Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

دوهم قرنتیان 9 - Pakistani Yousafzai Pashto


نهم باب د ايماندارانو دپاره په يروشلم کښې چنده

1 اوس ما دپاره دا ضرورى نۀ ده چې تاسو ته د مقدسينو د چندې په حقله وليکم

2 ځکه چې زۀ ستاسو د سرګرمۍ نه خبر يم د هغې په وجه د مِکدونيه د خلقو په وړاندې زۀ په تاسو فخر کوم او وايم چې د اخيه خلق د تير کال نه تيار دى. او ستاسو جوش په هغوئ کښې ډېر خلق راوپارول.

3 خو زۀ دا وروڼه درلېږم د دې دپاره چې ستاسو په حقله مونږ کوم فخر کوُو، هغه بې‌مقصده پاتې نۀ شى، بلکې تاسو هغه شان تيار شئ څنګه چې ما هغوئ ته وينا کړې ده.

4 ځکه چې کۀ ما سره د مِکدونيه نه څۀ خلق راشى او هغوئ وګورى چې تاسو تيار نۀ يئ نو مونږ به شرمنده شُو ځکه چې مونږ په تاسو باور کړے دے.

5 نو ما دا خبره ضرورى وګڼله چې په دې وروڼو زور راوړم چې اول کورنتيانو ته لاړ شى او د هغه چندې د مخکښې نه بندوبست وکړى د کومې چې تاسو وعده کړې ده، چې دا چنده په خپله خوښه راجمع کړئ نه چې په زبردستۍ.

6 خو ياد ساتئ څوک چې لږه کرونده کوى هغه به لږه رېبى، او چې څوک زياته کرونده کوى هغه به زياته رېبى.

7 تاسو هر يو دې هم هغه هومره ورکړى څومره چې يې په زړۀ کښې دى، او نۀ چې په نۀ زړۀ او نۀ د بل چا په مجبورولو سره ځکه چې خُدائ پاک په خوشحالۍ ورکوونکو سره مينه کوى.

8 او خُدائ پاک کولے شى چې تاسو ته ستاسو د ضرورت په مطابق هر څۀ پرېمانه درکړى او تاسو سره به د نورو د مدد کولو دپاره همېشه هر څۀ ډېر وى.

9 نو په صحيفو کښې داسې ليکلى دى چې، ”هغۀ خپل خېراتونه مسکينانو ته ورلېږلى دى، د هغۀ صداقت د تل دپاره پاتې کيږى.“

10 نو خُدائ پاک څوک چې د زميندار دپاره تخم او د خوراک دپاره روټۍ ورکوى، هم هغه به تاسو له هم د کَرلو تخم درکړى او زيات به يې کړى او ستاسو د صداقت فصل به هم زيات کړى.

11 تاسو به په هر يو څيز کښې ډېر شتمن شئ د دې دپاره چې تاسو همېشه په هره موقع کښې سخاوت کولے شئ، او په دې سره به د خُدائ پاک شُکر ګزارى وشى.

12 ځکه چې د دې خِدمت په کولو به نۀ تش د مقدسينو ضرورتونه پوره شى بلکې د ډېرو خلقو له خوا به د خُدائ پاک ډېره شُکر ګزارى وشى.

13 نو ستاسو د خِدمت په وجه به هغوئ د خُدائ پاک لوئى بيان کړى. نو هغوئ او نورو ټولو ايماندارانو ته به ستاسو سخاوت دا خبره ثابته کړى چې تاسو د مسيح د زيرى تابعدار يئ.

14 نو په دې وجه به هغوئ تاسو ته د زړۀ نه دعا کوى د هغه لوئ فضل په وجه کوم چې خُدائ پاک تاسو ته درکړے دے.

15 د خُدائ پاک د هغه بې‌مثاله برکت دپاره شُکر دے.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan