Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

دوېم پطروس 1 - Pakistani Yousafzai Pashto


اول باب دُعا او سلام

1 د شمعون پطروس د طرف نه چې د عيسىٰ مسيح غلام او رسول دے، د هغه خلقو په نوم چې زمونږ د خُدائ پاک او د خلاصوونکى عيسىٰ مسيح په صداقت کښې يې زمونږ په شان قيمتى ايمان موندلے دے.

2 زمونږ د خُدائ پاک او مالِک عيسىٰ د پېژندګلو په وجه دې په تاسو ډېر ډېر فضل او سلامتى وى.


د ايماندار رابلل او غوره کول

3 خُدائ پاک د خپل الٰهى قُدرت په وسيله مونږ له هر هغه څۀ راکړل کوم چې د ديندارۍ ژوندون تېرولو دپاره ضرورى دى. دا هر څۀ مونږ ته د هغۀ د پېژندګلو په وجه راکړے شوى دى، يعنې هغه چا چې مونږ د خپل خاص جلال او نېکۍ په وسيله راوبللو.

4 او هم د دې په وسيله هغۀ مونږ سره خپلې قيمتى او ډيرې لوئې وعدې وکړې، د دې دپاره چې تاسو د هغۀ په الاهى فطرت کښې شريک شئ نو چې تاسو د هغه خرابو کارونو نه بچ شئ کوم چې د دې دُنيا په وجه پېدا کيږى.

5 په دې وجه تاسو خپل پوره کوشش وکړئ چې په خپل ايمان کښې نېکى زياته کړئ، او په نېکۍ کښې عِلم،

6 او په عِلم کښې پرهيزګارى، او په پرهيزګارۍ کښې صبر، او په صبر کښې ديندارى،

7 او په ديندارۍ کښې ورورولى عزيزولى، او په ورورولۍ او عزيزولۍ کښې مينه زياته کړئ.

8 ځکه کۀ دا خبرې په تاسو کښې وى او زياتيږى نو دا تاسو زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح په پېژندګلو کښې بې‌کاره او بې‌مېوې کېدو نه بچ کوى.

9 خو په چا کښې چې دا خويونه نۀ وى، نو د هغۀ نظر دومره کم دے چې ړندېدو ته نزدې دے او د خپلو وړومبو ګناهونو نه پاک کېدل يې هېر کړى دى.

10 نو په دې وجه اے وروڼو او خوېندو، د خپلې بلنې او غوره والى د ثابتولو زيات کوشش کوئ، ځکه کۀ تاسو داسې اخلاق ساتئ نو هيڅکله به تيندک ونۀ خورئ.

11 په دې طريقه د دې سره به تاسو زمونږ د مالِک او خلاصوونکى عيسىٰ مسيح په ابدى بادشاهۍ کښې ډېر په عزت سره داخل کړے شئ.

12 په دې وجه به زۀ تاسو ته همېشه دا خبرې دريادوم، اګر کۀ تاسو د مخکښې نه د دې نه خبر يئ او په هغه حق خبرې قائم يئ چې تاسو ته وئيلے شوې وه.

13 او ترڅو چې زۀ ژوندے يم، تاسو ته په دريادولو او پارولو دا خبره په خپل ځان ضرورى ګڼم.

14 ما ته پته ده چې زما د مرګ وخت رانزدې دے ځکه چې زمونږ مالِک عيسىٰ مسيح ما ته ښکاره وئيلى دى.

15 او زۀ به خپل پوره کوشش کوم چې زما د مرګ نه پس به تاسو ته همېشه دا خبرې يادې وى.


د حضرت عيسىٰ مسيح جلال او د نبوت کلام

16 ځکه چې مونږ په هغه قيصو پسې نه ځو چې په چالاکۍ سره جوړې شوې دى کله چې مونږ تاسو د خپل مالِک عيسىٰ مسيح د قدرت او د راتلو په حقله خبر کړئ، بلکې مونږ د هغۀ جلال په خپلو سترګو ليدلے دے.

17 کله چې هغۀ ته د خُدائ پلار عزت او جلال حاصل شو نو ورته د هغه بهتر جلال نه آواز راغلو چې، ”دا زما محبوب زوئ دے د چا نه چې زۀ راضى يم.“

18 مونږ په خپله دا آواز د آسمان نه واورېدو، کله چې مونږ د هغۀ سره په مقدس غرۀ باندې وُو.

19 نو مونږ سره د نبوت هغه کلام دے چې ډېر معتبر دے، دا به تاسو ښۀ وکړئ چې په دې داسې غور وکړئ لکه چې ډيوه په يو تيارۀ ځائ کښې رڼا ورکوى، ترڅو چې سحر شى او د سبا ستورى ستاسو په زړونو کښې وځليږى.

20 خو د هر څۀ نه اول تاسو ته په دې خبره پوهېدل په کار دى چې د کِتاب مقدس يوه پېشګوئې هم د نبى خپل سوچ نۀ دے.

21 ځکه چې يوه پېشګوئې هم کله د بنى آدم په خپله رضا نۀ ده نازله شوې، بلکې بنى آدمو د روحُ القُدس په وجه د خُدائ پاک د طرف نه خبرې کولې.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan