Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

ګردان 5 - Pakistani Yousafzai Pashto


پينځم باب د شريعت لس حُکمونه

1 موسىٰ ټول اِسرائيليان راغونډ کړل او هغوئ ته يې وفرمائيل، ”اے بنى اِسرائيلو. دې قانون ته غوږ ونيسئ کوم چې نن زۀ تاسو له درکوم. دا زده کړئ او وګورئ چې خامخا به ورباندې عمل وکړئ.

2 د سينا په غرۀ باندې مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک يو لوظ وکړو،

3 هغه لوظ نۀ صِرف زمونږ د پلار نيکۀ سره وو، بلکې زمونږ ټولو سره وو کوم چې نن ژوندى يُو.

4 مالِک خُدائ هلته په غرۀ باندې د اور نه تاسو سره مخامخ خبرې وکړې.

5 په هغه وخت کښې زۀ ستاسو او مالِک خُدائ په مينځ کښې د مينځګړى په شان د دې دپاره ولاړ وم چې هغه څۀ ووائى نو زۀ به يې تاسو ته ووايم، ځکه چې تاسو د اور نه يرېدئ او غرۀ ته ونۀ ختلئ. مالِک خُدائ وفرمائيل چې،

6 زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم، چا چې د مِصر نه راوويستلئ، چرته چې تاسو غلامان وئ.

7 زما نه غېر د نورو معبودانو عبادت مۀ کوئ.

8 د ځان دپاره د داسې يو څيز په شکل هم بُتان مۀ جوړَوئ چې هغه پاس په آسمان کښې وى يا لاندې په زمکه باندې وى او يا د زمکې د لاندې په اوبو کښې وى.

9 يو بُت ته هم چې سجده ونۀ لګوئ او نۀ يې عبادت وکړئ، ځکه چې زۀ مالِک خُدائ ستاسو غېرتى خُدائ پاک يم. زۀ د پلار نيکۀ د ګناه سزا د هغوئ اولاد له تر درېم او څلورم نسله پورې ورکوم څوک چې زما نه نفرت کوى.

10 خو زۀ د هغه خلقو زرګونو نسلونو ته خپله مينه ښايم څوک چې زما سره مينه لرى او زما حُکمونه منى.

11 زما نوم د غلطو مقصدونو دپاره مۀ استعمالوئ، ځکه چې زۀ، مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به هغه چا له سزا ورکوم څوک چې زما نوم بې‌ځايه اخلى.

12 د سبت ورځ ياده لرئ او دا مقدسه وګڼئ، هم هغه شان لکه څنګه چې ما، مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک حُکم کړے دے.

13 په شپږو ورځو کښې تاسو خپل کار روزګار کوئ،

14 خو اوومه ورځ د آرام ورځ ده چې ما ته وقف ده. په هغه ورځ به هيڅ څوک کار نۀ کوى، نۀ تاسو، نۀ ستاسو بچى، نۀ ستاسو غلامان، نۀ ستاسو ځناور او نۀ هغه مسافر چې ستاسو په مُلک کښې اوسيږى. ستاسو غلامان به هم هغه شان آرام کوى لکه څنګه چې تاسو کوئ.

15 هغه راپه ياد کړئ چې تاسو په مِصر کښې غلامان وئ او ما، مالِک خُدائ، ستاسو خُدائ پاک د خپل لوئ طاقت او قوت سره آزاد کړئ. نو ځکه زۀ تاسو له حُکم درکوم چې د سبت ورځ ياده لرئ.

16 د خپل مور او پلار عزت کوئ، لکه چې زۀ، مالِک خُدائ، ستاسو خُدائ پاک تاسو له حُکم درکوم، نو ستاسو هر څۀ به سم وى او تاسو به په هغه مُلک کښې يو اوږد عمر تېر کړئ کوم چې درکوم.

17 قتل مۀ کوئ.

18 زنا مۀ کوئ.

19 غلا مۀ کوئ.

20 د چا خِلاف د دروغو ګواهى مۀ ورکوئ.

21 د بل سړى د ښځې خواهش مۀ کوئ، د هغۀ د کور، د هغۀ د زمکې، د هغۀ د نوکرانو، د هغۀ د څاروو، د هغۀ د خرونو، يا د بل داسې يو شى لالچ هم مۀ کوئ کوم چې د هغۀ وى.

22 کله چې تاسو د غرۀ سره راغونډ وئ نو دا حُکمونه مالِک خُدائ تاسو ټولو له درکړل. کله چې هغۀ د اور نه او د تکې تورې وريځې نه په يو دروند آواز سره خبرې وکړې نو هم دغه حُکمونه يې درکړل. بيا هغۀ دا د کاڼو په دوه تختو وليکل او ما له يې راکړل.


د خلقو وېره

23 کله چې ټول غر اور اخستے وو او تاسو د تيارې نه آواز واورېدو، نو ستاسو د قبيلو مشران ما له راغلل

24 او هغوئ ووئيل چې مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک مونږ ته خپله لوئى او جلال په هغه وخت وښودلو چې د اور نه مو د هغۀ خبرې اورېدلې. مونږ ته نن دا پته ولګېده چې کۀ خُدائ پاک د يو انسان سره خبرې وکړى نو هغه انسان بيا هم ژوندے پاتې کېدے شى.

25 خو مونږ ولې خپل ځانونه د مرګ په خطره کښې واچوو؟ هغه لوئ اور به مونږ تباه کړى. زمونږ دا يقين دے کۀ چرې بيا مونږ د مالِک خُدائ زمونږ د خُدائ پاک خبرې واورېدلې نو مړۀ به شُو.

26 داسې يو انسان شته څۀ چې هغۀ د اور نه د ژوندى خُدائ پاک خبرې اورېدلې وى او بيا هم ژوندے پاتې وى؟

27 موسىٰ، واپس لاړ شه او هغه هر څۀ په غور سره واوره څۀ چې مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک فرمائى. بيا واپس راشه او چې هغۀ درته څۀ وئيلى وى نو هغه مونږ ته ووايه. مونږ به هغې ته غوږ ونيسو او عمل به پرې وکړُو.

28 کله چې مالِک خُدائ دا واورېدل، نو هغۀ ما ته وفرمائيل، ما د دې خلقو خبرې اورېدلې دى او هغوئ بلکل ټيک وائى.

29 کاش چې هغوئ همېشه صِرف هم دغه شان احساس لرلے. کاش چې هغوئ همېشه زما درناوے کولے او زما ټول حُکمونه يې منلے، نو چې د هغوئ او د هغوئ د اولاد به همېشه دپاره هر څۀ سم وے.

30 لاړ شه او هغوئ ته ووايه چې واپس خپلو خېمو ته لاړ شى.

31 خو موسىٰ، تۀ، زما سره ايسار شه او زۀ به تا له زما ټول حُکمونه درکړم. هغه بيا خلقو ته وښايه، چې هغوئ په دې باندې په هغه مُلک کښې عمل کوى کوم چې هغوئ له ورکوم.

32 بنى اِسرائيلو، ګورئ چې تاسو هغه هر څۀ وکړئ د کوم چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک تاسو له حُکم درکړے دے. او د دې قانون نه اخوا دېخوا مۀ اوړئ.

33 په هغه ټولو حُکمونو عمل کوئ، نو ستاسو هر څۀ به سم وى او په هغه مُلک کښې به تاسو ژوند تېروئ د کوم قبضه کولو له چې تاسو روان يئ.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan