دوهم تسالونیکیان 1 - Pakistani Yousafzai Pashtoاول باب دُعا او سلام 1 د پولوس او سيلوانوس او د تيموتيوس د طرف نه، د تِسالونيکيانو د جماعت دپاره خط چې زمونږ د خُدائ پلار او د مالِک عيسىٰ مسيح دے، 2 په تاسو دې زمونږ د خُدائ پلار او د مالِک عيسىٰ مسيح د طرف نه فضل او سلامتى وى. 3 اے ګرانو وروڼو او خوېندو، ستاسو په حقله مونږ له هر وخت د خُدائ پاک شُکر ويستل په کار دى، او دا مناسب دى ځکه چې ستاسو ايمان نور نور زياتيږى او ستاسو د هر يو مينه د يو بل سره نوره هم زياتيږى. 4 په دې وجه مونږ په خپله د خُدائ پاک په جماعتونو کښې په تاسو فخر کوُو، د هغه ظلم او تکليفونو دپاره چې تاسو يې زغمئ په هغو ټولو کښې ستاسو قائموالے او ايمان ظاهريږى. 5 دا د خُدائ پاک د رښتونى عدالت ثبوت دے د دې دپاره چې تاسو د خُدائ پاک د هغه بادشاهۍ لائق کړى چې د کوم دپاره تاسو تکليفونه هم زغمئ. 6 ځکه چې خُدائ پاک اِنصاف کوونکے دے، هغه به هغوئ نه ستاسو بدل واخلى څوک چې تاسو له تکليف درکوى. 7 او خُدائ پاک به تاسو له آرام درکړى تاسو څوک چې په مصيبت کښې راګېر يئ او هم مونږ له چې کله مالِک عيسىٰ د آسمان نه راڅرګند شى. او د خپلو قوتناکو فرښتو سره راشى، 8 او په شُغله ناک اور سره به هغه هغوئ له سزا ورکړى څوک چې خُدائ پاک نۀ پېژنى او زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح زيرے نۀ منى. 9 هغوئ ته به د ابدى تباهۍ سزا مِلاو شى او د مالِک د حضور او د جلالى قدرت نه به هغوئ جدا شى. 10 په هم هغه ورځ کله چې هغه راشى نو ټول مقدسين به هغۀ له جلال ورکړى او د هغۀ حمد و ثنا به ووائى. په هغوئ کښې به تاسو هم شامل يئ ځکه چې تاسو زمونږ په ګواهۍ ايمان راوړے وو. 11 هم په دې وجه مونږ ستاسو دپاره همېشه دُعا کوُو چې زمونږ خُدائ پاک دې تاسو د خپلې بلنې جوګه کړى، او ستاسو د نېکۍ هر يو خواهش او د ايمان هر يو کار دې په خپل قدرت سره پوره کړى، 12 نو بيا به زمونږ د مالِک عيسىٰ نوم ستاسو د چال چلن په وجه جلال ومومى او تاسو به هم ورسره جلال ومومئ. دا هر څۀ زمونږ د خُدائ پاک او د مالِک عيسىٰ مسيح د فضل په مطابق وشو. |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society