اعمال 6 - Pakistani Yousafzai Pashtoشپږم باب اووۀ کسان د خِدمت دپاره ټاکل 1 په هغه ورځو کښې چې د مريدانو شمار زياتېدو يونانى يهوديانو د عبرانى يهوديانو خلاف دا شکايت وکړو چې د هغوئ د کونډو ښځو د روزمره خوراک په تقسيمولو کښې لا پرواهى کيږى. 2 نو هغه دولسو رسولانو ټول مريدان رايوځائ کړل او وې وئيل چې، ”دا زمونږ دپاره مناسب نۀ دى چې مونږ د خُدائ پاک د کلام خِدمت د خوراک څښاک په بندوبست کولو کښې تير کړُو. 3 نو اے ملګرو، اووۀ نېک کسان غوره کړئ چې هغه د روحُ القُدس نه او د عقل نه معمور وى نو مونږ به د دې کارونو ذمه وارى هغوئ ته په حواله کړُو. 4 او مونږ به خپل ځانونه دُعا او د کلام خِدمت ته وقف کړُو.“ 5 دا تجويز د ټولې قبيلې خوښ شو او هغوئ ستِفانوس چې د ايمان او روحُ القُدس نه ډک وو، او هم ورسره فيليپوس، پروخوروس، نيکانور، تيمون، پرمناس او نيکلاس چې د انطاکى وو او يهودى شوے وو خوښ کړل. 6 هغوئ دا کسان د رسولانو وړاندې پېش کړل او هغوئ ورته دُعا وکړه او د هغوئ په سر يې خپل لاسونه کېښودل. 7 د خُدائ پاک کلام خورېدو او په يروشلم کښې د عيسىٰ د منونکو شمېر په تېزۍ سره زياتېدو، او ډېرو اِمامانو هم ايمان راوړو. د ستِفانوس ګرفتارېدل 8 نو بيا ستِفانوس چې د فضل او قوت نه ډک وو هغۀ د خلقو په مينځ کښې لوئ لوئ معجزې او نښې ښکاره کړې. 9 د غلامۍ نه د آزاد شوو خلقو د عبادتخانې نه څۀ مخالف کسان راوچت شول چې د هغوئ سره د کرينى او اسکندريى او د کلکيى او آسيه د صوبې يهوديان وُو. دې سړو د ستِفانوس سره بحث شروع کړو. 10 خو هغوئ د هغۀ د حکمت او د روح د طاقتمندو خبرو په وړاندې ټينګ نۀ شول. 11 بيا هغوئ په پټه څۀ خلق ولمسول چې دا ووائى چې، ”مونږ د ستِفانوس نه د موسىٰ او د خُدائ پاک خلاف د کُفر خبرې اورېدلى دى.“ 12 هغوئ خلق او مشران او د شرعې عالمان راوپارول. هغوئ ستِفانوس ونيولو او جرګې ته يې پېش کړو. 13 هغوئ د دروغو ګواهان تيار کړل چې چا داسې ووئيل چې، ”دا سړے همېشه د خُدائ د دې مقدس کور او د موسىٰ د شريعت ګستاخى کوى. 14 ځکه چې مونږ د دۀ نه دا خبرې اورېدلى دى چې د ناصرت عيسىٰ به دا ځائ وران کړى او موسىٰ چې مونږ له کوم رسمونه او رِواجونه راکړى دى هغه به بدل کړى.“ 15 او په جرګه کښې ناستو ټولو خلقو ستِفانوس ته نېغ کتل او هغوئ وليدل چې د هغۀ مخ لکه د فرښتې د مخ په شان ځلېدو. |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society