Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

دوېم تيموتيوس 1 - Pakistani Yousafzai Pashto


اول باب دُعا او سلام

1 د پولوس د طرف نه چې د خُدائ پاک په مرضۍ د عيسىٰ مسيح رسول دے، او د دې دپاره چې په عيسىٰ مسيح کښې وعده شوے ژوند خلقو ته ورسوى.

2 زۀ خپل خوږ زوئ تيموتيوس ته دا خط ليکم. د خُدائ پلار او زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح فضل، رحم او سلامتى دې په تا وى.

3 زۀ د هغه خُدائ پاک شُکر کوم د چا عبادت چې زۀ په صفا زړۀ د خپل پلار نيکۀ په شان کوم، او زۀ هر وخت شپه او ورځ په خپلو دُعاګانو کښې تا يادوم.

4 کله چې زۀ ستا هغه د جدايۍ د وخت اوښکې رايادې کړم، نو تا سره د بيا ليدو خواهشمند يم، د دې دپاره چې د خوشحالۍ نه ډک شم.

5 ما ته ستا د مينې نه هغه ډک ايمان راياديږى کوم چې اول ستا د نيا لوئيس او ستا د مور يونيکې وو، او اوس زما يقين دے چې ستا هم دے.

6 په دې وجه زۀ تا ته دا خبره دريادوم چې تۀ د خُدائ پاک د هغه نعمت اور ته پوکے ورکړه کوم چې زما د لاس د کېښودلو په وسيله تا ته حاصل دے.

7 ځکه چې خُدائ پاک مونږ له بُزدله زړۀ نۀ دے راکړے بلکې راله يې زړَورتوب، مينه او په ځان د قابو ساتلو قدرت راکړے دے.

8 نو بيا زمونږ د مالِک په حقله د ګواهۍ ورکولو يا زما نه چې د هغۀ قېدى يم، مۀ شرمېږه، بلکې د خُدائ پاک د قدرت په وسيله د زيرى د خاطره ما سره په تکليفونو کښې شريک شه.

9 خُدائ پاک مونږ له خلاصون راکړو او مونږ يې خپل مقدس ژوند ته راوبللو. هغۀ دا زمونږ د نېکو کارونو په خاطر ونۀ کړو، بلکې دا د اول نه زمونږ دپاره د هغۀ منصوبه وه، يعنې د ازل نه، چې د عيسىٰ مسيح په وسيله په مونږ خپل فضل وکړى.

10 خو اوس دا زمونږ د خلاصوونکى عيسىٰ مسيح په راتلو سره ښکاره شو چا چې مرګ نشت کړو، او هغه ژوند يې شتۀ کړو او غېر فانى ژوندون يې د زيرى په وسيله څرګند کړو.

11 د دې زېرى د بيانولو دپاره زۀ رسول او اُستاذ مقرر شوم،

12 او هم په دې وجه زۀ دا تکليفونه زغمم. خو زۀ نۀ شرمېږم، ځکه په چا چې ما ايمان راوړے دے زۀ هغه پېژنم، او زما يقين دے چې څۀ چې ما هغۀ ته سپارلى دى د خپلو راتلو تر ورځې پورې هغه د هغې د حفاظت کولو قابل دے.

13 هغه معيارى تعليم چې تا زما نه په عيسىٰ مسيح کښې د ايمان او مينې په وسيله واورېدو په هغې معيار ژوند تېروه.

14 د هغه روحُ القُدس په وسيله چې په مونږ کښې اوسيږى د هغه قيمتى خزانې حفاظت وکړه چې تا ته سپارلے شوې ده.

15 څنګه چې تاسو ته پته ده چې د آسيه صوبې ټول خلق سره د فوګلوسه او هرموګينيسه زما نه منکر شول.

16 مالِک دې د اُنيسفرس په خاندان رحم وکړى ځکه چې زۀ اکثر هغوئ په هر لحاظ تازه کړے يم، او زما د زولنو نه ونۀ شرمېدو،

17 خو کله چې هغه روم ته راغلو نو ډېر په ليوالتيا يې زما لټون وکړو او زۀ يې وموندلم.

18 مالِک دې په هغه لويه ورځ په هغۀ رحم وکړى، او تۀ ښۀ خبر يې چې په اِفِسوس کښې هغۀ څومره ډېر خِدمت وکړو.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan