Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

دوېم سموئيل 6 - Pakistani Yousafzai Pashto


شپږم باب د لوظ صندوق يروشلم ته راوړل

1 داؤد يو ځل بيا د بنى اِسرائيلو ښۀ فوجيان راغونډ کړل چې ټول دېرش زره سړى وُو،

2 او هغوئ يې په يهوداه کښې بعله ته بوتلل، چې د هغه ځائ نه د خُدائ پاک د لوظ صندوق راوړى چې دا صندوق د ربُ الافواج په نوم ياديږى، چې هغه د وزرو والا مخلوق په مينځ کښې اوسيږى.

3 هغوئ دا په غرۀ باندې د ابينداب د کور نه واخستو او په يوه نوې ګاډۍ باندې يې کېښودو. د ابينداب زامنو عُزه او اخيو ګاډۍ روانه کړې وه،

4 اخيو ورسره مخکښې روان وو.

5 داؤد او ټول بنى اِسرائيليان ګډېدل او د خپل ټول طاقت سره د مالِک خُدائ د درناوى دپاره يې حمد‌و‌ثناء وئيله. هغوئ بينجو، رباب، تمبل، چمټې او د ساز لوښى غږول.

6 کله چې هغوئ د نکون درمند ته راغلل، نو غوَيى په غورزېدو شو او عُزه وروړاندې شو او د لوظ صندوق يې قابو کړو.

7 مالِک خُدائ، خُدائ پاک سمدستى عُزه ته په قهر شو او وې وژلو ځکه چې هغۀ په بې‌ادبۍ سره د لوظ صندوق له لاس وروړے وو. عُزه د لوظ صندوق په خوا کښې مړ شو،

8 نو تر ننه پورې د هغه ځائ نوم فارص‌عُزه دے. داؤد سخت خفه وو ځکه چې مالِک خُدائ په غصه کښې عُزه له سزا ورکړې وه.

9 داؤد د مالِک خُدائ نه ويرېدو او وې فرمائيل، ”زۀ اوس د لوظ صندوق ځان سره واپس څنګه يوسم؟“

10 نو هغۀ دا فېصله وکړه چې هغه به دا د ځان سره يروشلم ته نۀ وړى، نو هغه د لارې نه واوړېدو او صندوق يې د عوبيد ادوم کور ته يوړو، چې هغه د جات د ښار وو.

11 هغه درې مياشتې هلته پروت وو او مالِک خُدائ عوبيد ادوم او د هغۀ خاندان له برکت ورکړو.

12 داؤد بادشاه خبر شو چې مالِک خُدائ د لوظ صندوق په وجه د عوبيد ادوم خاندان او د هغۀ هر څۀ له برکت ورکړے دے، نو هغۀ د عوبيد ادوم د کور نه د لوظ صندوق واخستلو چې د يو لوئ جشن سره يې يروشلم ته يوسى.

13 کومو سړو چې د لوظ صندوق وړلو هغه يو شپږ قدمه تلى وُو، داؤد هغوئ ودرول او په دې دوران کښې هغۀ مالِک خُدائ ته د يو غوَيى او د يو څورب سخى قربانى پېش کړه.

14 داؤد صِرف د لټې يو پېش بند اغوستے وو او د خپل ټول طاقت سره د مالِک خُدائ د درناوى دپاره ګډېدو.

15 نو هغۀ او ټولو بنى اِسرائيلو د چغو او د بيګل د آوازونو سره د لوظ صندوق يروشلم ته يوړو.

16 کله چې د لوظ صندوق ښار ته راروان وو، نو د ساؤل لور ميکل د کړکۍ نه بهر وکتل او وې ليدل چې داؤد بادشاه د مالِک خُدائ په وړاندې ګډيږى او ټوپونه وهى، نو هغې ته هغه سپک ښکاره شو.

17 هغوئ د مالِک خُدائ صندوق راوړو او په خېمه کښې يې په خپل ځائ باندې کېښودو چې داؤد ورله جوړ کړے وو. بيا هغۀ مالِک خُدائ ته سوزېدونکې نذرانې او د سلامتۍ نذرانې پېش کړې.

18 کله چې هغۀ قربانۍ پېش کول ختم کړل نو هغۀ د ربُ الافواج په نوم باندې خلقو له برکت ورکړو

19 او په ټولو باندې يې خوراک تقسيم کړو. هغۀ د بنى اِسرائيلو هر يو سړى او ښځې له يوه يوه غټه ډوډۍ، څۀ کجورې او څۀ کشمش ورکړل. بيا هر يو کس کور ته لاړو.

20 کله چې داؤد خپل کور ته لاړو چې خپل خاندان له مبارکى ورکړى، نو ميکل مِلاوېدو دپاره ورله راووتله. هغې ووئيل، ”د بنى اِسرائيلو بادشاه خو نن د ځان ښۀ درناوے کړے دے. هغۀ د خپلو درباريانو د وينځو په مخکښې د ليونى په شان خپل ځان بې‌پردې کړے دے.“

21 داؤد ورته وفرمائيل، ”زۀ د مالِک خُدائ په مخکښې ګډېږم، چې هغۀ ستا د پلار او د هغۀ د خاندان په ځائ زۀ خوښ کړم او د خپلو بنى اِسرائيلو مشر يې جوړ کړم. نو ځکه زۀ به د مالِک خُدائ د درناوى دپاره ګډېږم،

22 او زۀ به خپل ځان نور هم سپکوم. ستا خيال به دا وى چې زۀ هيڅ هم نۀ يم، خو د دې وينځو په خيال کښې به زۀ دروند يم.“

23 نو د ساؤل د لور ميکل، تر مرګه پورې بچى نۀ وُو.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan