِک کښې د خپل مور او پلار حُکم منئ ځکه چې دا نېک کار دے. 2 ”د خپل مور او پلار عزت کوئ.“ ځکه چې دا اولنے حُکم دے چې په کښې دا وعده شوې ده چې، 3 ”تۀ به خوشحاله او دُنيا کښې به دې عمر ډېر وى.“ 4 او اے پلارانو، تاسو خپلو بچو له غصه مۀ ورولئ بلکې د هغوئ تربيت، نصيحت او پالنه د مالِک په طريقه کوئ. غلامان او مالِکان 5 اے غلامانو، د خپلو مالِکانو تابعدارى په يره او عزت او صفا زړۀ سره کوئ، دغه شان لکه څنګه چې د مسيح تابعدارى کوئ. 6 تل د هغوئ د خوشحالولو کوشش کوئ، نۀ صرف په هغه وخت کله چې هغوئ تاسو ته ګورى، بلکې د مسيح د غلامانو په توګه د زړۀ د اخلاصه د خُدائ پاک رضا پوره کوئ. 7 په شوق سره خِدمت کوئ داسې لکه چې د خلقو نه بلکې لکه چې د مالِک خدمت کوئ. 8 ځکه تاسو په دې پوهه شئ چې مالِک به مونږ هر يو له زمونږ د ښۀ کارونو اجر راکړى، هغه کۀ غلامان يُو او کۀ آزاد يُو. 9 اے مالِکانو، تاسو هم د خپلو غلامانو سره داسې سلوک کوئ. هغوئ له دهمکى مۀ ورکوئ. ځکه چې تاسو ته پته ده چې ستاسو دواړو په آسمان کښې مالِک يو دے او هغه د چا طرفدارے هم نۀ کوى. خپل ځان په روحانى وسلو سمبالول 10 آخر دا چې په مالِک کښې تکړه اوسئ او د هغۀ په قدرت کښې مضبوط اوسئ. 11 د خُدائ پاک په ټولو وسلو ځان سمبال کړئ نو چې تاسو د دې قابل شئ چې د اِبليس د منصوبو خلاف ټينګ ودرېږئ. 12 ځکه چې زمونږ جنګ د انسان خلاف نه بلکې د بدکارو حکمرانانو، د اختيار د مالِکانو، د دُنيا د تيارو د قوتونو خلاف او د شېطانى ارواح خلاف دے چې په آسمانى ځايونو کښې دى. 13 په دې وجه تاسو د خُدائ پاک په پوره وسلې ځان سمبال کړئ، نو چې تاسو د دې جوګه شئ چې په هغه بده ورځ د مقابلې دپاره ودرېږئ او ټول کارونه پوره کړئ او بيا هم قائم پاتې شئ. 14 نو ځکه مضبوط ودرېږئ او د حقيقت پېټۍ د ملا نه تاؤ کړئ او د صداقت زغره واغوندئ. 15 خپل پېزار د سلامتۍ زيرے خورولو دپاره په پښو کړئ. 16 او د دې ټولو سره د ايمان ډالونه هم پورته کړئ چې د هغې په وسيله به تاسو د شېطان د شغلو ټول غشى مړۀ کړئ. 17 او د خلاصون ټوپۍ او د روحُ القُدس تُوره راواخلئ کوم چې د خُدائ پاک کلام دے. 18 او همېشه په هره موقع په روحُ القُدس کښې دُعا او زارى کوئ، او بېدار اوسئ او د ټولو مقدسينو دپاره بېناغې دُعا کوئ. 19 او زما دپاره هم دُعا کوئ چې کله زۀ خبرې کوم چې ما له داسې کلام راکړے شى چې زۀ پرې په زړۀ ورتيا سره د زيرى رازونه څرګند کړم 20 د کوم دپاره چې زۀ په زنځيرونو تړلے سفير يم. دُعا کوئ چې زۀ په داسې زړۀ ورتيا سره دا پېغام ورکړم څنګه چې په ما فرض دے. آخرى سلام 21 نو تاسو ته به د دې هم پته ولګى چې زۀ څنګه يم، او څۀ کوم. تخيکوس چې خوږ ورور دے او د مالِک په کار کښې ايماندار خادِم دے، هغه به تاسو ته هر څۀ ووائى. 22 زۀ هغه تاسو ته د دې مقصد دپاره درلېږم چې تاسو زمونږ د حالت نه خبر شئ او چې هغه ستاسو زړونو ته ډاډګيرنه درکړى. 23 د خُدائ پلار او د مالِک عيسىٰ مسيح د طرف نه، دې وروڼو ته سلامتى وى او په هغوئ کښې دې د ايمان مينه وى. 24 په هغوئ ټولو دې فضل وى څوک چې زمونږ مالِک عيسىٰ مسيح سره نۀ ختمېدونکې مينه کوى. |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society