Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

افسیسیان 2 - Pakistani Yousafzai Pashto


دوېم باب د ژوند نوې لار

1 تاسو هم د خپلو نافرمانو او ګناهونو په وجه مړۀ وئ،

2 ځکه چې تاسو هم پخوا د دې دُنيا په کږو لارو روان وئ، او د پيريانو د سردار، يعنې هغه روح پسې تلئ کوم چې اوس په نافرمانو بچو کښې کار کوى.

3 يو وخت مونږ هم دغه شان د خپل وجود د خواهشونو په مطابق ژوند تېرولو او د ګناه د فطرت مرضى مو پوره کوله، او مونږ هم لکه د نورو په شان په فطرى توګه د خُدائ پاک د غضب د لاندې وُو.

4 خو خُدائ پاک چې په رحم غنى دے هغۀ د خپلې لوئې مينې په وجه مونږ سره ډېره مينه وکړه.

5 تر دې پورې کله چې مونږ د نافرمانو په وجه مړۀ وُو نو هغۀ مونږ د مسيح سره بيا راژوندى کړُو. او د فضل په وسيله تاسو خلاصون بياموندو.

6 خُدائ پاک مونږ د عيسىٰ مسيح سره د مړو نه راوچت کړُو او په آسمان کښې يې د هغۀ سره په تخت کښېنولو، ځکه چې مونږ د مسيح سره يو شوى يُو.

7 نو خُدائ پاک په ټولو راتلونکو زمانو کښې هغه خپل بې‌اندازې لوئ فضل چې مونږ ته يې راکوى د عيسىٰ مسيح په وسيله به يې مونږ ته په خپل رحم کښې راښکاره کړى.

8 ځکه چې خُدائ پاک د خپل فضل په سبب تاسو له د ايمان په وجه خلاصون درکړو، او دا ستاسو خپل کار نۀ وو، بلکې دا د خُدائ پاک د خوا نه انعام دے.

9 خلاصون زمونږ د نېک عمل اجر نۀ دے نو په مونږ کښې دې څوک هم په خپل عمل فخر ونۀ کړى.

10 ځکه چې مونږ د هغۀ خاص مخلوق يُو چا چې مونږ په عيسىٰ مسيح کښې د نېکو کارونو دپاره پېدا کړى يُو، او دا کارونه خُدائ پاک د مخکښې نه زمونږ دپاره تيار کړى وُو، چې مونږ يې سر ته ورسوو.


د حضرت عيسىٰ مسيح سره يووالے

11 نو بيا دا خبره مۀ هېروئ چې يو وخت تاسو غېر‌يهوديان هم بې‌خُدايه ګڼلے شوئ. او يهوديانو به تاسو ته ناسنته او د کافر آواز کولو، اګر چې دې سنت صرف د هغوئ بدن متاثره کړے وو.

12 نو بيا تاسو په هغه زمانه کښې د مسيح نه جدا وئ، او تاسو د بنى اِسرائيلو د قوميت نه بهر وئ، او تاسو د تړون د وعدې نه ناخبره وئ کومه چې خُدائ پاک د هغوئ سره کړې وه. او په دُنيا کښې مو نا اُميده او بې‌خُدايه ژوند کولو.

13 خو اوس تاسو د عيسىٰ مسيح سره يو شوى يئ. تاسو يو وخت د خُدائ پاک نه لرى وئ، خو اوس د مسيح د وينې په وسيله د هغۀ سره نزدې شوى يئ.

14 ځکه چې مسيح په خپله زمونږ صُلح وکړه. هغۀ يهوديان او غېر‌يهوديان د خپل بدن په وسيله په سولۍ يو ځائ کړل، او د دشمنۍ هغه دېوال يې ونړولو کوم چې مونږ جدا کړى وُو.

15 هغۀ شريعت سره د دې د حکمونو او قانون منسوخ کړو. هغۀ په خپل ځان کښې د يهوديانو او غېر‌يهوديانو دوه قبيلې يو او نوے خلقت کړل او صُلح يې په کښې راوسته.

16 په سولۍ باندې مسيح د خپل مرګ په وسيله دواړه قبيلې په خپل بدن کښې يو کړې او د خُدائ پاک سره يې پخلا کړې، او کومه دشمنى چې يې په خپلو کښې کوله هغه يې د مرګ تيارو ته وغورزوله.

17 هغۀ دا د صُلحې زيرے تاسو غېر‌يهوديانو ته څوک چې لرى وئ او يهوديانو ته چې نزدې وُو واورولو.

18 ځکه چې د مسيح په وسيله مونږ دواړه په يو روح کښې د پلار په حضور کښې حاضرېدے شُو.

19 نو اوس بيا تاسو نور پردى او مسافر نۀ يئ بلکې د مقدسينو هم مُلک او د خُدائ پاک د خاندان کسان يئ

20 نو تاسو د رسولانو او نبيانو په بنياد ودان کړے شوى يئ چې عيسىٰ مسيح يې په خپله د ګوټ سر کاڼے دے.

21 په هغۀ کښې د عمارت ټولې برخې رايوځائ کيږى او ترې نه د مالِک مقدس کور جوړيږى.

22 نو تاسو هم د هغۀ په يووالى کښې د نورو سره د خُدائ پاک يو داسې کور جوړوئ چې په کوم کښې خُدائ پاک د خپل روح په وسيله اوسيږى.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan