دوېم تيموتيوس 4 - Pakistani Yousafzai Pashtoڅلورم باب 1 د خُدائ پاک او د عيسىٰ مسيح په حضور کښې څوک چې به د ژوندو او د مړو عدالت کوى، او د هغۀ د ظاهرېدو او د بادشاهۍ په ياد کښې زۀ په تا زور راوړم چې، 2 تۀ د کلام زيرے ورکوه او وخت ناوخته دې کار ته تيار اوسه، او په تعليم ورکولو کښې په صبر سره د هغوئ اصلاح کوه او ملامتوه يې او ورته ډاډګيرنه هم ورکوه. 3 ځکه چې داسې وخت راروان دے چې خلق به صحيح تعليم نۀ زغمى، بلکې د خپلې خوښې په مطابق به داسې اُستاذان راټول کړى چې هغوئ ته به هغه څۀ وښائى چې کوم اورېدل غواړى. 4 خو هغوئ به حق ته غوږ نۀ کېږدى او فرضى قيصو پسې به ګرځى. 5 خو تۀ په هر حالت کښې خپل ځان په هوش کښې ساته، سختۍ وزغمه، د زيرى کار کوه او د خُدائ پاک د خادِم په حيث خپل خِدمت پوره کوه. 6 ترڅو چې زما خبره ده زۀ خو د مخکښې نه لکه د ميو نذرانې په شان په قربانګاه شيندلے شوے يم او زما د رخصتېدو وخت راغلے دے. 7 ما ښۀ جنګ وکړو، خپله منډه مې پوره کړه، او تر آخره په خپل ايمان قائم پاتې شوم. 8 نو د اوس نه د صداقت تاج زما دپاره تيار دے، کوم چې به د صداقت قاضى مالِک ما ته په هغه ورځ راکړى، او دا صرف زما دپاره نه بلکې د هغوئ ټولو دپاره هم دے څوک چې د هغۀ د راتلو خواهشمند دى. ذاتى نصيحتونه 9 خو کوشش وکړه چې ما له زر تر زره راشئ. 10 ځکه چې ديماس د دې موجوده دُنيا په مينه کښې زۀ پرېښودلم او تِسالونيکې ته لاړو او کريسکينس ګلتيه ته لاړو او تيطوس دلماتيه ته لاړو. 11 صرف لوقا ما سره دے خو مرقوس راپېدا کړه او ځان سره يې راوله ځکه چې هغه زما سره په خِدمت کښې فائده مند دے. 12 ما تخيکوس اِفِسوس ته لېږلے دے. 13 کله چې تۀ راځې هغه چُوغه چې ما د ترواس په ښار کښې د کرپس په کور کښې پرېښې ده او زما کتابونه او خاص کر زما هغه د څرمنې نسخې هم ځان سره راوړه. 14 سکندر مسګر ما ته لوئ نقصان راکړے دے. خو مالِک خُدائ به هغۀ ته د خپل عمل په مطابق بدله ورکړى. 15 او تۀ هم د هغۀ نه ځان ساته، ځکه چې هغۀ زمونږ د پېغام ډېر په سختۍ سره مخالفت کړے دے. 16 په عدالت کښې زما د اولنۍ پېشۍ په وخت څوک هم ما سره ونۀ درېدل بلکې ټولو زۀ ځانله پرېښودم. خُدائ دې هغوئ په دې ګناه ونۀ نيسى. 17 خو مالِک ما سره ودرېدو او هغۀ ما له طاقت راکړو، چې زما په وسيله دا پېغام پوره بيان کړے شى چې ټول غېريهوديان يې واورى. نو زۀ د زمرى د خُلې نه دغه شان بچ کړے شوم. 18 مالِک به ما د هر شېطانى حملې نه بچ کوى او خپلې آسمانى بادشاهۍ ته به مې په حفاظت رسوى. د هغۀ لوئى دې تل تر تله وى. آمين. آخرى دُعا او سلام 19 په پرسکله، اکوله او د اُنيسفرس په خاندان مې سلام ووايه. 20 اِراستوس په کورنتوس کښې ايسار شو او تروفيموس ما په ميليتوس کښې بيمار پرېښودو. 21 خپل کوشش پوره وکړه چې د ژمى نه مخکښې راشې. يوبولوس، پودنس، لينوس، کلوديه او نور ټول وروڼه او خوېندې درته سلام وائى. 22 مالِک دې ستاسو مل وى او په تاسو ټولو دې د خُدائ پاک فضل وى. |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society