درېم يوحنا 1 - Pakistani Yousafzai Pashtoدُعا او سلام 1 د مشر د طرف نه، خوږ ګايوس ته، د چا سره چې زۀ د زړۀ نه مينه کوم. 2 زما خوږه ګايوسه، زۀ دُعا غواړم چې تۀ دې داسې روغ جوړ اوسې لکه څنګه چې په روحانى توګه روغ جوړ يې. 3 کله چې وروڼه راغلل او ما ته يې دا ګواهى راکړه چې تۀ څومره رښتينے ژوند تېروې نو په دې ډېر خوشحاله شوم او چې تۀ څومره په رښتينې لار روان يې. 4 د دې نه زياته خوشحالى ما ته په بل هيڅ څيز کښې نشته چې کله زۀ دا واورم چې زما بچى په حقه لار روان دى. مدد او مخالفت کول 5 اے ګرانه وروره، تۀ د وروڼو په خِدمت کښې ډېر وفادار يې، اګر کۀ تا ته هغوئ پردى دى. 6 هغوئ دلته د جماعت په وړاندې ستا د ښۀ ورورولۍ ګواهى ورکړه. نو دا به ستا مهربانى وى چې د دوئ په سفر کښې هم هغه شان مدد جارى وساتى د کومې ورورولۍ نه چې خُدائ پاک رضا وى. 7 هغوئ د عيسىٰ د نوم د خِدمت کولو دپاره په سفر ووتل او د بېدينو نه يې هيڅ قسمه مدد حاصل نۀ کړو. 8 نو په دې وجه په مونږ لازم دى چې د داسې خلقو مدد وکړُو نو چې مونږ د حقيقت په خورولو کښې د هغوئ ملګرى شُو. 9 ما جماعت ته څۀ وليکل خو ديوترفيس چې د مشرۍ شوق لرونکے دے هغه زمونږ اختيار نۀ منى. 10 نو کۀ زۀ درغلم نو هغه کارونه به درته په ګوته کړم کوم چې هغه کوى او زمونږ خلاف فضول او بدې خبرې کوى، او لا په دې هم نۀ صبريږى بلکې زمونږ وروڼو ته د هر کلى وئيلو نه هم اِنکار کوى او څوک چې داسې کوى هغوئ هم منع کوى تر دې چې د جماعت نه يې هم شړى. 11 زما خوږه ملګريه، د بدۍ پيروى مۀ کوه بلکې ښۀ کوه، ښۀ کار کوونکى د خُدائ پاک بچى دى او څوک چې بد کارونه کوى هغوئ خُدائ ليدلے نۀ دے. 12 د ديميتريوس دپاره هر څوک ښۀ ګواهى ورکوى او دا حقيقت هم دے، مونږ پخپله هم د هغۀ ګواهى ورکوو او تۀ خبر يې چې زمونږ ګواهى رښتينې ده. آخرى سلام 13 ما سره تاسو ته د ليکلو دپاره ډيرې خبرې دى خو دا نۀ غواړم چې په قلم او سياهۍ يې وليکم. 14 زما اُميد دے چې ډېر زر به تاسو ووينم او مخامخ به د يو بل سره خبرې وکړُو. 15 په تا دې سلامتى وى. ستاسو ملګرى تاسو ته سلام وائى، هلته هر يو ملګرى ته په نامه سلام ووايه. |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society