Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

څېړونکی 3 - Pakistani Yousafzai Pashto


درېم باب د هر څيز دپاره خپل وخت مقرر دے

1 د هر څيز خپل وخت وى، د هر کار دپاره په مخ د زمکې وخت مقرر وى.

2 د پېدايښت او مرګ دپاره وخت مقرر وى، د فصل کَرلو او د رېبلو دپاره وخت مقرر وى،

3 د مړ کولو او روغولو دپاره وخت مقرر وى، د راغورزولو او د آبادولو دپاره وخت مقرر وى.

4 د غم دپاره او د خوشحالۍ دپاره وخت مقرر وى، د ماتم دپاره او د ګډېدو دپاره وخت مقرر وى،

5 د کاڼو خورولو او راغونډولو دپاره وخت مقرر وى، د غاړه وتلو او نۀ غاړه وتلو دپاره وخت مقرر وى.

6 د تلاش کولو او د تلاش پرېښودلو دپاره وخت مقرر وى، د محفوظ ساتلو دپاره او د غورزولو دپاره وخت مقرر وى،

7 د شلولو او د ګنډلو دپاره وخت مقرر وى، د خاموشۍ او د خبرو کولو دپاره وخت مقرر وى.

8 د مينې کولو دپاره او د نفرت کولو دپاره وخت مقرر وى، د جنګ دپاره او د امن دپاره وخت مقرر وى.

9 يو کاريګر د خپل محنت نه څۀ فائده اخلى؟

10 ما هغه بوج کتلے دے کوم چې خُدائ پاک په مونږ باندې اېښے دے.

11 خو خُدائ پاک هر څۀ داسې جوړ کړى دى چې په خپل وخت باندې ښائسته او مناسب وى. هغه انسانانو له د ابديت خيال ورکوى، خو سره د دې مونږ د خُدائ پاک په کار باندې د اول نه واخله تر آخره پورې پوره نۀ شُو پوهېدلے څۀ چې هغه کوى.

12 نو زۀ پوهه شوم چې د ټولو نه ښۀ خبره دا ده چې د ژوند نه مونږ خوندونه او مزې واخلو تر کومې پورې چې مونږ ژوندى يُو.

13 مونږ ټولو له په کار دى چې خوراک څښاک کوُو او په خپله خوارۍ مزدورۍ کښې خوشحاله اوسو. دا د خُدائ پاک نعمتونه دى.

14 ما ته پته ده څۀ چې خُدائ پاک کوى نو هغه د همېشه دپاره پاتې کېدونکى وى. په هغې کښې نۀ څۀ کمے کېدے شى او نۀ څۀ زياتے. او دا هر څۀ خُدائ پاک ځکه کوى چې خلق د هغۀ نه يريږى.

15 هر څۀ چې اوس کيږى هغه پخوا هم شوى دى، او څۀ چې به په آئنده کښې کيږى، هغه پخوا هم شوى دى. ځکه چې خُدائ پاک دا هر څۀ بيا بيا دوباره کوى.


په مخ د زمکې بې‌اِنصافى

16 د دې نه علاوه ما دا هم وکتل، چرته چې مونږ د اِنصاف توقع کوله هلته بدعملى وه، چرته چې مونږ د صداقت توقع کوله هلته بدعملى وه.

17 ما په خپل زړۀ کښې ووئيل، خُدائ پاک به د بدعملو او د صادقانو عدالت کوى، ځکه چې هر يو څيز او هر يو کار دپاره يو وخت مقرر دے.

18 او ما دا هم په خپل زړۀ کښې ووئيل، چې خُدائ پاک د انسانانو آزمېښت کوى، چې مونږ ته دا وښائى چې مونږ د ځناورو نه ښۀ نۀ يُو.

19 لنډه دا چې، د انسانانو او ځناورو دواړو اَنجام يو دے، انسان او ځناور دواړه ساه اخلى، او دواړه مرى. انسان د ځناور نه بهتر نۀ دے، دا هر څۀ بې‌معنې دى.

20 مونږ ټول د مرګ طرف ته روان يُو، مونږ ټول د خاورو نه جوړ يُو او بيا به خاورو ته ځو.

21 څوک دا يقين سره وئيلے شى چې د مرګ نه پس د انسان روح بره ځى او د ځناور روح لاندې زمکې ته ځى؟

22 نو بيا ما ته دا پته ولګېده چې د دې نه ښۀ خبره نشته چې په خپل محنت باندې خوشحاله اوسو. د دې نه بغېر بله لار نشته. هيچا ته پته نۀ لګى چې د مرګ نه پس به څۀ کيږى.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan