Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

عاموس 5 - Pakistani Yousafzai Pashto


پينځم باب د بنى اِسرائيلو سندرې وئيل

1 اے بنى اِسرائيلو، زۀ چې د غم کومه سندره ستاسو په حقله وايم، هغې ته غوږ ونيسئ،

2 ”پېغله بنى اِسرائيل راغورزېدله ده، بيا به هيڅکله دوباره نۀ راپاڅى. هغه په خپله زمکه يواځې راغورزېدلې ده چې هيڅوک به يې دوباره ونۀ دروى.“

3 مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، ”د بنى اِسرائيلو د يو ښار نه چې زر فوجيان د جنګ دپاره ولېږلے شى، نو صرف سل به په کښې پاتې شى، او چې د يو بل ښار نه يې سل فوجيان ولېږلے شى، نو صرف لس به په کښې واپس راشى.“

4 مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو قوم ته داسې فرمائى، ”ما ولټوئ نو تاسو به ژوندى پاتې شئ.

5 مۀ بيت‌ايل لټوئ، او مۀ جِلجال ته ځئ، او مۀ بيرسبع ته سفر کوئ ځکه چې د جِلجال خلق به يقيناً جلاوطن کړے شى، او بيت‌ايل به نيست و نابود کړے شى.“

6 د مالِک خُدائ طلبګار شئ نو ژوندى به پاتې شئ، ګنې هغه به د يوسف خاندان لکه د اور وسوزوى، او بيت‌ايل به خاورې ايرې کړى او هيڅوک به داسې نۀ وى چې هغه اور مړ کړى.

7 تاسو هغه څوک يئ چې اِنصاف په ګنډير بدلوئ او صداقت په زمکه راغورزوئ.

8 هغه چا چې ستورى پېدا کړى دى، چا چې د ستورو غومپک پېدا کړے دے. او څوک چې تيارۀ د سحر په رڼا بدلوى، او د ورځې رڼا په شپه بدلوى. څوک چې د سمندر اوبۀ راوغواړى او د زمکې په مخ يې وراړوى، د هغۀ نوم مالِک خُدائ دے.

9 هغه په زورَورو خلقو سمدستى تباهى راولى او د هغوئ مضبوطې قلعه ګانې تباه کوى.

10 تاسو د هغوئ نه نفرت کوئ څوک چې په عدالت کښې اِنصاف کوى، او هغوئ سپکوئ څوک چې حقيقت وائى.

11 تاسو په غريبانانو ظلم کوئ او د هغوئ په غله د حد نه زيات ټيکس لګوئ. نو په دې وجه اګر کۀ تاسو د کاڼو نه ښائسته کورونه جوړ کړى دى خو تاسو به په هغې کښې نۀ اوسېږئ، اګر کۀ تاسو د انګورو ډک باغونه کَرلى دى خو تاسو به د هغې مے ونۀ څښئ.

12 ما ته پته ده چې ستاسو جرمونه څومره ډېر دى او ستاسو ګناهونه څومره لوئې دى. تاسو په صادقانو ظلم کوئ او رشوتونه اخلئ او د غريبانانو سره په عدالت کښې اِنصاف نۀ کوئ.

13 نو په دې وجه هوښيار انسان په داسې وخت کښې خاموشه وى، ځکه چې زمانه ډېره خرابه ده.

14 د ښو لټون کوئ او بدو پسې مۀ ګرځئ نو تاسو به ژوندى پاتې شئ. نو بيا به مالِک خُدائ، ربُ الافواج ستاسو مل وى، لکه څنګه چې تاسو دعوىٰ کوئ چې هغه ستاسو مل دے.

15 د بدو نه نفرت کوئ او د نېکۍ سره مينه کوئ، او په عدالت کښې اِنصاف قائم کړئ. نو کېدے شى چې مالِک خُدائ، ربُ الافواج، د بنى اِسرائيلو په باقى پاتې شوو خلقو رحم وکړى.

16 نو ځکه مالِک خُدائ، ربُ الافواج قادر مطلق خُدائ فرمائى، ”په ټولو کوڅو کښې به ژړاګانې وى او په هر چوک کښې به د مړو وير وى. زمينداران د ماتم کولو دپاره راوغوښتلے شى او کسبى ماتم کوونکى به د ژړا دپاره راوغوښتلے شى.

17 د انګورو په ټولو باغونو کښې به ژړاګانې وى، ځکه چې زۀ به ستاسو د سزا دپاره ستاسو په مينځ کښې تېر شم،“ مالِک خُدائ فرمائى.


د مالِک خُدائ ورځ

18 په تاسو دې افسوس وى څوک چې د مالِک خُدائ د قيامت د ورځې ارمان کوئ. تاسو ولې د مالِک خُدائ د قيامت د ورځې ارمان کوئ؟ دا به ستاسو دپاره د رڼا نه بلکې د تيارې ورځ وى.

19 دا به داسې وى لکه چې څوک د ازمرى نه تښتى او مېلو ته مخامخ شى، او يا خپل کور ته لاړ شى او لاس په دېوال باندې کېږدى او مار يې وچيچى.

20 آو، د مالِک خُدائ د قيامت ورځ به تيارۀ او د نااُميدۍ سبب وى. دې کښې به د خوشحالۍ يا د اُميد رڼا نۀ وى.

21 ”زۀ ستاسو اخترونو نه سخت نفرت کوم او ستاسو مذهبى محفلونه ما ته هيڅ خوشحالى نۀ راکوى.

22 اګر کۀ تاسو ما ته سوزېدونکې نذرانې او د غلې نذرانې راوړئ، نو زۀ به دا قبولې نۀ کړم. اګر کۀ تاسو ما ته د څورب ځناورو د خپلې خوښې نذرانې پېش کړئ زۀ به دې ته هيڅ نظر ونۀ کړم.

23 د خپلو سندرو شور زما نه اخوا کړئ، زۀ ستاسو د رباب ساز اورېدل نۀ غواړم.

24 د دې په ځائ دې اِنصاف لکه د اوبو د چپو په شان وبهيږى، او صداقت د هغه سيند په شان چې هيڅکله نۀ اوچيږى.

25 اے بنى اِسرائيلو، کله چې تاسو د څلوېښتو کالو دپاره په بيابان کښې وئ نو ما ته مو کله قربانۍ او نذرانې راوړې دى څۀ؟

26 خو اوس چې تاسو د سکوت بُت عبادت وکړو کوم چې تاسو خپل بادشاه منئ، او کيوان چې ستاسو په ستورو کښې معبود دے، نو تاسو به دا بُتان په خپلو اوږو ګرځوئ.

27 نو په دې وجه به زۀ تاسو د دمشق نه هم اخوا جلاوطن کړم،“ مالِک خُدائ فرمائى، د چا نوم چې قادر مطلق خُدائ دے.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan