Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

څېړونکی 5 - Pakistani Yousafzai Pashto


پينځم باب هوښيارې خبرې کول

1 کله چې تۀ د خُدائ پاک کور ته ځې نو چې څۀ کوې هغه ډېر خيال سره کوه. د اورېدلو دپاره د خُدائ پاک حضور ته تلل بهتر دى د کم عقلانو په شان د قربانو پېش کولو نه، خُدائ پاک ته بې‌سوچه نذرانې پېش کول بدعملى ده.

2 د خُدائ پاک په حضور کښې په خبرو کولو کښې تېزى مۀ کوه، د هغۀ په وړاندې په څۀ بيان کولو کښې جلدى مۀ کوه. ځکه چې هغه په آسمان کښې دے او تۀ په زمکه باندې يې، نو د ضرورت نه زياتې خبرې مۀ کوه.

3 څومره چې تۀ پرېشانه يې، نو هغه هومره به خراب خوبونه وينې او چې څومره زياتې خبرې کوې، نو هغه هومره به کم عقلې خبرې درنه وځى.

4 کله چې تۀ خُدائ پاک ته يوه منښته ومنې، نو چې څومره زر کېدے شى نو دا منښته پوره کوه. هغه د کم عقلو خلقو نه خوشحال نۀ وى. کومه منښته چې ومنې نو هغه سر ته رسوه.

5 چې يوه منښته ومنې او سر ته يې نۀ رسوې نو د داسې منښتې د منلو نه نۀ منل ښۀ دى.

6 د خپلو خبرو په وجه ځان مۀ ګناهګارَوه، او اِمام ته مۀ وايه چې ما په غلطۍ سره منښته منلې وه. نو په دې وئيلو سره خُدائ پاک مۀ غصه کوه چې ستا ټول محنت مشقت تباه کړى.

7 خو ډېر خوبونه او ډيرې خبرې بې‌معنې دى، په ځائ د دې د خُدائ پاک نه وويرېږئ.


ژوند بې‌فائدې دے

8 چې کله تۀ وګورې چې په يوه علاقه کښې غريبانانو باندې ظلم زياتے کيږى او هغوئ ته صداقت او اِنصاف او د هغوئ حقُونه نۀ ملاويږى نو په دې باندې مۀ حېرانېږه. د هر آفسر دپاسه بل آفسر وى او د هغوئ د سر دپاسه نور آفسران وى.

9 تر دې چې بادشاه هم د دې مُلک نه خپل مفاد حاصلوى.

10 څوک چې د پېسو سره مينه لرى، نو هغه به هيڅکله په پېسو موړ نۀ شى. څوک چې د دولت سره مينه لرى، نو هغه به هيڅکله په دولت موړ نۀ شى. ځکه چې دا هم بې‌معنې دى.

11 چې څومره پېسې زياتې وى، نو دومره به د دې د خوړلو خلق هم زيات وى. دغه دولت ته د کتلو نه سېوا مالِک ته څۀ حاصل شول؟

12 محنت مزدورۍ کولو والا کۀ لږه خوړلى وى او کۀ ډېره خو ښۀ د سکون خوب کوى، خو د مالداره سړى دولت هغه خوب ته نۀ پرېږدى.

13 ما په مخ د زمکې يو بل ډېر خراب کار ليدلے دے. څوک چې د ځان دپاره پېسې جمع کوى نو هغه وروستو هم د هغوئ دپاره د نقصان باعث شى،

14 ځکه چې هغوئ دا ټولې پېسې په يو ناکاميابه کاروبار کښې بائيلى او په آخر کښې د هغوئ سره هيڅ هم نۀ وى چې خپلو بچو ته يې پرېږدى.

15 لکه څنګه چې ماشوم دې دُنيا ته لغړ او خالى لاسونه راځى، هم داسې به دې دُنيا نه خالى لاسونه ځى. هغه د ټول محنت باوجود هم د ځان سره هيڅ هم نۀ شى وړلے.

16 دا هم ډېره د افسوس خبره ده، چې څنګه انسان دُنيا ته راځى نو هغه شان ځى. هغۀ فائده څۀ وکړه؟ چې عبث هوا پسې يې منډې ووهلې؟

17 هغۀ خپل ټول ژوند په تيارۀ، په پرېشانۍ، په غصه او په بيمارۍ کښې تېر کړو.

18 نو زۀ دې نتيجې ته ورسېدم چې د انسان دپاره ښۀ او بهتره دا ده چې څومره ورځې خُدائ پاک هغۀ له ورکړې دى په هغې کښې خوراک څښاک کوى او په مخ د زمکې د خپل سخت محنت نه خوند اخلى. ځکه چې هم دا زمونږه اجر دے.

19 کۀ خُدائ پاک چا له دولت او جائيداد ورکوى او د دې قابل يې جوړوى چې د دې نه خوند واخلى، او دا خپل نصيب وګڼى او محنت سره سره خوشحاله هم وى، نو دا د خُدائ پاک د طرف نه اِنعام دے.

20 حقيقت کښې خُدائ پاک هغوئ په خوشحالۍ کښې دومره مصروف ساتى چې هغوئ سره د اندېښنو دپاره وخت هم نۀ وى.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan