Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

عاموس 2 - Pakistani Yousafzai Pashto


دوېم باب

1 مالِک خُدائ داسې فرمائى، ”د موآب خلقو بار بار ګناه کړې ده، او زۀ به هغوئ د سزا نه بغېر پرې نۀ ږدم. ځکه چې هغوئ د ادوم د بادشاه هډُوکى وسوزول او ايرې يې کړل.

2 نو زۀ به په موآب اور نازل کړم، دا به د قريوت قلعه ګانې وسوزوى. څنګه چې د جنګ لويه اله ګوله شى او بيګل وغږيږى نو موآب به د جنګ په تاو کښې هلاک شى.

3 زۀ به د موآب بادشاه سره د هغۀ د آفسرانو تباه کړم،“ مالِک خُدائ فرمائى.

4 مالِک خُدائ داسې فرمائى، ”د يهوداه خلقو بار بار ګناه کړې ده، نو زۀ به هغوئ د سزا نه بغېر پرې نۀ ږدم. ځکه چې هغوئ د مالِک خُدائ شريعت رد کړو او د هغۀ په حُکمونو يې عمل ونۀ کړو. ځکه چې هغوئ د دروغو خُدايانو بې‌لارې کړل، هغه خُدايانو چې د دوئ پلار نيکونو يې پيروى کوله.

5 نو زۀ به په يهوداه اور نازل کړم او دا به د يروشلم قلعه ګانې وسوزوى.“


د بنى اِسرائيلو عدالت

6 مالِک خُدائ داسې فرمائى، ”د بنى اِسرائيل خلقو بار بار ګناه کړې ده، نو زۀ به هغوئ د سزا نه بغېر پرې نۀ ږدم. ځکه چې هغوئ صادقان خلق په سپينو زرو او غريبانان په يو جوړ څپلو خرڅوى.

7 هغوئ د غريبانانو سرونه لکه د زمکې د خاورى په شان د پښو لاندې کوى او نۀ پرېږدى چې مظلومانو ته اِنصاف مِلاو شى. پلار او زوئ هم يوې ښځې سره څملى او زما د پاک نوم بې‌حرمتى کوى.

8 هغوئ د هرې قربان‌ګاه په خوا کښې په هغه کپړو کښې چې په ضمانت کښې اخستے شوې وى څملى. د خپل خُدائ په کور کښې هغوئ په هغه پېسو مے څښى چې د بې‌اِنصافۍ د جرمانې په طور اخستلے شوې دى.

9 خو زما خلقو وکتل چې ما اموريان تباه کړل، اګر کۀ هغوئ د دِيار په شان لوَړ او د څېړۍ په شان مضبوط وُو. ما بره نه د هغې مېوه او لاندې نه جرړې وويستلې او برباد مې کړل.

10 هم ما تاسو د مِصر نه راوويستلئ، او څلوېښت کاله مې په صحرا کښې ستاسو لارښودنه وکړه چې تاسو د اموريانو زمکه قبضه کړئ.

11 هم ما ستاسو ځينې زامن پېغمبران جوړ کړل او څۀ ځوانان مې د خِدمت دپاره د نذير په حيثيت وقف کړل. ولې دا رښتيا نۀ دى زما خلقو بنى اِسرائيلو؟“ مالِک خُدائ داسې فرمائى.

12 ”خو تاسو د نذير په حيثيت په وقف شوو خِدمت کوونکو مے وڅښل او د هغوئ قَسم مو مات کړو او پېغمبرانو ته مو حکم وکړو چې، پېشګويانې مۀ کوئ.

13 نو بيا، زۀ به تاسو داسې دباؤ کړم لکه څنګه چې د غلې نه ډکه ګاډۍ دباؤ وى.

14 نۀ به تېزه منډه وهونکى وتښتېدے شى، او نۀ به طاقتور کښې طاقت پاتې شى، او نۀ به جنګيالى خپل ژوند بچ کړے شى.

15 نۀ به غشى ويشتونکى، نۀ به تېزه منډه وهونکى او نۀ به په آس سوارۀ خپل ژوند بچ کړے شى.

16 په هغه ورځ به تکړه فوجيان هم بربنډ وتښتى،“ مالِک خُدائ فرمائى.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan