افسیسیان 3 - Pakistani Yousafzai Pashtoدرېم باب د پولوس رسول خِدمت د غېريهوديانو دپاره 1 هم دا وجه ده چې زۀ پولوس چې ستاسو غېريهوديانو د خاطره د عيسىٰ مسيح قېدى يم تاسو ته دُعا کوم. 2 ضرور به تاسو د خُدائ پاک د هغه فضل د ذمه وارۍ په حقله کوم چې ستاسو دپاره ما ته راکړے شوے دے اورېدلې وى. 3 لکه څنګه چې ما تاسو ته مخکښې په لنډه توګه وليکل دا هغه راز دے چې خُدائ پاک په خپله د الهام په وسيله ما ته وښودلو. 4 ما چې تاسو ته څۀ ليکلى دى کله چې تاسو هغه وايئ نو په دې به پوهه شئ چې ما ته د مسيح د پټ راز څومره عِلم دے. 5 هغه راز دا دے چې په تېرو زمانو کښې بنى آدمو ته دغه شان نۀ وو ښکاره شوے څنګه چې دا راز اوس پاکو رسولانو او نبيانو ته د روحُ القُدس په وسيله ښکاره کړے شو. 6 او هغه راز دا دے چې کومو يهوديانو او غېريهوديانو چې په زېرى ايمان راوړے وى هغوئ دواړه د خُدائ پاک په ميراث کښې برابر شريک دى، او دوئ د يو بدن اندامونه دى، او دواړه د عيسىٰ مسيح په وسيله د برکت په وعدې کښې شريک دى. 7 ما ته د خُدائ پاک په فضل او لوئ قدرت سره د زيرى د اورولو د خِدمت حق راکړے شوے دے. 8 اګر کۀ زۀ په ټولو مقدسينو کښې د ټولو ورکوټو نه ورکوټے يم، خو دا فضل په ما وشو چې زۀ غېريهوديانو ته د مسيح د بېاندازې دولت زيرے ورکړم، 9 او چې هغه پټ راز ټولو خلقو ته ښکاره کړم کوم چې خُدائ پاک، د ټولو څيزونو خالق د ازل نه پټ ساتلے وو. 10 په دې هر څۀ کښې د خُدائ پاک مقصد دا وو چې د جماعت په وسيله خپل هر قسمه حکمت هغه ناليدونکو حاکمانو او د واک خاوندانو ته چې په آسمانى ځايونو کښې دى ښکاره کړى. 11 دا د هغه ابدى ارادې په مطابق وو کومه چې هغۀ زمونږ په مالِک عيسىٰ مسيح کښې پوره کړو. 12 نو مونږ په مسيح کښې او په هغۀ د ايمان په وسيله په زړۀ ورتيا او په ډاډ سره د خُدائ پاک په مخکښې حاضرېدے شُو. 13 نو زۀ تاسو ته خواست کوم چې زما د مصيبتونو په ليدو سره مۀ بېزړۀ کېږئ. ځکه زۀ دا ستاسو دپاره برداشت کوم، او دا دې ستاسو د عزت باعث وى. د ايماندارانو دپاره دُعا 14 په هم دې وجه زۀ د پلار په وړاندې دُعا کوم، 15 د چا نه چې په آسمان او زمکه کښې هر قوم خپل حقيقى نوم مومى، 16 زۀ دُعا کوم چې هغه د خپل لوئ جلال په مطابق تاسو ته هغه څۀ درکړى چې تاسو په خپل باطنى انسانيت کښې د هغۀ د روح په وسيله ډېر قوى شئ. 17 نو چې بيا د ايمان په وسيله مسيح ستاسو په زړونو کښې واوسيږى، او زما دا دُعا ده چې د خُدائ پاک په مينه کښې ستاسو جرړې مضبوطې شى. 18 او زۀ دُعا کوم چې تاسو سره هم دا قدرت راشى چې د ټولو مقدسينو سره يو ځائ پوهه شئ چې د مسيح د مينې پلنوالے، اوږدوالے، اوچتوالے او ژوروالے څومره دے. 19 او چې د مسيح په هغه مينه پوهه شئ چې د پوهې نه بهر ده، او چې تاسو د خُدائ پاک د پوره معمورۍ نه ډک شئ. 20 د خُدائ پاک جلال دې وى څوک چې قادر دے او د هغه قدرت په وسيله چې په مونږ کښې کار کوى هغه زمونږ د منت او خيال نه ډېر زيات کار کولے شى، 21 هغۀ ته دې په جماعت کښې او په عيسىٰ مسيح کښې د تل دپاره نسل در نسل جلال وى. آمين. |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society