Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

څېړونکی 11 - Pakistani Yousafzai Pashto


يوولسم باب د انسان د عِلم حد

1 خپله روټۍ په اوبو باندې وغورزوه چې لاړه شى او ډيرې ورځې پس به دا تا ته بيا مِلاو شى.

2 خپلې پېسې په اووۀ يا اتۀ ځايونو کښې بندې کړه، ځکه چې هيڅ پته نۀ لګى چې څۀ افت به په زمکه باندې راپېښ شى.

3 کله چې وريځې درنې وى نو باران کيږى. کله چې ونه د شمال يا د جنوب په طرف پرېوځى نو هم هلته پرته وى.

4 هغه زميدار څوک چې د هوا رخ ته ګورى هغه به خپل فصل نۀ کَرى. او هغه زميدار څوک چې وريځو ته ګورى هغه به خپل فصل نۀ رېبى.

5 لکه څنګه چې تا ته د هوا رخ نۀ معلوميږى او نۀ درته دا پته لګى چې د مور په خېټه کښې ماشوم څنګه جوړيږى، نو داسې تۀ د خُدائ پاک په کارونو هم نۀ پوهېږې، څوک چې د هر څۀ خالق دے.

6 د سحر په وخت خپل تخم کره او تر ماښامه پورې په کار کښې بوخت اوسه، ځکه چې تا ته څۀ پته ده چې په کوم کار کښې کاميابې ده، په دې کښې، په هغې کښې او يا په دواړو کښې يو شان.

7 رڼا ښۀ ده او د نوى سحر رڼا په سترګو ښۀ لګى.

8 کله چې انسان تر ډېر وخته پورې ژوندے پاتې شى نو هغوئ دې د ژوند هره لحظه خوشحاله تېروى. خو دا هم ياد ساتل پکار دى چې د مشکل ډيرې ورځې راروانې دى. او څۀ چې به کيږى هغه يو راز دے.


د ځوانانو دپاره نصيحت

9 اے ځوانانو، په خپله ځوانۍ خوشحاله اوسئ او د ځوانۍ نه خوند اخلئ. او څۀ چې ستاسو زړۀ غواړئ او په سترګو مو ښۀ لګى نو هغه کوئ، خو دا خبره ياده ساتئ چې خُدائ پاک به درسره د هر کار او عمل حِساب کوى.

10 د خپل زړۀ نه خفګان او د وجود نه غم درد لرې ساتئ ځکه چې ځوانى او تور سر د يوې لحظې دپاره وى.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan