اعمال 3 - Pakistani Yousafzai Pashtoدرېم باب د پطروس يو شل ته شفا ورکول 1 يوه ورځ ماسپښين درې بجې د عبادت په وخت پطروس او يوحنا د خُدائ کور ته تلل. 2 نو يو سړے چې پېدائشى شل وو هغه د خُدائ د کور هغه دروازې ته راوستے شو چې ورته ښکلې دروازه وائى. هغه به هره ورځ دې دپاره راوستے شو چې د هغه خلقو نه خېرات وغواړى چې د خُدائ کور ته ننوتل. 3 چې کله هغۀ پطروس او يوحنا د خُدائ کور ته په ننوتو وليدل نو خېرات يې ترې وغوښتو. 4 نو پطروس او يوحنا هغۀ ته نېغ وکتل او پطروس ورته ووئيل، ”مونږ ته وګوره.“ 5 نو هغه سړى دوئ ته په غور سره وکتل او د خېرات طمع يې ترې کوله. 6 خو پطروس ورته ووئيل چې، ”ما سره سرۀ زر يا سپين زر نشته خو څۀ چې ما سره دى هغه زۀ تا له درکوم. د عيسىٰ مسيح ناصرى په نوم پاڅه او وګرځه.“ 7 بيا پطروس هغه د ښى لاس نه ونيولو، او د هغۀ په ودرولو کښې يې مدد وکړو او سمدستى يې په پښو او ګيټو کښې طاقت پېدا شو. 8 هغۀ ټوپ کړو او په خپلو پښو ودرېدو او په ګرځېدو شو. نو بيا هغه د هغوئ سره د خُدائ پاک کور ته ورننوتو، هغه په خپله روان وو او ټوپونه يې وهل او د خُدائ ثناء يې وئيله. 9 کله چې ټولو خلقو هغه په تلو او د خُدائ پاک په ثنا وئيلو وليدلو 10 او هغوئ وپېژندلو چې دا خو هغه سړے دے څوک چې به د خُدائ د کور د ښکلې دروازې سره ناست وو او خير به يې غوښتو، نو څۀ چې دۀ سره شوى وُو، هغوئ په دې حق حېران شول. د خُدائ پاک په کور کښې د پطروس بيان 11 هغه وخت چې هغه خير مار پطروس او يوحنا کلک نيولى وُو نو ټول خلق په حېرانتيا او په منډه هغه ځائ ته راغلل چې ورته د سليمان ډيوډۍ وائى. 12 چې کله پطروس دا وليدل نو هغوئ ته يې ووئيل چې، ”اے بنى اِسرائيلو، تاسو په دې ولې حېران شوئ او تاسو ولې مونږ ته ګورئ چې ګنې دا سړے مونږ په خپل طاقت يا په خپلې ديندارۍ د ګرځېدو کړو؟ 13 خو دا د اِبراهيم، د اِسحاق او د يعقوب خُدائ پاک، زمونږ د پلار نيکونو خُدائ پاک خپل خادِم عيسىٰ ته جلال ورکړو. تاسو هغه د مرګ دپاره حاکمانو ته حواله کړو او د پيلاطوس په وړاندې مو هغه رد کړو، اګر چې پيلاطوس د هغۀ د پرېښودو فېصله کړې وه. 14 خو تاسو يو مقدس او صادق سړے رد کړو او د دې په ځائ مو د يو قاتِل د خلاصولو دپاره زارى وکړه. 15 تاسو د ژوندون ورکولو سردار ووژلو، خو خُدائ پاک هغه د مړو نه بيا ژوندے کړو. مونږ د دې ګواهان يُو. 16 د عيسىٰ په نوم د ايمان په وسيله، دا سړے چې تاسو يې وينئ او پېژنئ ورته طاقت ورکړے شو. د عيسىٰ په نوم ايمان دې سړى ته مکمله شفا ورکړه او تاسو ټول يې وينئ. 17 او اوس زما وروڼو، ما ته پته ده چې تاسو او ستاسو مشرانو دا کار په ناپوهۍ کښې وکړو، 18 خو په دې طريقه خُدائ پاک هغه پېشګويۍ پوره کړې چې هغۀ د ټولو نبيانو په وسيله کړې وې چې د هغۀ مسيح به تکليف وزغمى. 19 نو توبه وکړئ او خُدائ پاک ته راوګرځئ چې ګناهونه مو معاف شى. 20 نو د مالِک د حضور نه به په تاسو د سکون وخت راشى او هغه به تاسو ته بيا عيسىٰ چې مسيح دے درولېږى چې ستاسو دپاره مقرر شوے دے. 21 د دُنيا د هر څۀ د بيا نوې کېدو وخت پورې هغه به په آسمان کښې پاتې وى څنګه چې خُدائ پاک د ډېر وړاندې نه د مقدسو نبيانو په وسيله وعده کړې ده. 22 ځکه موسىٰ وفرمائيل چې، ”خو مالِک خُدائ پاک به تاسو ته زما په شان يو پېغمبر راولېږى چې هغه به ستاسو د خپلو خلقو نه وى او تاسو به د هغۀ تابعدارى کوئ. 23 هغه به زما په نوم خبرې کوى او هر څوک چې د هغۀ د منلو نه اِنکار وکړى نو سزا به ورکړم.“ 24 حقيقت کښې سموئيل او ټول نبيان چې د هغۀ نه پس راغلل هغوئ هم د دې موجوده حالاتو پېشګوئې وکړه. 25 او تاسو د نبيانو او د هغه وعدې وارثان يئ چې خُدائ پاک ستاسو پلار نيکونو سره کړې وه. هغۀ اِبراهيم ته وفرمائيل چې، ”د زمکې ټول قومونه به ستا د اولاد په وسيله برکت ومومى.“ 26 کله چې خُدائ پاک خپل خادِم عيسىٰ راوچت کړو نو اول يې هغه تاسو ته درولېږلو چې تاسو له برکت درکړى چې تاسو هر يو د خپلو بدو لارو نه واړوى.“ |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society