دوېم پطروس 3 - Pakistani Yousafzai Pashtoدرېم باب د مالِک د راتلو لوظ 1 ګرانو دوستانو، دا زما دوېم خط دے چې تاسو ته يې ليکم. په دواړو کښې زۀ ستاسو صفا زړونه راپاروم او درته يادګيرنه کوم. 2 زۀ غواړم چې تاسو هغه پېشګويانې رايادې کړئ چې پاکو نبيانو مخکښې کړى دى او د مالِک او خلاصوونکى هغه حُکم ياد ساتئ چې تاسو ته ستاسو د رسولانو په وسيله درکړے شوے دے. 3 تاسو ته د ټولو نه اول په دې ځان پوهول په کار دى چې په آخرو ورځو کښې به داسې ټوقماران راشى چې مسخرې به کوى او د خپلو خواهشاتو په مطابق به چليږى. 4 او وائى به چې، ”د هغۀ د راتلو وعده څۀ شوه؟ ځکه چې د کله نه چې زمونږ پلار نيکۀ مړۀ شوى دى د هغه وخت نه تر اوسه پورې هر څۀ هم هغه شان دى لکه چې د مخلوق د شروع نه وُو.“ 5 هغوئ خو قصداً دا حقيقت هېروى چې د خُدائ پاک د کلام په وسيله آسمانونه د ډېر پخوا نه پېدا شوى دى، او زمکه د اوبو نه جوړه ده او د اوبو په وسيله پېدا شوې ده. 6 نو بيا هم د دغه اوبو په وسيله د هغه تېر وخت دُنيا غرقه او هلاکه شوه. 7 خو په هم هغه کلام کوم آسمانونه او زمکه چې اوس موجود دى د کلام په وسيله په اور کښې د سوزولو دپاره وساتلے شول، او دا به د بېدينه خلقو د عدالت او هلاکت تر ورځې پورې محفوظ وساتلے شى. 8 خو زما ملګرو، دا حقيقت دې ستاسو نه هېر نۀ شى چې د مالِک په نزد يوه ورځ د زرو کالو برابره ده او زر کاله د يوې ورځې برابر دى. 9 مالِک په خپل لوظ کښې سستى نۀ کوى لکه چې بعضې خلقو ته سستى ښکارى بلکې هغه ستاسو په حقله صبر کوى، او هغه غواړى چې څوک هم هلاک نۀ شى بلکې چې ټول توبه وباسى. 10 خو د مالِک خُدائ د قيامت ورځ به لکه د غل په شان راشى، او په هغه ورځ به آسمانونه ډېر په ګړبړ د نظر نه پناه شى، يعنې ستورى سيارې به د اور په سخت تاو سره ويلى شى، او زمکه او په هغې د بنى آدمو ټول شوى کارونه به ښکاره شى. 11 نو څنګه چې ټول څيزونه په دې طريقه هم ويلى کېدونکى دى نو بيا تاسو ته په پاک چال چلن او په ديندارۍ کښې څنګه ژوند کول په کار دى؟ 12 تاسو د خُدائ پاک د هغه ورځې د راتلو اِنتظار کوئ چې هغه زر راشى چې د کومې په وجه به آسمانونه په اور کښې وسوزى او برباد به شى، او ستورى او سيارې به د اور د تاو نه ويلى شى. 13 خو د هغۀ د لوظ په مطابق مونږ د نوؤ آسمانونو او نوې دُنيا اِنتظار کوُو چې د صداقت نه ډکه وى. 14 په دې وجه زما ګرانو دوستانو، کله چې تاسو د دې خبرو په اِنتظار کښې يئ نو کوشش کوئ چې کله د هغۀ سره مخامخ کېږئ نو چې د سلامتۍ په حالت کښې بېداغه او بېعېبه يئ. 15 او تاسو زمونږ د مالِک صبر لکه د خلاصون وګڼئ نو دغسې زمونږ خوږ ورور پولوس هم د خپل ورکړے شوى حِکمت په مطابق درته وليکل، 16 او په خپلو ټولو خطونو کښې يې دا خبرې ليکلى دى. په هغوئ کښې ځينې خبرې داسې دى چې پرې پوهېدل ګران دى، او جاهلان او سپک خلق د دې معنىٰ بدلوى لکه څنګه چې هغوئ د نورو صحيفو معنىٰ بدلوى او د ځانونو دپاره هلاکت پېدا کوى. 17 زما ګرانو دوستانو، څنګه چې تاسو د اول نه خبر يئ، نو بېدار اوسئ چې د بېدينو خلقو په غلطيانو سره بېلارې نۀ شئ، او خپل مضبوطوالے پرې نۀ ږدئ. 18 بلکې زمونږ د مالِک او خلاصوونکى عيسىٰ مسيح په فضل او عِلم کښې ترقى وکړئ. د هغۀ جلال دې اوس هم وى او تل تر تله دې وى. آمين. |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society