دوېم سموئيل 16 - Pakistani Yousafzai Pashtoشپاړسم باب حضرت داؤد او ضيبا 1 کله چې داؤد د غرۀ د سر نه لږ مخکښې تلے وو، نو هغه ناڅاپه د مفيبوست د نوکر ضيبا سره مِلاو شو، د هغۀ سره دوه خرونه وُو چې دوه سوو ډوډو، يو سل موټى کشمشو، سل موټى د اوړى مېوو او د ميو ډکه يوه مشکيزه پرې بار وُو. 2 داؤد بادشاه ترې نه تپوس وکړو، ”تۀ په دې ټولو څيزونو باندې څۀ کوې؟“ ضيبا ورته ووئيل، ”بادشاه سلامت، خرۀ ستا د خاندان د سورلۍ دپاره دى، روټۍ او مېوې د دې سړو د خوراک دپاره دى او مے د دوئ د څښلو دپاره دى چې کله دوئ په صحرا کښې ستړى وى.“ 3 بادشاه ترې نه تپوس وکړو، ”ستا د نېک ساؤل نمسے مفيبوست چرته دے؟“ ضيبا ورته ووئيل، ”هغه په يروشلم کښې ايسار دے، ځکه چې د هغۀ خيال دا دے چې بنى اِسرائيليان به هغۀ له د هغۀ د نيکۀ ساؤل بادشاهى بيا ورکړى.“ 4 بادشاه ضيبا ته وفرمائيل، ”د مفيبوست سره چې څۀ هم دى هغه ستا شول.“ ضيبا جواب ورکړو، ”زۀ ستا په وړاندې د عزت نه ټيټېږم، بادشاه سلامت، تۀ دې زما نه همېشه خوشحاله اوسې.“ حضرت داؤد او سِمعى 5 کله چې داؤد بادشاه بحوريم ته ورسېدو، نو د ساؤل يو خپلوان د جيرا زوئ سِمعى د مِلاوېدو دپاره ورله راووتلو، کله چې هغه راروان وو نو کنځل يې کول. 6 سِمعى داؤد او د هغۀ آفسران په کاڼو وويشتل، اګر چې د داؤد سره خپل سړى او فوجيان هم څنګ په څنګ ولاړ وُو. 7 سِمعى کنځلې کولې او وې ووئيل، ”اوځه، اوځه. قاتِله، مجرمه. 8 تا د ساؤل نه بادشاهى واخستله او اوس مالِک خُدائ ستا نه بدله اخلى ځکه چې تا د ساؤل د خاندان ډېر کسان وژلى دى. مالِک خُدائ ستا زوئ ابىسلوم له بادشاهى ورکړې ده، اے قاتِله، تۀ تباه يې.“ 9 ابيشى ووئيل چې د هغۀ مور ضروياه وه، ”بادشاه سلامت، تا دا مردار سپے ولې پرېښودو چې کنځلې درته وکړى؟ ما له اجازت راکړه چې زۀ ورشم او سر ترې نه پرې کړم.“ 10 بادشاه ابيشى او د هغۀ ورور يوآب ته وفرمائيل، ”دا ستا کار نۀ دے. کۀ هغه ما ته کنځل کوى او هغۀ ته مالِک خُدائ دا فرمائيلى وى، نو څوک دا حق لرى چې تپوس ترې نه وکړى چې دا ولې کوې؟“ 11 نو داؤد ابيشى او خپلو ټولو آفسرانو ته وفرمائيل، ”زما خپل زوئ زما د وژلو کوشش کوى، تاسو په دې بنيامينى باندې ولې حېرانېږئ؟ مالِک خُدائ ورته فرمائيلى دى چې ما ته کنځلې وکړى، نو هغه پرېږدئ چې هم داسې کوى. 12 کېدے شى چې مالِک خُدائ زما مشکل ووينى او نن ما سره د دې کنځلو په بدل کښې ښۀ وکړى.“ 13 نو داؤد او د هغۀ سړى په لاره روان وُو. سِمعى هم په نزدې غر باندې روان وو، هغۀ کنځلې کولې او په روانه کښې يې هغوئ په کاڼو ويشتل او خاورې يې پرې اچولې. 14 کله چې بادشاه او د هغۀ ټول سړى اُردن ته ورسېدل نو هغوئ سخت ستړى وُو او هلته هغوئ آرام وکړو. ابىسلوم په يروشلم کښې 15 ابىسلوم او د هغۀ سره ټول بنى اِسرائيليان يروشلم ته ننوتل او اخىتُفل د هغوئ سره وو. 16 کله چې د داؤد اعتبارى ملګرے حوسى د ابىسلوم سره مِلاو شو نو هغۀ چغه کړه، ”بادشاه سلامت، زندهباد. بادشاه سلامت، زندهباد.“ 17 ابىسلوم ترې نه تپوس وکړو، ”ستا د خپل دوست داؤد سره وفادارى چرته لاړه؟ تۀ د هغۀ سره ولې لا نۀ ړې؟“ 18 حوسى ورته ووئيل، ”ما داسې څنګه کړى وے؟ زۀ د هغه چا په طرف يم چې څوک د مالِک خُدائ، دې خلقو او ټولو بنى اِسرائيلو خوښ کړے وى. زۀ به تا سره ايسار شم. 19 د دې نه علاوه، زۀ چې د خپل نېک د زوئ خِدمت نۀ کوم نو د چا به کوم؟ څنګه چې ما ستا د پلار خِدمت کړے دے، نو زۀ به ستا خِدمت هم کوم.“ 20 بيا ابىسلوم اخىتُفل ته وروګرځېدو او ورته يې ووئيل، ”تۀ مونږ له خپله مشوره راکړه چې مونږ څۀ وکړُو؟“ 21 اخىتُفل ورته ووئيل، ”لاړ شه او د خپل پلار د وينځو سره څمله کومې يې چې د ځان نه وروستو پرېښودلې دى چې د محل خيال ساتى. نو بيا به په بنى اِسرائيلو کښې هر چا ته پته ولګى چې تا په څرګنده د خپل پلار بېعزتى کړې ده نو داسې ستا ملګرى به نور هم تکړه شى.“ 22 نو هغوئ د محل په چت باندې د ابىسلوم دپاره يوه خېمه ولګوله او د ټولو خلقو په مخکښې ابىسلوم ورننوتلو او د خپل پلار د وينځو سره څملاستو. 23 په هغه ورځو کښې به چې اخىتُفل کومه مشوره ورکوله نو هغه به داسې منلے شوه لکه چې دا بلکل د خُدائ پاک خبره وى، داؤد او ابىسلوم دواړو به منله. |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society