Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

دوېم تيموتيوس 3 - Pakistani Yousafzai Pashto


درېم باب په آخرى ورځو کښې د خلقو بې‌دينى

1 خو تاسو په دې پوهه شئ چې په آخرى ورځو کښې به سخت وختونه راځى.

2 ځکه چې خلق به خود غرضه، لالچيان، لافې کوونکى، مغروره، ګستاخه، د مور پلار نافرمانه، ناشُکره، بې‌دينه،

3 بې‌رحمه، سخت زړۀ لرونکى، غېبت کوونکى، نۀ زغمونکى، بد خويه، د نېکۍ دشمن،

4 دوکه باز، بې‌پرواه، کبرژن، او د خُدائ پاک په نسبت عېش زيات خوښوونکى وى.

5 هغوئ به په ظاهره د ديندارۍ نمائش کوى خو په زړۀ کښې به يې يقين نۀ وى. د داسې خلقو نه ځان ساته.

6 په دوئ کښې هغه خلق دى څوک چې کورونو ته په څۀ چل ورننوځى او هغه کم عقلې ښځې په خپل قابو کښې راولى کومې چې په خپلو ګناهونو کښې راګېرې وى او چې د رنګارنګ خواهشونو لاندې راګېرې وى.

7 داسې ښځې همېشه د زده کولو کوشش کوى خو حق پېژندلو ته نۀ رسيږى.

8 او څنګه چې ينيس او يمبريس د موسىٰ مخالفت کړے وو، نو دې بې‌عقلو او دروغژنو ايمان لرونکو سړو هم د حقيقت مخالفت وکړو.

9 خو هغوئ به ډېره ترقى ونۀ کړى ځکه چې د هغه دوو سړو په شان به د دوئ کم عقلتوب هم هر چا ته څرګند شى.


آخرى نصيحت

10 خو تۀ زما د تعليم، زما د چال چلن، زما د ژوند د مقصد، زما د ايمان، زما د زغم، زما د مينې او په ايمان کښې زما د مضبوطوالى نه خبر يې.

11 تا ته پته ده د هغه سختۍ او تکليفونو يعنې هغه تکليفونه کوم چې په اَنطاکيه، اِکونيوم او په لستره کښې په ما راغلل خو مالِک زۀ د هغې ټولو نه بچ کړم.

12 په حقيقت کښې هر هغه څوک چې د عيسىٰ مسيح په يووالى کښې په ديندارۍ ژوند تېرول غواړى، نو هغوئ به زورول کيږى.

13 خو خراب او دوکه باز خلق به نورو له په دوکه ورکولو او دوکه خوړلو کښې لا زياتيږى.

14 خو تۀ په هغه خبرو عمل کوه کومې چې تا ته درښودلے شوې دى او ستا يقين دے چې هغه رښتيا دى، او تۀ په دې پوهه يې چې چا تا ته درښودلى دى.

15 او تۀ د وړوکوالى نه د هغه پاکو صحيفو نه خبر يې، کومې چې تا ته په عيسىٰ مسيح د ايمان راوړلو په وسيله د خلاصون پوهه درکوى.

16 هره يوه صحيفه د خُدائ پاک د خوا نه الهام شوې ده او دا د تعليم ورکولو، ملامتولو، د اصلاح او د صادقه تربيت دپاره فائده مندې هم دى،

17 د دې دپاره چې د خُدائ پاک خِدمتګاران د دې قابل شى او د هر نېک کار کولو دپاره تيار شى.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan