Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

څېړونکی 1 - Pakistani Yousafzai Pashto


اول باب د ژوند مقصد

1 دا د معلِم خبرې دى، چې د داؤد زوئ وو او د يروشلم بادشاه وو.

2 هغه معلِم فرمائى، ژوند يو غټ راز دے، او زمونږ پوهه د دې په حقله ډېره محدوده ده.

3 په مخ د زمکې خلق دومره خوارى کوى نو د دې نه دوئ تۀ فائده څۀ ده؟

4 پيړۍ په پيړۍ تېرې شى، خو زمکه همېشه قائمه وى.

5 نمر راوخېژى او پرېوځى او هغه ځائ ته زر زر بيا ځى چې د کوم ځائ نه راخيژى.

6 هوا د جنوب طرف ته چليږى، بيا تاو شى او د شمال طرف ته چليږى، دا ګېرچاپېره تاويږى راتاويږى او ځى راځى.

7 ټول سيندونه سمندر ته بهيږى، خو سمندر ډک نۀ شو. ځکه چې د سيندونو اوبۀ د کوم ځائ نه بهيږى نو هم هلته مسلسل واپس راځى او بيا د هغه ځائ نه بهيږى.

8 ټول څيزونه دومره د خوارۍ ډک دى چې انسان يې بيانولے نۀ شى. نۀ سترګې په کتلو مړيږى، او نۀ غوږونه په اورېدو ډکيږى.

9 څۀ چې مخکښې وُو دا به بيا هم وى، څۀ چې شوى دى هغه به بيا هم کيږى. په مخ د زمکې هيڅ هم نوى نشته.

10 کله کله خلق وائى، ”ګوره، دا يو نوے څيز دے.“ خو په اصل کښې دا زوړ وى، يو څيز هم په رښتيا نوے نۀ دے.

11 هيچا ته ياد نۀ دى چې په تېرو وختونو کښې څۀ شوى وُو او څۀ چې اوس کيږى هغه به د راتلونکى وخت خلقو ته ياد نۀ وى.


معلِم جواب لټوى

12 زۀ معلِم په يروشلم کښې د بنى اِسرائيلو بادشاه وم.

13 ما پوره عقل سره تلاش شروع کړو چې زۀ به حکمت سره هغه هر څۀ وګورم او معلوم به يې کړم کوم چې په دُنيا کښې شوى دى. نو زۀ دې نتيجې ته ورسېدم چې خُدائ پاک انسان ته د مشکل مشقت ذمه وارى ورکړې ده چې مصروف يې وساتى.

14 ما هغه هر څۀ وليدل چې په مخ د زمکې شوى دى او زۀ تا ته وايم، چې دا هر څۀ بې‌معنې دى او هوا پسې منډې وهل دى.

15 څۀ چې غلط دى هغه ټيک کېدے نۀ شى، او د څۀ چې کمے دے نو هغه پېدا کېدے نۀ شى.

16 ما خپل ځان سره ووئيل، ”زۀ د هغه ټولو نه ډېر زيات هوښيار يم چا چې زما نه مخکښې په يروشلم بادشاهى کړې ده. ما ډېر حِکمت او عِلم حاصل کړے دے.“

17 ما خپل پوره ذهنى طاقت په دې ولګولو چې حِکمت وپېژنم، او هم په ليونتوب او بې‌وقوفتوب پوهه شم، خو ما ته پته ولګېده چې دا ټول هم هوا پسې منډې وهل دى.

18 ځکه چرته چې حِکمت زيات وى هلته پرېشانى هم زياته وى، او څوک چې عِلم زياتوى هغه غمونه زياتوى.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan