Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

کولسیان 4 - Pakistani Yousafzai Pashto


څلورم باب د کلام بيانول

1 اے مالِکانو، د خپلو نوکرانو سره د عدل او اِنصاف سلوک کوئ ځکه چې تاسو ته پته ده چې په آسمان کښې ستاسو هم يو مالِک شته.

2 خپل ځانونه په دُعا کښې مشغول کړئ او بېدار اوسئ او شُکر ګزارى کوئ.

3 او مونږ دپاره هم دُعا کوئ چې خُدائ پاک مونږ ته د کلام دپاره ور کولاو کړى چې مونږ د مسيح هغه راز بيان کړُو چې د کوم په سبب زۀ قېد کښې يم،

4 دُعا کوئ چې زۀ د هغه کلام داسې وضاحت وکړم څنګه چې ما له کول په کار دى.

5 د بې‌ايمانانو سره د هوښيارتيا سلوک کوئ او د هرې موقعې نه فائده اخلئ.

6 ستاسو کلام دې همېشه د فضل نه ډک او خوندور وى چې تاسو هر چا ته مناسب جواب ورکولے شئ.


آخرى سلام

7 تخيکوس به تاسو ته زما په حقله ټولې خبرې وکړى. هغه زمونږ ګران ورور، وفادار خِدمتګار او د مالِک په کار کښې زمونږ ملګرے دے.

8 ما هغه تاسو ته د دې مقصد دپاره درولېږلو چې تاسو زمونږ په حال خبر کړى او چې هغه ستاسو زړونو له ډاډګيرنه ورکړى.

9 هغۀ سره زمونږ خوږ ايماندار ورور اونيسيموس درځى څوک چې ستاسو نه يو دے. هغوئ به تاسو ته د دې ځائ په حقله ټولې خبرې بيان کړى.

10 اريسترخوس چې ما سره قېدى دے، سلام درلېږى، او دغه شان د برنباس تربور مرقوس هم، د چا په حقله چې تاسو ته حکم درکړے شوے وو چې کۀ هغه تاسو له راغلو نو هرکلے يې وکړئ،

11 او عيسىٰ چې ورته يوستوس وائى هغه هم درته سلام وائى. د يهوديانو نه صرف دا درې کسان دى چې د خُدائ پاک د بادشاهۍ په کار کښې زما ملګرى دى او په هغوئ زما لويه تسلى ده.

12 اِپفراس چې ستاسو نه يو دے او د عيسىٰ مسيح خادِم دے هغه هم تاسو ته سلام وائى. هغه همېشه تاسو دپاره لاس په دُعا دے چې ستاسو ايمان مضبوط شى، او د خُدائ پاک د پوره مرضۍ په مطابق خپل ژوند تېر کړئ.

13 زۀ د هغۀ ګواهى ورکوم چې هغه ستاسو دپاره او د لوديکيه او د هيراپولس د خلقو دپاره ډېره زياته خوارى کوى.

14 زمونږ خوږ ملګرى او طبيب لوقا او ديماس درته سلام وائى.

15 د لوديکيه وروڼو او خوېندو او نِمفا ته او د هغې په کور کښې د جماعت خلقو ته زما سلام ووايئ.

16 نو کله چې تاسو دا خط ولولئ، نو بيا دا د لوديکيې جماعت ته ولېږئ چې هغوئ يې هم ولولى. او تاسو دا خط کوم چې ما هغوئ ته وليکلو ولولئ.

17 او ارخيپوس ته ووايئ چې، ”کوم خِدمت چې په مالِک کښې تا ته سپارلے شوے دے، هغه پوره کړه.“

18 زۀ پولوس په خپل لاس تاسو ته سلام ليکم. زما په لاس پښو کښې زولنۍ مۀ هېروئ او په تاسو دې د خُدائ پاک فضل وى.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan