Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

دوېم بادشاهان 12 - Pakistani Yousafzai Pashto


دولسم باب د يهوداه بادشاه يوآس

1 د اِسرائيل د بادشاه ياهُو د بادشاهۍ په اوؤم کال، يوآس د يهوداه بادشاه شو او هغۀ څلوېښت کاله په يروشلم کښې بادشاهى وکړه. د هغۀ مور ضِبياه د بيرسبع وه.

2 هغۀ ټول عُمر هغه کار کولو چې مالِک خُدائ پرې رضا کېدو، ځکه چې يهويدع اِمام هغۀ له دا مشوره ورکوله.

3 خو علاقائى عبادتخانې نۀ وې تباه شوى او خلقو بيا بيا هلته قربانۍ پېش کولې او خوشبوئى سوزولې.

4 يوآس اِمامان راوغوښتل او دا حُکم يې ورکړو چې هغه پېسې بچت کوئ چې د مالِک خُدائ په کور کښې د مقدسو نذرانو، د هرې ورځې قربانۍ او د رضاکارانه نذرانو دپاره ورکولے شى.

5 هر يو اِمام به پېسې اخلى او د ضرورت په مطابق به يې د مالِک خُدائ د کور په مرمت کښې استعمالوى.

6 خو د يوآس د بادشاهۍ په درويشتم کال پورې هم اِمامانو د مالِک خُدائ په کور کښې څۀ مرمت نۀ وو کړے.

7 نو هغۀ يهويدع او نور اِمامان راوغوښتل او د هغوئ نه يې تپوس وکړو، ”تاسو د مالِک خُدائ کور ولې نۀ دے مرمت کړے؟ تاسو به نورې پېسې نۀ اخلئ. د نن نه پس به دا صرف د مالِک خُدائ د کور په مرمت کښې استعمالولے شى.“

8 اِمامان دې ته راضى شول چې هغوئ به د خلقو نه نورې پېسې نۀ راغونډوى خو د مالِک خُدائ کور مرمت کولو ته يې هم غاړه ونۀ نيوله.

9 بيا يهويدع يو صندوق واخستلو، د دې په سر کښې يې سورے وکړو او صندوق يې د قربان‌ګاه ښى طرف ته کېښودو، چې د مالِک خُدائ کور ته د ننوتو ځائ سره وو. خلقو چې کومه چنده ورکوله نو د ننوتو په ځائ کښې مقرر شوى اِمام به هغه ټوله په صندوق کښې اچوله.

10 چې کله به هم په صندوق کښې ډېرې پېسې جمع شوې، نو شاهى منشى او مشر اِمام به راتلل، هغه پېسې به يې وشمېرلې چې د مالِک خُدائ کور ته به راوړلے شوې وې او په کڅوړو کښې به يې واچولې.

11 بيا به هغوئ دا پېسې هغه سړو له ورکولې چې د مالِک خُدائ په کور کښې د کار ذمه وار وُو او هغوئ به ترې نه ترکاڼانو، مِعمارانو،

12 ګِلکارانو او د کاڼو جوړوونکو له ورکولې، هغه لرګى او کاڼى به يې پرې اخستل چې په مرمت کښې استعمالېدل او نور ټول ضرورى څيزونه به يې پرې اخستل.

13 د سپينو زرو پيالو، جامونو، بيګلو، د ډيوو سرپوښونه، يا د سرو زرو يا سپينو زرو نورو سامانونو دپاره څۀ پېسې هم نۀ وې استعمال شوې.

14 دا پېسې مزدورانو له ورکولے شوې او د مرمت سامان ورباندې اخستلے شو.

15 ذمه وارو سړو په صداقت سره کار کولو، نو د پېسو د حِساب کِتاب ضرورت نۀ پېښېدو.

16 خو د ګناه د تاوان د نذرانو او د ګناه د نذرانو دپاره ورکړے شوې پېسې د مالِک خُدائ په کور کښې نۀ استعمالېدې، دا د اِمامانو وې.

17 په هغه وخت د شام بادشاه حِزائيل د جات په ښار باندې حمله وکړه او هغه يې فتح کړو، بيا هغۀ په يروشلم باندې د حملې کولو فېصله وکړه.

18 د يهوداه بادشاه يوآس هغه ټولې نذرانې واخستلې چې د هغۀ پلار نيکۀ يهوسفط، يهورام او اخزياه مالِک خُدائ ته وقف کړې وې او د دې سره يې خپلې نذرانې او د مالِک خُدائ کور او د محل د خزانو ټول سرۀ زر يې هم ورسره يو ځائ کړل او دا هر څۀ يې حِزائيل بادشاه له په تُحفه کښې ولېږل، نو خزائيل بادشاه بيا خپل فوج د يروشلم نه واپس بوتلو.

19 يوآس بادشاه چې نور هر څۀ هم کړى دى هغه د يهوداه د بادشاهانو په تاريخ کښې ليکلے شوى دى.

20-21 د يوآس بادشاه آفسرانو د هغۀ خِلاف منصوبه جوړه کړه او په هغوئ کښې دوو کسانو يعنې د سماعت زوئ يوسکار او د شومير زوئ يهوزبد هغه په هغه کور کښې ووژلو چې په هغه لار باندې جوړ وو چې د يروشلم نمرخاتۀ طرف ته لاندې سِلا ته ځى. يوآس د داؤد په ښار کښې په شاهى اديره کښې ښخ شو او د هغۀ زوئ امصياه د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan