Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

عاموس 7 - Pakistani Yousafzai Pashto


اوؤم باب د قحطۍ د مُلخانو په حقله رويا

1 قادر مطلق خُدائ ما ته په رويا کښې دا وښودل چې، هغۀ د قحطۍ مُلخانو لښکرې د حملې دپاره تيارولې. دا په هغه وخت کښې وشول کله چې د بادشاه د برخې وړومبے فصل رېبلے شوے وو او د دوېم فصل د راختلو وخت وو.

2 ما په خپله رويا کښې وليدل چې د قحطۍ مُلخانو د زمکې ټول شينکے وخوړلو، نو بيا ما ووئيل چې، ”اے قادر مطلق خُدايه مونږ معاف کړه، ګنې مونږ به ژوندى پاتې نۀ شُو، ځکه چې د بنى اِسرائيلو قوم ډېر وړوکے دے.“

3 نو مالِک خُدائ خپله فېصله بدله کړه، چې، ”داسې به بيا کله ونۀ شى،“ مالِک خُدائ وفرمائيل.


د اور په حقله رويا

4 نو قادر مطلق خُدائ ما ته بله رويا وښودله، په رويا کښې ما وکتل چې هغه تيارے کوى چې خپلو خلقو له د غټ اور په ذريعه سزا ورکړى. هغه اور د سمندر بېخ وسوزولو او ټوله زمکه يې تباه کړه.

5 نو بيا ما چغې کړې، ”اے قادر مطلق خُدايه زۀ تا ته زارى کوم، بس کړه. ګنې مونږ به ژوندى پاتې نۀ شُو، ځکه چې د بنى اِسرائيلو قوم ډېر کمزورے دے.“

6 نو مالِک خُدائ خپله فېصله بدله کړه، چې، ”داسې به بيا کله ونۀ شى.“ مالِک قادر مطلق خُدائ دا وفرمائيل.


د سال په حقله رويا

7 نو بيا ما ته مالِک خُدائ يوه بله رويا وښودله. په دې کښې ما وليدل چې مالِک خُدائ د يو داسې دېوال په خوا کښې ولاړ وو چې د سال سره جوړ وو او د هغۀ په لاس کښې سال وو.

8 او مالِک خُدائ زما نه تپوس وکړو چې، ”عاموسه، تا ته څۀ ښکارى؟“ نو ما ورته جواب ورکړو چې، ”سال.“ بيا مالِک خُدائ وفرمائيل، ”وګوره، زۀ د خپلو خلقو بنى اِسرائيلو په مينځ کښې سال لګوم، زۀ به نور د هغوئ ګناهونه پرې نۀ ږدم.

9 په کومو علاقائى عبادتخانو کښې چې د اِسحاق اولاد عبادت کولو هغه به تباه شى او د بنى اِسرائيلو مقدس ځايونه به هم کنډرې شى، او زۀ به د يربعام خاندان نيست و نابود کړم.“


عاموس او امصياه

10 نو بيا د بيت‌ايل اِمام امصياه د اِسرائيل بادشاه يربعام له دا خبر ورولېږلو چې، ”عاموس د بنى اِسرائيلو په مينځ کښې ستا خلاف سازشونه جوړوى. د هغۀ وينا د برداشت نه بهر ده.

11 ځکه چې عاموس داسې فرمائى چې، يربعام به په تُوره مړ شى، او بنى اِسرائيل به د خپل مُلک نه پردى مُلک ته جلاوطن کړے شى.“

12 بيا امصياه عاموس ته ووئيل، ”اے رويا کتونکيه، دلته نه اوځه. او واپس د يهوداه مُلک ته لاړ شه. هلته خپل رزق وګټه او هلته خپلې پېشګويانې کوه.

13 دلته په بيت‌ايل کښې نورې پېشګويانې مۀ کوه، ځکه چې بادشاهى محل او بادشاهى عبادتخانه دلته ده.“

14 خو عاموس امصياه ته جواب ورکړو، ”نۀ زۀ پېغمبر يم او نۀ د پېغمبر زوئ يم، زۀ صرف يو شپون يم او د اينځر د ونو خيال هم ساتم.

15 خو مالِک خُدائ زۀ د شپونتوب نه راروان کړم او حُکم يې راکړو چې، لاړ شه او زما خلقو اِسرائيل ته پېشګوئې وکړه.

16 نو بيا اوس د مالِک خُدائ کلام ته غوږ شه. تۀ وائې چې، د بنى اِسرائيل خلاف پېشګوئې مۀ کوه. او د اِسحاق د قوم خلاف تبليغ بند کړه.

17 نو په دې وجه مالِک خُدائ دا فرمائى چې، ستا ښځې نه به د ښار کنجره جوړه شى، او ستا زامن او لوڼه به په تُوره مړۀ شى. ستا مُلک به ناپ کړے شى او تقسيم به شى، او تۀ به په خپله په يو ناپاک مُلک کښې مړ شې. او بنى اِسرائيل به د خپل مُلک نه پردى مُلک ته جلاوطن کړے شى.“

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan