څېړونکی 12 - Pakistani Yousafzai Pashtoدولسم باب 1 هم په ځوانۍ کښې خپل خالِق ياد ساته، د هغې نه مخکښې چې د مصيبت ورځې راشى، او هغه کلونه راشى او تۀ پکښې ووائې چې، ”د ژوند هيڅ مزه نشته.“ 2 هغه ياد ساته، د دې نه مخکښې چې د نمر، سپوږمۍ او د ستورو رڼا تا ته تته ښکاره شى او د باران نه پس بيا وريځې راواپس شى. 3 د هغې نه مخکښې چې ستا د کور څوکيداران په ريږدېدو شى، او ستا طاقتور سړى راکونټى شى، او ستا د مېچنې کولو والا ښځې کار پرېږدى ولې چې هغوئ لږې دى، او هغه زنانه چې د کړکو نه ګورې د هغوئ نظر کم دے. 4 د هغې نه مخکښې چې د کوڅې دروازې بندې شى او د مېچنې آواز په مزه شى، او تۀ د مارغانو په اولنو سندرو راپاڅې خو بيا د هغوئ ټولې سندرې په تا په مزه لګى. 5 د هغې نه مخکښې چې تۀ د اوچتو ځايونو او د کوڅو د خطرو نه يرېږې. د هغې نه مخکښې چې ستا وېښتۀ سپين شى داسې لکه چې د بادامو ګلونه کولاو شى، او تۀ د پښو نه پاتې شې داسې لکه مُلخ پښې راکاږى، او ستا شهوت ختم شى. هغه ياد ساته، د هغې نه مخکښې چې ستا پښې په قبر کښې وى کوم چې به ستا ابدى کور وى، او کله به چې خلق ستا په جنازه کښې وير کوى. 6 د هغې نه مخکښې چې د سپينو زرو زنځير وشليږى، د سرو زرو لوښے ټوټې ټوټې شى، او چينې سره د اوبو بوقه به وشليږى او د کوهى سَرخۍ ماته شى. 7 بيا به خاوره واپس خاورې شى او روح به خُدائ پاک له واپس لاړ شى، چا چې هغه ورکړے وو. 8 نو معلِم وائى، ”هر څۀ بېمعنې دى، دا هر څۀ بېمعنې دى.“ نتيجه 9 معلِم په خپله هوښيار وو او خلقو له يې هم د عِلم تعليم ورکولو. هغۀ په ډېرو متلونو باندې غور او فکر کولو او ترتيب وار يې جمع کړل. 10 د معلِم کوشش دا وو چې خوږې خبرې ولټوى، او ديانتدارۍ سره رښتينى خبرې وليکى. 11 د هوښيارانو خبرې د تېرو چُوکو په شان دى، د جمع شوى متلونو خبرې د چُوکو په څوکه کښې د مېخونو په شان دى چې يو شپون يې د ګډو د بوتلو دپاره استعمالوى. 12 خو زما زويه، د دې نه علاوه هم خبردار اوسه. د ډېرو کتابونو د ليکلو سلسله به هيڅکله نۀ ختميږى او ډېره مطالعه وجود ستړے کوى. 13 راځئ چې اوس په آخر کښې د ټول تعليم په خُلاصه باندې غور وکړُو. د خُدائ پاک نه يرېږه او د هغۀ په حُکمونو عمل کوه، دا په هر انسان فرض دى. 14 ځکه چې خُدائ پاک به راسره د هر يو عمل عدالت کوى، کۀ هغه ښۀ وى او کۀ بد او په دې کښې پټ څيزونه هم شامل دى. |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society