Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

دوېم بادشاهان 21 - Pakistani Yousafzai Pashto


يويشتم باب د يهوداه بادشاه منسى

1 منسى د دولسو کالو وو چې هغه د يهوداه بادشاه جوړ شو او هغۀ په يروشلم پينځۀ پنځوس کاله بادشاهى وکړه. د هغۀ مور حفصيباه وه.

2 منسى د هغه قومونو پليت رِواجونه کول چې مالِک خُدائ د اِسرائيلو نه وړاندې شړلى وُو، او په دې کولو يې د مالِک خُدائ خِلاف ګناه وکړه.

3 هغۀ د غېرو قومونو د عبادت ځايونه بيا جوړ کړل کوم چې د هغۀ پلار حزقياه تباه کړى وُو، هغۀ د بعل د عبادت دپاره قربان‌ګاه جوړې کړې او د اِسرائيل بادشاه اخى‌اب په شان د اشيرې بُت نښه يې جوړه کړه. منسى د ستورو عبادت هم کولو.

4 هغۀ د مالِک خُدائ په کور کښې د غېرو قومونو قربان‌ګاه جوړې کړې، په هغه ځائ کښې چې مالِک خُدائ فرمائيلى وُو، ”زما نوم به په يروشلم کښې همېشه باقى پاتې وى.“

5 د مالِک خُدائ د کور په دوو دربارونو کښې هغۀ د ستورو د عبادت دپاره قربان‌ګاه جوړې کړې.

6 هغۀ خپل زوئ د سوزېدونکې نذرانې په توګه پېش کړو. هغۀ د کوډو او جادو نه کار واخستو او قسمت ښودونکو او فالګرو سره يې مشورې کولې. هغۀ د مالِک خُدائ خِلاف لويه ګناه وکړه او د هغۀ غصه يې راوپاروله.

7 هغۀ د اشيرې بُت نښه د مالِک خُدائ په کور کښې کېښوده، چې د دې په حقله مالِک خُدائ داؤد او د هغۀ زوئ سليمان ته فرمائيلى وُو، ”په يروشلم کښې، په دې کور کښې هغه ځائ دے چې ما د بنى اِسرائيلو د ټولو دولسو قبيلو نه خوښ کړے دے چې چرته به زما د نوم درناوے کيږى.

8 او کۀ اِسرائيليان زما ټول حُکمونه منى او هغه ټول قانون ومنى چې زما خِدمت کوونکى موسىٰ هغوئ له ورکړے دے، نو هغوئ به د هغه مُلک نه نۀ شى شړلے چې ما د هغوئ پلار نيکۀ له ورکړے وو.“

9 خو د يهوداه خلقو د مالِک خُدائ تابعدارى نۀ کوله او منسى هغوئ د هغې نه هم لويو ګناهونو کولو طرف ته بوتلل چې کوم هغه قومونو کړى وُو چې مالِک خُدائ هغوئ د هغه مُلک نه شړلى وُو چې په کوم وخت کښې د هغۀ خلق مخ په وړاندې تلل.

10 د خپلو خِدمت کوونکو پېغمبرانو په ذريعه مالِک خُدائ فرمائيلى وُو،

11 ”منسى بادشاه حرام کارونه کړى دى، د هغه کارونو نه هم ډېر بد چې کوم کنعانيانو کړى وُو، او هغۀ د خپلو بُتانو سره د يهوداه خلق د ګناه طرف ته بوتلى وُو.

12 نو زۀ مالِک خُدائ د اِسرائيل خُدائ پاک په يروشلم او په يهوداه يو داسې افت راولم چې هر څوک د دې نه خبر شى نو په هغوئ به وېښتۀ زيګ‌زيګ ودريږى.

13 زۀ به يروشلم له داسې سزا ورکړم لکه چې سامريه، د اِسرائيل بادشاه اخى‌اب او د هغۀ اولاد له مې ورکړې وه. زۀ به يروشلم د دې د خلقو نه داسې خالى کړم، لکه چې څوک لوښے صفا کړى او په بل مخ يې واړوى.

14 چې کوم خلق ژوندى پاتې وى نو زۀ به يې پرېږدم او خپلو دشمنانو ته به يې حواله کړم، چې فتح يې کړى او د هغوئ مُلک لوټ کړى.

15 زۀ د خپلو خلقو سره داسې ځکه کوم چې هغوئ زما خِلاف ګناه کړې ده. او د هغه وخت نه چې د هغوئ پلار نيکۀ د مِصر نه راوتلى دى تر نن ورځې پورې يې زما غصه راپارولې ده.“

16 منسى دومره ډېر بې‌ګناه خلق قتل کړل چې د يروشلم د يو سر نه تر بل سر پورې وينې بهېدلې، د دې نه علاوه هغۀ د يهوداه خلق د بُت پرستۍ طرف ته بوتلل او هغوئ يې دې ته جوړ کړل چې د مالِک خُدائ خِلاف ګناه وکړى.

17 نور هر څۀ چې منسى کړى وُو، سره د هغه ګناهونو چې هغۀ کړى وُو، نو هغه د يهوداه د بادشاهانو په تاريخ کښې ليکلے شوى دى.

18 منسى مړ شو او د محل په باغ يعنې د عُزا په باغ کښې ښخ شو، د هغۀ زوئ امون د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو.


د يهوداه بادشاه امون

19 امون د دوويشتو کالو وو چې هغه د يهوداه بادشاه جوړ شو او دوه کاله يې په يروشلم بادشاهى وکړه. د هغۀ مور مسلمت وه چې د يُطبه د ښار د حروص لور وه.

20 د خپل پلار منسى په شان، هغۀ هم د مالِک خُدائ خِلاف ګناه وکړه،

21 هغه د خپل پلار په نقش قدم باندې روان وو او چې د هغۀ پلار د کومو بُتانو خِدمت کړے وو نو هغۀ هم ورته سجدې لګولې.

22 هغۀ مالِک خُدائ، د خپل پلار نيکۀ خُدائ پاک رد کړو او د مالِک خُدائ د حُکمونو نافرمانى يې وکړه.

23 د امون آفسرانو د هغۀ خِلاف منصوبه جوړه کړه او په محل کښې يې ووژلو.

24 د يهوداه خلقو د امون قاتِلان ووژل او د هغۀ زوئ يوسياه يې د هغۀ په ځائ بادشاه جوړ کړو.

25 امون چې نور هر څۀ کړى وُو هغه د يهوداه د بادشاهانو په تاريخ کښې ليکلے شوى دى.

26 امون د عُزا د باغ په اديره کښې ښخ شو او د هغۀ زوئ يوسياه د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan