دوېم سموئيل 4 - Pakistani Yousafzai Pashtoڅلورم باب د اشبوست مرګ 1 کله چې د ساؤل زوئ اشبوست دا واورېدل چې ابنير په حبرون کښې قتل شوے دے، نو هغۀ خپله حوصله بائيله او ټول بنى اِسرائيليان ويرېدل. 2 د اشبوست دوه آفسران وُو کوم چې د لښکرو مشران وُو، د هغوئ نومونه بعنه او ريکاب وُو، هغوئ د رِمون زامن وُو چې هغه د بنيامين د قبيلې د بيروت نه وو. بيروت د بنيامين حِصه ګڼلے شى. 3 د دې اصلى اوسېدونکى جيتم ته تښتېدلى وُو چرته چې هغوئ تر نن ورځې پورې د مسافرو په شان اوسيږى. 4 د ساؤل بل اولاد د يونتن زوئ مفيبوست په پښو شل وو، هغه د پينځو کالو وو چې ساؤل او يونتن قتل شو. کله چې د يزرعيل ښار نه د هغوئ د مرګ خبر راورسېدو، نو د هغۀ دايڼې هغه واخستلو او وتښتېدله، خو هغه دومره په تېزۍ کښې وه چې هغه يې وغورزولو او هغه شل شو. 5 ريکاب او بعنه د اشبوست کور ته روان شول او په سره غرمه کښې هلته ورسېدل، هغۀ په دې وخت د غرمې آرام کولو. 6 کله چې هغه څوکيدارې ښځې غنم صفا کول نو هغه خوبَولې شوه او اوده شوه، نو ريکاب او بعنه پټ دننه لاړل. 7 هغوئ سمدستى د اشبوست کوټې ته دننه لاړل، هلته هغه په خپل کټ کښې ملاست وو او هغوئ ووژلو. بيا هغوئ د هغۀ سر پرې کړو، د ځان سره يې يوړو او په هغه ټوله شپه يې د اُردن په وادۍ کښې مزل وکړو. 8 هغوئ د هغۀ سر په حبرون کښې داؤد بادشاه ته پېش کړو او ورته يې ووئيل، ”ستا د دشمن د ساؤل زوئ اشبوست سر دا دے، چا چې ستا د وژلو کوشش کړے وو. بادشاه سلامت، نن مالِک خُدائ تۀ پرېښے يې چې د ساؤل او د هغۀ د اولاد نه بدل واخلې.“ 9 داؤد هغوئ ته وفرمائيل، ”زۀ په ژوندى مالِک خُدائ قسم خورم، چې هغۀ زۀ د ټولو خطرو نه بچ کړے يم. 10 کوم پېغام وړونکے چې په صِقلاج کښې ما له راغلو او د ساؤل د مرګ نه يې خبر کړم د هغۀ خيال دا وو چې ګنې هغۀ يو زېرے راوړے دے خو هغه ما ونيولو او ومې وژلو. هغۀ له ما په زېرى کښې داسې اِنعام ورکړو. 11 تاسو بدعمله سړو د هغۀ نه هم زيات بد عمل کړے دے چې د هغۀ په خپل کور کښې يو بېګناه سړے مو په اودو وژلے دے. اوس به زۀ ستاسو نه د هغۀ د وژلو بدله واخلم او زۀ به تاسو د زمکې د مخ نه لرې کړم.“ 12 نو داؤد حُکم وکړو او د هغۀ فوجيانو ريکاب او بعنه ووژل او د هغوئ لاسونه او پښې يې پرې کړې، هغوئ دا په حبرون کښې د تالاب سره نزدې راځوړند کړل. هغوئ د اشبوست سر واخستلو او هلته په حبرون کښې يې د ابنير په قبر کښې ښخ کړو. |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society