ګردان 19 - Pakistani Yousafzai Pashtoنولسم باب د پناه ښارونه 1 کله چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک هغه خلق تباه کړى چې زمکه يې تاسو له درکوى او چې د هغوئ ښارونه او کورونه ونيسئ او هلته اوسېږئ، 2-3 نو هغه علاقه په درېو حِصو کښې تقسيم کړئ، چې په هره يوه حِصه کښې يې داسې ښار وى چې تلل ورته آسان وى. نو چې څوک يو بل کس ووژنى نو د پناه دپاره د دې نه يو ښار ته تښتېدلے شى. 4 کۀ څوک يو کس په غلطۍ سره ووژنى چې هغه يې دشمن نۀ وى، نو هغه د دې ښارونو نه يو ښار ته تښتېدلے شى چې بچ شى. 5 کۀ دوه سړى د لرګو وهلو دپاره ځنګل ته لاړ شى او د هغوئ نه يو کس يوه ونه وهى او تبر د لاسکى نه ووځى او هغه بل کس ووژنى، نو د پناه دپاره د دې ښارونو نه يو ته تښتېدلے شى. 6 خو کۀ صِرف يو ښار وے او هغې ته فاصله هم ډېره وے، نو کېدے شى چې د هغه کس بدل اخستونکى خپلوان يې ونيسى او په غصه کښې يو بېګناه ګاونډى ووژنى. خو په غلطۍ سره هغۀ خپل ګاونډى مړ کړو چې دشمن يې نۀ وو. 7 نو ځکه زۀ حُکم درکوم چې درې ښارونه بېل کړئ. 8 کله چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ستاسو علاقه پراخه کړى، لکه څنګه چې هغۀ ستاسو پلار نيکۀ ته فرمائيلى دى او هغه ټول مُلک درکړى چې هغۀ يې وعده کړې ده، 9 بيا تاسو درې نور ښارونه خوښ کړئ. کۀ تاسو هغه هر څۀ کوئ چې نن يې زۀ حُکم درکوم او د مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک سره مينه کوئ او د هغۀ د اصُولو په مطابق ژوند تېروئ نو هغه به تاسو له دا مُلک درکړى. 10 هم دغه شان وکړئ، نو چې بېګناه خلق نۀ مرى او د هغوئ د وژلو ګناه ستاسو په غاړه نۀ وى، په هغه مُلک کښې چې مالِک خُدائ يې تاسو له درکوى. 11 خو کۀ يو کس د خپل ګاونډى سره دشمنى وى او قصداً په هغۀ حمله وکړى او وې وژنى او بيا د پناه دپاره د دې ښارونو نه يو ښار ته وتښتى، 12 نو په داسې حالت کښې دې د هغۀ د ښار مشران هغه راوغواړى او د هغه کس خپلوانو ته دې په حواله کړى کوم چې د قتل د بدل اخستلو خواهش کوى، نو چې هغوئ يې ووژنې. 13 په هغۀ هيڅ رحم مۀ کوئ. او بنى اِسرائيل د بېګناه وينې توئيدلو نه پاک کړئ، نو په دې سره به ستاسو هر يو کار سم وى. پخوانۍ پولې 14 د خپل ګاونډى د جائيداد د حد کاڼے مۀ بېځايه کوئ، کوم چې د مخکښې نه په هغه مُلک کښې لګېدلے وى چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يې تاسو له درکوى. د ګواهانو په حقله قانون 15 د يو سړى مجرم ثابِتولو دپاره به يو ګواه کافى نۀ وى، بلکې د هغۀ مجرم ثابِتولو دپاره به د دوو يا درېو ګواهانو پېش کول لازمى وى. 16 کۀ څوک د دروغو اِلزام په وجه بل کس ته نقصان رسولو کوشش وکړى، 17 نو دواړه به د عبادت هغه يو ځائ ته ځى او د هغه وخت مقرر شوى قاضيان او اِمامان به د هغوئ فېصله وکړى. 18 قاضيان به د دې معاملې پوره معلومات وکړى، او کۀ چا په خپل اِسرائيلى باندې د دروغو اِلزام لګولے وى، 19 هغۀ ته به هغه سزا ملاويږى چې د څۀ اراده چې يې د بل دپاره لرله. نو داسې به تاسو د دې بدۍ نه خلاص شئ. 20 بيا به هر يو کس خبر شى چې څۀ وشول، هغوئ به ويريږى او هيڅ څوک به هم بيا داسې بد عمل نۀ کوى. 21 په داسې معامِلو کښې هيڅ رحم مۀ کوئ، د ژوند په بدل کښې به د ژوند سزا وى، د سترګې په بدل کښې د سترګې، د غاښ په بدل کښې د غاښ، د لاس په بدل کښې د لاس، پښې په بدل کښې به د پښې سزا وى. |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society