څېړونکی 6 - Pakistani Yousafzai Pashtoشپږم باب 1 په مخ د زمکې ما يوه بله خرابه خبره ليدلې ده او دا په انسان باندې يو دروند بوج دے. 2 دا د هغه کس خبره ده چا له چې خُدائ پاک مال دولت، عزت او جائيداد ورکړى او هغه هر څۀ ورکړى چې د هغۀ زړۀ يې غواړى، خو خُدائ پاک يې د دې په خوند پوهه نۀ کړى او د هغۀ په ځائ يو پردے کس په دې باندې مزې وکړى. دا بېمعنې دى او لوئ مصيبت دے. 3 کۀ د يو سړى سل بچى وى او تر بوډاتوبه پورې ژوندے وى، خو کۀ په ژوند کښې څۀ خوشحالى ونۀ وينى او په عزت سره دفن نۀ شى نو زۀ خو به دا وايم چې د دۀ نه خو هغه ماشوم ښۀ دے چې مړ پېدا شوے وى. 4 د داسې پېدائشى مړ ماشوم دُنيا ته راتګ او تګ بېمعنې دے، مرګ د هغۀ شناخت زمونږ نه پټ ساتى. 5 اګر چې هغۀ نمر هم نۀ دے ليدلے او نۀ ورته دا پته لګېدلې ده چې ژوند څنګه وى، خو بيا هم هغۀ ته د هغه مالداره سړى نه زيات آرام حاصل دے. 6 فرض کړه کۀ هغه دوه زره کاله ژوندے وى خو چې په ژوند کښې يې څۀ خوشحالى نۀ وى، نو څۀ فائده؟ آخر مرګ خو هر ژوندى له شته. 7 انسان ټول محنت د خوراک پېدا کولو دپاره کوى، خو د هغۀ لوږه هيڅکله نۀ ختميږى. 8 هوښيار کس د کم عقل نه په څۀ فائده مند وى؟ کۀ غريب کس خلقو سره مناسب سلوک کوى نو په دې کښې د هغۀ دپاره څۀ فائده ده؟ 9 څۀ چې مونږ سره وى د هغې نه خوند اخستل ښۀ دى په ځائ د دې چې د هغه څيزونو خواهش ولرو چې مونږ سره نۀ وى. دا بېمعنې دى، او دا داسې دى لکه چې هوا پسې منډې وهى. 10 هر څۀ چې کيږى هغه د تقدير ليک وى. دا ډېر د پخوا نه معلومه وه چې د هر يو کس سره به څۀ کيږى. نو خُدائ پاک سره د دې موضوع په حقله بحث کول فضول دى. 11 څومره چې خبرې زياتيږى، نو دومره بېمطلبه کيږى، نو د بحث نه فائده څۀ؟ 12 نو چا ته څۀ پته وى چې زمونږ په دې لنډ او بېفائدې ژوند کښې، زمونږ دپاره څۀ ښۀ دى، داسې ژوند چې د سورى په شان تېريږى؟ چا ته دا پته ده چې د مرګ نه پس به څۀ کيږى؟ |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society