Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

اعمال 22 - Pakistani Yousafzai Pashto


دوويشتم باب د ګڼې په وړاندې د پولوس رسول صفائى پېش کول

1 ”اے مشرانو او کشرانو، غوږ شئ. زۀ اوس ستاسو په وړاندې خپله صفائى بيانوم.“

2 هر کله چې هغوئ په عبرانۍ ژبه کښې د هغۀ خطاب واورېدو نو هغوئ ورته نور ښۀ خاموش شول. بيا هغۀ ووئيل،

3 ”زۀ يهودى يم، د کلکيه په ترسس ښار کښې پېدا شوے وم، او زۀ دلته په دې ښار کښې لوئ شوے يم او د ګملى‌ايل په شاګردۍ کښې مې د خپلو مشرانو د سخت شريعت تعليم حاصل کړو، زۀ هم لکه ستاسو په شان د خُدائ پاک په خِدمت کښې سرګرم وم لکه څنګه چې نن تاسو ټول يئ.

4 او د دې لارې منونکى به ما تر مرګ پورې زورول، ښځې او سړى به مې دواړه ګرفتارول او په قېدخانه کښې به مې بندول.

5 زما په باب کښې مشر اِمام او ټول اولسى مشران ګواهان دى. هغوئ ما ته په دمشق کښې خپلو يهودى وروڼو ته خطونه راکړى وُو او زۀ دمشق ته هم دې دپاره تلے وم چې د هغه ځائ خلق ګرفتار کړم او د سزا دپاره يې دلته يروشلم ته راولم.

6 کله چې زۀ په لار دمشق ته ورنزدې شوم، د غرمې وخت وو چې ناڅاپى له آسمان نه يوه لويه شُغله له ما نه ګېرچاپېره وځلېده.

7 زۀ په زمکه راپرېوتلم او ما يو آواز واورېدو چې ما ته يې وئيل چې ساؤله، ساؤله، تۀ ما ولې زوروې؟

8 ما جواب ورکړو چې مالِکه، تۀ څوک يې؟ بيا هغۀ ما ته وفرمائيل چې، زۀ عيسىٰ ناصرى يم چې تۀ يې زوروې.

9 زما ملګرو هغه رڼا وليدله خو د هغۀ آواز يې وانۀ ورېدو چا چې ما سره خبرې کولې.

10 نو ما ورته ووئيل چې مالِکه، زۀ څۀ وکړم؟ مالِک جواب راکړو چې پاڅه. او دمشق ته لاړ شه او هلته به تا ته ټول کارونه ووئيلے شى، کوم چې ستا دپاره مقرر شوى دى.

11 هر کله چې زۀ د رڼا شُغلې ړوند کړم نو زما ملګرو زۀ د لاسه ونيولم او دمشق ته يې بوتلم.

12 هلته حنانياس نومې يو سړے وو چې په شريعت ټينګ ولاړ وو او د هغه ځائ په اوسېدونکو ټولو يهوديانو کښې ښۀ نېک نام وو.

13 هغه ما ته راغلو، ما سره خوا کښې ودرېدلو او راته يې ووئيل چې، اے ساؤله وروره، سترګې وغړوه. او هم هغه ساعت زۀ بينا شولم او هغه مې وليدلو.

14 هغۀ بيا ووئيل چې زمونږ د پلار نيکونو خُدائ پاک تۀ دې دپاره غوره کړې چې د هغۀ مرضى وپېژنې او د هغۀ صادق خادِم ووينې او د هغۀ آواز واورې.

15 ځکه چې تۀ به ټولې دُنيا ته د هغۀ ګواهى کوې چې څۀ دې ليدلى او اورېدلى دى.

16 نو اوس تۀ ولې سستى کوې؟ پاڅه بپتسمه واخله او د هغۀ د نوم په يادولو خپل ګناهونه پاک کړه.

17 کله چې زۀ يروشلم ته واپس راغلم او ما د خُدائ په کور کښې دُعا کوله نو زۀ بې‌خوده شوم.

18 او عيسىٰ مې وليدو چې ما ته فرمائى چې زر کوه او سمدستى د يروشلم نه اوځه، ځکه چې دوئ به زما په حقله ستا ګواهى قبوله نۀ کړى.

19 ما ورته ووئيل چې مالِکه هغوئ ته دا معلومه ده چې په هره عبادتخانه کښې به ما هغوئ نيول او په کوړو به مې وهل د چا به چې په تا ايمان وو.

20 او کله چې ستا د ګواه ستِفانوس وينه توئ شوله نو زۀ په خپله هلته موجود وم او پرې راضى وم او د هغوئ د جامو څوکۍ مې کوله چا چې هغه مړ کړو.

21 بيا هغۀ ما ته ووئيل، لاړ شه، ځکه چې زۀ تا لرې لرې غېر يهودى قومونو ته لېږم.“


پولوس رسول او رومى کمان آفسر

22 تر دې خبرو پورې هغوئ هغۀ ته غوږ نيولے وو، خو بيا هغوئ چغې کړې، ”د داسې سړى مخ دې ورک شى، دا د پرېښودو قابل نۀ دے.“

23 او هغوئ لا نورې چغې کړې، خپلې جامې يې وشلولې او خاورې يې بره نوستلې.

24 نو کمان آفسر حُکم وکړو چې، ”پولوس قلعې ته واپس بوځئ،“ او هدايت يې ورکړو چې، ”په کوړو وهلو ترې بيان واخلئ او دا وجه ترې معلومه کړئ چې د هغۀ خلاف دا هنګامه ولې راپورته شوې ده.“

25 خو کله چې هغوئ هغه د وهلو دپاره وتړلو نو پولوس هلته ولاړ صوبه دار ته ووئيل چې، ”ولې دا ستا دپاره جائز دى چې تۀ يو مقامى رومى په کوړو وهې چې جرم پرې ثابت نۀ وى؟“

26 کله چې صوبه دار دا واورېدل نو هغه کمان آفسر ته ورغلو او هغۀ ته يې ووئيل چې، ”تۀ څۀ کول غواړې؟ دا سړے خو مقامى رومى دے.“

27 کمان آفسر پولوس له راغلو او تپوس يې ترې وکړو، ”ما ته ووايه چې تۀ رښتيا مقامى رومى يې څۀ؟“ او هغۀ ووئيل چې، ”آو.“

28 کمان آفسر ورته ووئيل چې، ”ما خو په لوئ قيمت دا مقامى حق اخستے دے.“ پولوس ورته ووئيل ”خو دا زما قومى حق دے.“

29 نو سمدستى هغه څوک چې د هغۀ نه تفتيش کوونکى وُو د هغۀ نه وروستو شول، او کمان آفسر هم وويرېدو ځکه چې هغۀ ته پته ولګېده چې پولوس مقامى رومى دے او هغۀ تړلے دے.

30 په بله ورځ کمان آفسر غوښتل چې صحيح معلومات تر لاسه کړى چې يهوديانو ولې په پولوس اِلزام ولګولو. هغۀ پولوس آزاد کړو او مشرانو اِمامانو او ټولې اولسى جرګې ته يې حُکم ورکړو چې، ”راټول شئ،“ بيا هغۀ پولوس ښکته راوستلو او د هغوئ په وړاندې يې ودرولو.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan