دوېم سموئيل 9 - Pakistani Yousafzai Pashtoنهم باب حضرت داؤد او مفيبوست 1 يوه ورځ داؤد تپوس وکړو، ”د ساؤل د خاندان څوک پاتې دى؟ کۀ څوک وى نو د يونتن د خاطره به زۀ پرې مهربان شم.“ 2 د ساؤل د خاندان يو نوکر راوغوښتے شو چې نوم يې ضيبا وو. بادشاه ترې نه تپوس وکړو، ”تۀ ضيبا يې څۀ؟“ هغۀ جواب ورکړو، ”ستا خِدمت کوونکے حاضر يم.“ 3 بادشاه ترې نه تپوس وکړو، ”د ساؤل په خاندان کښې داسې څوک پاتې دے څۀ چې هغۀ ته وفادارى او مِهربانى وښايم، لکه څنګه چې ما د خُدائ پاک سره وعده کړې ده؟“ ضيبا جواب ورکړو، ”د يونتن يو زوئ تر اوسه پورې شته او هغه په دواړو پښو ګوډ دے.“ 4 بادشاه تپوس وکړو، ”هغه چرته دے؟“ ضيبا ورته ووئيل، ”هغه په لودبار کښې د عمىاېل زوئ مکير په کور کښې دے.“ 5 نو داؤد بادشاه هغه راوغوښتو. 6 کله چې د ساؤل نمسے او د يونتن زوئ مفيبوست راورسېدو، هغه داؤد ته د عزت نه ټيټ شو. داؤد وفرمائيل، ”مفيبوسته.“ او هغۀ ورته ووئيل، ”ستا خِدمتګار حاضر يم.“ 7 داؤد جواب ورکړو، ”يرېږه مه، ستا د پلار په وجه زۀ په تا مِهربانه يم. زۀ به تا له هغه ټوله زمکه واپس درکړم کومه چې ستا د نيکۀ ساؤل وه او تا ته به زما په دسترخوان باندې همېشه هرکلے وئيلے شى.“ 8 مفيبوست يو ځل بيا ټيټ شو او وې وئيل، ”صاحِبه، زما نه خو يو مړ سپے هم ښۀ دے، تۀ زما سره ولې دومره ښۀ يې؟“ 9 بيا بادشاه د ساؤل نوکر ضيبا راوغوښتو او ورته يې وفرمائيل، ”زۀ ستا د نېک نمسى، مفيبوست له هغه هر څۀ ورکوم چې هغه د ساؤل او د هغۀ د خاندان وُو. 10 تۀ، ستا زامن او ستا نوکران به د ساؤل د خاندان زمکه کَرى او فصل به يې راوړى چې هغوئ ته خوراک ملاويږى. خو مفيبوست به همېشه زما په دسترخوان باندې مېلمه وى.“ د ضيبا پينځلس زامن او شل نوکران وُو. 11 ضيبا ورته ووئيل، ”بادشاه سلامت، زۀ به هر هغه څۀ کوم چې تۀ يې حُکم کوې.“ مفيبوست د بادشاه په دسترخوان باندې د بادشاه د زوئ په شان خوراک کولو. 12 د مفيبوست يو زلمے زوئ وو چې نوم يې ميکا وو. د ضيبا د خاندان مکمل کسان د مفيبوست نوکران شول. 13 نو مفيبوست چې په دواړو پښو شل وو هغه په يروشلم کښې اوسېدو، هغۀ به همېشه د بادشاه په دسترخوان خوراک کولو. |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society