Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

دوهم تسالونیکیان 3 - Pakistani Yousafzai Pashto


درېم باب زمونږ دپاره دُعا کوئ

1 نو اے وروڼو او خوېندو، زمونږ دپاره دُعا کوئ چې د مالِک کلام زر خور شى او هر چرته داسې عزت حاصل کړى څنګه چې يې ستاسو په مينځ کښې حاصل کړے وو.

2 او دُعا کوئ چې مونږ د بدو او خرابو خلقو نه بچ پاتې شُو ځکه چې ټول ايماندار نۀ دى.

3 خو مالِک وفادار دے، هغه به تاسو تکړه کړى او هغه به تاسو د شېطان نه بچ کړى.

4 او ستاسو په حقله زمونږ په مالِک اعتماد دے چې تاسو اوس هم هغه کارونه کوئ او بيا به يې هم کوئ د کوم چې مونږ درته حکم کړے دے.

5 مالِک دې ستاسو زړونه د خُدائ پاک په مينه او د مسيح په صبر معمور کړى.


ناراسته خلقو ته خبردارے

6 اے عزيزانو، مونږ تاسو ته د خپل مالِک عيسىٰ مسيح په نوم حکم درکوو چې د هغه ايماندارانو سره تعلق مۀ ساتئ څوک چې ناراسته دى او په هغه تعليم عمل نۀ کوى چې مونږ هغوئ له ورکړے دے.

7 ځکه چې تاسو په خپله خبر يئ چې تاسو ته زمونږ په نقش قدم ژوند تېرول په کار دى او کله چې مونږ تاسو سره وُو نو مونږ ناراسته نۀ وُو.

8 او مونږ د چا روټۍ مفت ونۀ خوړه بلکې شپه او ورځ مو خوارى او مشقت سره کار کولو نو چې مونږ په تاسو کښې په چا بوج جوړ نۀ شُو.

9 مونږ ته دا حق حاصل وو چې تاسو نه روټۍ وغواړو بلکې مونږ داسې ونۀ کړل او په کار کولو مونږ خپل ځان تاسو ته نمونه وګرځولو.

10 ځکه کله چې مونږ تاسو سره وُو نو مونږ هغه وخت تاسو ته دا حکم درکړو چې څوک کار کول نۀ غواړى نو هغه دې خوراک هم نۀ کوى.

11 خو مونږ اورو چې په تاسو کښې ځينې ناراسته ژوند تېروى او هيڅ کار نۀ کوى او بلکې د نورو په کار کښې هم ګوتې وهى.

12 نو داسې کسانو له مونږ د مالِک عيسىٰ مسيح په نوم حکم ورکوو او ورته دا وايو چې په آرام سره دې خپل کار کوى او خپله روټۍ دې په خپله ګټى.

13 زما وروڼو او خوېندو، تاسو په نېک کار کښې همت مۀ بائيلئ.

14 او کۀ څوک په دې خط کښې زمونږ وئيلے شوې خبرې نۀ منى نو هغه په نظر کښې ساتئ او د هغوئ سره تعلق مۀ ساتئ چې هغوئ وشرميږى.

15 خو هغوئ دشمنان مۀ ګڼئ بلکې د ايماندارانو وروڼو په شان نصيحت ورته کوئ.


آخرى دُعا او برکت

16 اوس مالِک چې د سلامتۍ سرچينه دے په خپله دې تاسو ته هر وخت او په هر حال کښې سلامتى درکړى. مالِک دې تاسو ټولو سره وى.

17 زۀ پولوس په خپل لاس درته دا سلامونه ليکم او زما په ټولو خطونو کښې د ثبوت دپاره دا زما د ليکلو نښه او طريقه ده.

18 زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح فضل دې تاسو ټولو سره وى.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan