ګردان 34 - Pakistani Yousafzai Pashtoڅلور دېرشم باب د حضرت موسىٰ په حق رسېدل 1 بيا موسىٰ د موآب د مېدانونو نه د نبو غرۀ ته وختلو، کوم چې د پِسګه غر سر ته چې يريحو ته مخامخ دے، او هلته مالِک خُدائ هغۀ ته هغه ټول مُلک وښودلو يعنې د دان ښار پورې د جِلعاد علاقه يې ورته وښودله، 2 د نفتالى ټوله علاقه، د اِفرائيم او منسى علاقې، د مديترانى د سمندر پورې د يهوداه علاقه، 3 د صحرا برخه، او هغه مېدان چې د ضُعر نه د يريحو پورې رسيږى، چې د کجورو د ونو ښار دے. 4 بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”دا هغه مُلک دے چې ما د دې وعده د اِبراهيم، اِسحاق او يعقوب سره کړې ده چې د هغوئ اولاد له به يې ورکوم. ما د دې کتلو ته پرېښودې خو هلته تلو ته به دې نۀ پرېږدم.“ 5 نو چې څنګه مالِک خُدائ فرمائيلى وُو چې موسىٰ د مالِک خُدائ خِدمت کوونکے هلته به د موآب په مُلک کښې مرى نو هم هغه شان وشول. 6 نو هغۀ هغه د بيتفعور ښار ته مخامخ د موآب په مُلک کښې په يو مېدان کښې ښخ کړو، خو تر ننه پورې د هغۀ د ښخېدو صحيح ځائ پته هيچا ته نشته. 7 موسىٰ د يو سل او شلو کالو په عُمر کښې وفات شو، هغه په هغه وخت هم د مخکښې په شان تکړه وو او د هغۀ د سترګو نظر ټيک وو. 8 بنى اِسرائيل دېرش ورځې د موآب په مېدانونو کښې په هغۀ پسې غمژن وُو، 9 د نون زوئ يشوَع د اِلهامى حِکمت نه ډک شو، ځکه چې موسىٰ هغه مقرر کړے وو چې د هغۀ په ځائ کار کوى. بنى اِسرائيلو د يشوَع تابعدارى وکړه او هغه حُکمونه يې پوره کړل چې مالِک خُدائ د موسىٰ په ذريعه هغوئ له ورکړى وُو. 10 نو په اِسرائيلو کښې هيڅکله د موسىٰ په شان پېغمبر نۀ دے پېدا شوے، چې مالِک خُدائ مخامخ د هغۀ سره خبرې وکړې. 11 مالِک خُدائ موسىٰ د دې دپاره مُلک مِصر ته ولېږلو چې د فِرعون او د هغۀ د درباريانو خلاف داسې معجزې او عجيبه کارونه ښکاره کړى. 12 بل يو پېغمبر هم داسې لوئ لوئ او يروونکى کارونه نۀ دى کړى لکه چې موسىٰ د ټولو بنى اِسرائيلو په وړاندې وکړل. |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society