دانيال 12 - Pakistani Yousafzai Pashtoدولسم باب آخرت 1 په هغه وخت کښې به ميکائيل، د فرښتو لوئ سردار څوک چې ستا د قوم حفاظت کوى، راوچت شى. هغه به داسې د مصيبت وخت وى چې داسې به د قومونو د پېدايښت نه تر دې وخت پورې نۀ وى شوے. خو په هغه وخت کښې به ستا د قوم نه هغوئ بچ شى، د چا نوم چې د خُدائ پاک په کِتاب کښې ليکلے شوے وى. 2 نو بيا به هغه ګڼ خلق څوک چې په خاورو کښې پراتۀ دى راپاڅى، څوک به د ابدى ژوند دپاره، او څوک د رسوائى او ابدى شرم دپاره. 3 څوک چې هوښيار دى د نمر د شغلو په شان به ځليږى، او هغوئ څوک چې ډېرو خلقو ته د صداقت لارښودنه کوى، هغوئ به لکه د ستورو په شان د تل دپاره ځليږى. 4 خو تۀ اے دانياله، دا کلام بند کړه او تر آخرى زمانې پورې پرې مهر ولګوه. ډېر خلق به اخوا ديخوا ګرځى چې خپل عِلم کښې اضافه وکړى.“ 5 بيا ما دانيال وکتل چې زما په وړاندې دوه نور سړى ولاړ وُو، يو د سيند په دې غاړه او بل پورې غاړه ولاړ وو. 6 په هغوئ کښې يو د هغه سړى نه تپوس وکړو چې د کتان جامې يې اغوستې وې، او څوک چې د اوبو په غاړه ولاړ وو، ”نو دا حېرانېدونکې خبرې به نور په څومره وخت کښې پوره شى؟“ 7 د کتان د جامو والا سړى څوک چې د اوبو دپاسه وو هغۀ خپل دواړه لاسونه آسمان ته اوچت کړل او ما واورېدل چې هغۀ د ژوندى خُدائ پاک په نوم قسم وخوړو او وې فرمائيل، ”دا به د درې نيمو کالو پورې وى. کله چې په مقدسو خلقو ظلم ختم شى نو بيا به دا هر څۀ سر ته ورسيږى.“ 8 ما دا هر څۀ واورېدل، خو پوهه پرې نۀ شوم. نو ما ترې تپوس وکړو، ”زما مالِکه، د دې ټولو خبرو به څۀ اَنجام وى؟“ 9 نو هغۀ جواب راکړو، ”اے دانياله، په خپله لار په آرام سره لاړ شه، ځکه چې تر آخره وخته پورې به کلام بند شى او مهر به پرې لګېدلے وى. 10 ډېر به پاک، بېداغه او صفا کړے شى، خو بدعمله به بدعمله پاتې شى. يو بدعمله به پرې هم پوهه نۀ شى، خو هغوئ څوک چې هوښيار دى، هغوئ به پرې پوهه شى. 11 د کوم وخت نه چې د روزانه قربانۍ ختمې شوې دى او د تباهۍ ناپاکه بُت اېښودے شوے دے، د هغې نه به دولس سوه او نوى ورځې تېرې شى. 12 بختور دى هغوئ څوک چې ديارلس سوه او پينځۀ دېرش ورځو ختمېدو پورې صبر وکړى. 13 ترڅو چې ستا تعلق دے په خپله لار تر آخره لاړ شه. تۀ به وفات شې، نو تۀ به په آخرى ورځو کښې بيا راژوندے شې د دې دپاره چې خپل ميراث درته مِلاو شى.“ |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society