Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

دوېم سموئيل 21 - Pakistani Yousafzai Pashto


يويشتم باب د ساؤل د اولاد قتل کېدل

1 د داؤد په بادشاهۍ کښې درې کاله ډېر سخت قحط وو. نو داؤد د مالِک خُدائ سره د دې په حقله خبره وکړه او مالِک خُدائ وفرمائيل، ”ساؤل او د هغۀ خاندان خُون کړے دے، ځکه چې هغۀ د جبعون قبيلې خلق ووژل.“

2 (د جبعون خلق اِسرائيليان نۀ وُو، هغوئ د اموريانو ژوندۍ پاتې شوې يوه وړه ډله وه او اِسرائيلو دا لوظ کړے وو چې هغوئ به ژوندى پرېږدى خو ساؤل د يهوداه او د اِسرائيل د قوم پرستۍ په وجه غوښتل چې اموريان تباه کړى.)

3 نو داؤد د جبعون خلق راوغوښتل او هغوئ ته يې ووئيل، ”زۀ ستاسو دپاره څۀ وکړم؟ تاسو سره چې کومه غلطى شوې وه نو زۀ د هغې تاوان درکول غواړم، نو چې تاسو د مالِک خُدائ د خلقو دپاره برکت وغواړئ.“

4 هغوئ جواب ورکړو، ”د ساؤل او د هغۀ د خاندان سره زمونږ لانجه په سپينو او سرو زرو باندې نۀ حل کيږى او نۀ مونږ ته دا حق چې يو اِسرائيلے ووژنو.“ داؤد ترې نه تپوس وکړو، ”نو بيا ستاسو څۀ خيال دے چې ستاسو دپاره څۀ وکړم؟“

5 هغوئ ورته ووئيل، ”ساؤل زمونږ داسې تباه کول غوښتل چې د اِسرائيل په مُلک کښې زمونږ يو کس هم ژوندے پاتې نۀ شى.

6 نو د هغۀ د اولاد نه اووۀ نران مونږ ته حواله کړه او مونږ به يې په جبعه کښې د مالِک خُدائ په وړاندې ووژنو او ځوړند به يې کړُو، چې هغه د مالِک خُدائ د خوښ کړے شوى بادشاه، ساؤل ښار دے.“ نو بادشاه ورته وفرمائيل، ”زۀ به هغوئ تاسو ته حواله کړم.“

7 خو د مالِک خُدائ په نوم د هغه قسم په وجه چې هغۀ او يونتن د يو بل سره کړے وو، داؤد مفيبوست ژوندے پرېښودو، مفيبوست د ساؤل نمسے او د يونتن زوئ وو.

8 خو هغۀ ارمونى او مفيبوست بوتلل، د ساؤل دا دوه زامن چې د آيه د لور رِصفخ نه پېدا شوى وُو، هغۀ د ساؤل د لور ميرب پينځۀ زامن هم بوتلل، چې د برزلى د زوئ ادرعى نه يې پېدا شوى وُو، چې هغه د محوله وو.

9 داؤد هغوئ د جبعون خلقو ته حواله کړل، چې د مالِک خُدائ په مخکښې يې په غرۀ باندې قتل کړل، نو ټول اووۀ واړه په يو ځائ مړۀ شول. سپرلے په ختمېدو وو او د اوربشو لَو شروع وو، چې هغوئ ووژلے شول.

10 بيا د ساؤل بله ښځه د آيه لور رِصفخ د ټاټ کپړه واخستله چې د ځان دپاره په هغه ګټ باندې څپر جوړ کړى چرته چې مړى پراتۀ وُو او د لَو د شروع کېدو نه واخله د خزان بارانونو د شروع کېدو پورې هغه هلته ايساره شوه. د ورځې به هغې د مړو نه مارغان شړل او د شپې به يې دا د ځنګلى ځناورو نه بچ کول.

11 چې داؤد خبر شو چې رِصفخ څۀ کړى وُو،

12 نو هغه لاړو او په جِلعاد کښې يې د يبيس د خلقو نه د ساؤل او د هغۀ د زوئ يونتن هډُوکى واخستل. (هغوئ دا په بيت‌شان کښې د بازار نه پټ کړى وُو، چرته چې فلستيانو لاشونه راځوړند کړى وُو. دا په هغه وخت وُو چې په کومه ورځ هغوئ د جِلبوعه په غرۀ باندې ساؤل وژلے وو.)

13 داؤد د ساؤل او يونتن او د هغه اوو سړو هډُوکى هم يوړل چې کوم ځوړند کړے شوى وُو.

14 بيا هغوئ د بنيامين په علاقه ضِلع کښې د ساؤل پلار قيس په قبر کښې د ساؤل او د يونتن هډُوکى ښخ کړل، هم هغه شان چې څنګه بادشاه حُکم کړے وو. او د هغې نه پس خُدائ پاک د هغوئ د مُلک دپاره سوال قبول کړو.


د فلستيانو خِلاف جنګونه

15 د فلستيانو او د اِسرائيل په مينځ کښې يو بل جنګ وشو او داؤد او د هغۀ سړى لاړل او فلستيانو سره يې جنګ وکړو. په يو جنګ کښې داؤد ستړے شو.

16 د دېوانو د نسل اشبى‌بنوب د زېړو يوه نېزه روانه کړې وه چې تقريباً درې نيم کلو وزن يې وو او يوه نوې تُوره هم ورسره وه، د هغۀ اراده دا وه چې داؤد ووژنى.

17 خو د ضروياه زوئ ابيشے د داؤد د مدد دپاره راغلو او په دېو باندې يې حمله وکړه او وې وژلو. بيا د داؤد سړو د داؤد نه لوظ واخستلو چې هغه به بيا هيڅکله د هغوئ سره جنګ له نۀ ځى. هغوئ ووئيل، ”تۀ د بنى اِسرائيلو دپاره لکه د رڼا اُميد يې او مونږ دا رڼا ختمېدل نۀ غواړُو.“

18 د دې نه پس په جوب کښې د فلستيانو سره يو بل جنګ وشو، چې په هغې کښې د حوسى قبيلې سِبکى يو دېو ووژلو چې د هغه دېو نوم سف وو.

19 د فلستيانو سره يو بل جنګ په جوب کښې وشو او د بيت‌لحم د يائير زوئ اِلحنان د جات جوليت ووژلو چې د هغۀ نېزه د کوټې د ستنې په شان غټه وه.

20 بيا په جات کښې يو بل جنګ وشو چې په کښې يو دېو وو چې د هغۀ د هر لاس او د هرې پښې شپږ شپږ ګوتې وې.

21 هغۀ په اِسرائيليانو پورې خندا وکړه او د داؤد ورور د سِمعه زوئ، يونتن هغه ووژلو.

22 دا څلور د جات د دېوانو اولاد وو او داؤد او د هغۀ سړو دوئ وژلى وُو.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan