دوېم يوحنا 1 - Pakistani Yousafzai Pashtoدُعا او سلام 1 دا خط د مشر د طرفه هغه منتخب شوې ښځې او د هغې بچو ته دے، چا سره چې زما په رښتيا مينه ده، يواځې زۀ نه، بلکې د هغه ټولو څوک چې د حق نه خبر دى، 2 د هغه حق د خاطره چې په مونږ کښې اوسيږى او تل تر تله به مونږ سره وى. 3 د خُدائ پلار او د هغۀ د زوئ عيسىٰ مسيح فضل، رحم او سلامتى به په حقيقت او مينې سره په مونږ کښې وى. په حقيقت او مينه کښې اوسېدل 4 زۀ په دې ډېر خوشحاله شوم چې مې واورېدل چې ستاسو څۀ بچى د حق په لار روان دى لکه څنګه چې د پلار نه مونږ ته حُکم شوے دے. 5 اے ګرانې محترمې، زۀ اوس ستا نه تپوس کوم داسې نه چې زۀ درته يو نوے حُکم ليکم، بلکې کوم چې مونږ ته د شروع نه راکړے شوے دے چې مونږ دې د يو بل سره مينه کوُو. 6 او دا مينه ده چې مونږ د هغۀ د حُکمونو په مطابق ژوند وکړُو. د هغۀ حُکم دا دے کوم چې تاسو د اول نه اورېدلے دے، نو چې تاسو د هغې په نقش قدم تلل وکړئ. 7 ځکه چې ډېر دوکه بازان دُنيا کښې خوارۀ شوى دى څوک چې د عيسىٰ مسيح په جسم کښې راتلل نۀ منى، داسې کسان لوئ ټګماران او خردجالان دى. 8 خبردار اوسئ چې زمونږ هغه خوارى ضائع لاړه نۀ شى کومه چې مونږ په تاسو کړې ده بلکې دا چې تاسو د هغې پوره اجر حاصل کړئ. 9 څوک هم چې بېلارې شى او د مسيح د تعليم په مطابق ژوند نۀ تېروى، خُدائ پاک د هغۀ سره نشته. خو هر څوک چې د مسيح د تعليم په مطابق ژوند تېروى نو د هغۀ سره پلار او زوئ دواړه شته. 10 کۀ څوک درته راشى او دا تعليم درنۀ کړى نو هغه خپل کور ته مۀ پرېږدئ او مۀ ورته هرکلے وايئ، 11 ځکه چې هر څوک چې هغۀ ته هرکلے وائى، د هغۀ په بدو کارونو کښې شريک دے. آخرى سلام 12 اګر کۀ ډيرې خبرې داسې دى چې زۀ يې تاسو ته ليکل غواړم خو د هغې زۀ په ليک کښې راوستل نۀ غواړم، خو د دې په ځائ زۀ دا اُميد کوم چې در به شم او درسره به په مخامخ خبرې وکړم نو چې زمونږ خوشحالى پوره شى. 13 ستا هغه خور چې خُدائ پاک غوره کړې ده د هغې بچى تا ته سلام کوى. |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society