ګردان 24 - Pakistani Yousafzai Pashtoڅليريشتم باب طلاق او بيا وادۀ کول 1 کۀ يو سړے يوې ښځې سره وادۀ وکړى او په هغې کښې داسې څۀ وګورى چې د هغه سړى خوښ نۀ وى او وروستو فېصله وکړى چې خپله ښځه طلاقه کړى او هغه طلاق نامه ورکړى او د خپل کور نه يې وشړى 2 او بيا کۀ هغه ښځه د هغه سړى د کور نه لاړه شى او د بل سړى سره وادۀ وکړى، 3 او کۀ د هغه دوېم خاوند هم خوښه نۀ شى او هغه هم طلاق نامه ورکړى او د خپل کور نه يې وشړى، يا فرض کړئ چې دا خاوند يې مړ شى، 4 نو په دواړو حالاتونو کښې به د هغې وړومبے خاوند هغه ښځه دوباره نۀ وادۀ کوى، هغه به يې ناپاکه ګڼى. کۀ دوباره وادۀ يې ورسره وکړو نو مالِک خُدائ به د دې کار نه نفرت کوى. تاسو به هغه مُلک په داسې خرابه ګناه نۀ پليتوئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يې تاسو له درکوى چې ستاسو خپل شى. د قانون مختلفې حِصې 5 کله چې يو سړے نوے وادۀ وکړى، نو هغه دې د جنګ دپاره فوج ته نۀ شى لېږلے او نۀ دې ترې نه کار اخستلے شى، يو کال به هغۀ ته کار معاف وى، نو چې داسې هغه په کور کښې پاتې شى او ښځه خوشحاله کړى. 6 کله چې تاسو چا له څۀ څيز قرض ورکړئ، نو چې د هغۀ نه په ضمانت کښې د هغۀ د مېچنې برنے پل وانۀ خلئ چې په هغې باندې غله مېده کوى. کۀ تاسو ترې نه دا واخلئ نو د دانو اوړۀ کولو ذريعه به يې ختمه شى. 7 کۀ يو سړے د خپل اِسرائيلى په تښتولو پورې ونيولے شى او خپل غلام يې کړى يا د غلام په توګه يې خرڅ کړى نو هغه سړے دې ووژلے شى. نو داسې به تاسو د دې بدکارۍ نه خپل قوم خلاص کړئ. 8 کله چې تاسو د جذام بيمارۍ په وجه په تکليف کښې يئ، نو هم هغه شان کوئ څنګه چې درته د ليوى قبيلې اِمامان وائى، ما چې هغوئ ته کوم اصُول ښودلى دى په هغې عمل کوئ. 9 ياد ساتئ کله چې تاسو د مِصر نه راروان وئ نو مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک د مريم سره څۀ وکړل. 10 کله چې تاسو خپل ګاونډى له څۀ قرض ورکوئ، نو د هغۀ کور ته د دې دپاره مۀ ځئ چې هغه څيز ترې نه واخلئ چې په ضمانت کښې يې تاسو له درکوى، 11 بهر ورته ودرېږئ او پرېږدئ چې هغه څيز په خپله تاسو له راوړى. 12 کۀ هغه غريب وى او د قرض په ضمانت کښې هغه تاسو له خپله چُوغه درکړى، نو هغه چُوغه د شپې د ځان سره مۀ ساتئ، 13 دا چُوغه په ماښام کښې هغۀ له واپس ورکوئ، نو چې داسې هغه په کښې اودۀ کيږى. نو هغه به ستاسو شکريه ادا کړى او د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک په نظر کښې به ستاسو دپاره د دې اجر وى. 14 په خوارو غريبانانو مزدورانو باندې ظلم مۀ کوئ، کۀ هغه اِسرائيلے وى يا مسافر وى چې ستاسو په ښارونو کښې اوسيږى. 15 هره ورځ د نمرپرېواتو نه مخکښې هغوئ له خپلې دياړۍ ورکوئ، هغوئ غريبانان دى او پېسو ته يې ضرورت دے. کۀ تاسو هغوئ له پېسې ورنۀ کړئ، نو هغوئ به ستاسو خِلاف مالِک خُدائ ته فرياد وکړى او دا به ستاسو په ګناه کښې حِساب شى. 16 د چا بچو چې جرمونه کړى وى نو د هغې په وجه دې د هغوئ مور پلار نۀ شى وژلے او د چا مور پلار چې جرمونه کړى وى نو د هغې په وجه دې د هغوئ بچى نۀ شى وژلے، هر څوک به صرف د خپلو جرمونو په وجه وژلے شى چې هغوئ په خپله کړى وى. 17 مسافر او يتيمان د خپلو حقُونو نه مۀ محرومه کوئ، او د يوې کونډې نه د قرض په ضمانت کښې جامې مۀ اخلئ. 18 هغه راياد کړئ چې تاسو په مِصر کښې غلامان وئ او مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک تاسو آزاد کړئ، نو دا ځکه ما تاسو له دا حُکم درکړے دے. 19 کله چې تاسو خپل فصل راغونډوئ او چې کوم فصل تاسو رېبلے وى او د هغې نه څۀ درنه پاتې شى نو په هغې پسې واپس مۀ ورځئ، دا به مسافرو، يتيمانو او کونډو دپاره پرېښودلے شى، نو داسې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به تاسو له په هغه هر کار کښې برکت درکړى چې تاسو يې کوئ. 20 کله چې تاسو يو ځل خپل زيتون وشوکوئ، نو هغې له بيا مۀ ورځئ چې هغه پاتې شوى راوشوکوئ، دا به د مسافرو، يتيمانو او کونډو دپاره وى. 21 کله چې تاسو يو ځل خپل انګور راټول کړئ، نو په دوېم ځل د انګورو راټولولو دپاره باغونو ته مۀ ځئ، کوم انګور چې پاتې وى نو هغه به د مسافرو، يتيمانو او کونډو دپاره وى. 22 دا هيڅکله مۀ هېروئ چې تاسو په مِصر کښې غلامان وئ، نو دا ځکه ما تاسو له دا حُکم درکړے دے. |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society