دوهم قرنتیان 4 - Pakistani Yousafzai Pashtoڅلورم باب د خاورې په لوښو کښې خزانه 1 نو ځکه چې مونږ ته د خُدائ پاک د رحم په وسيله دا خِدمت وسپارلے شو نو مونږ همت نۀ بائيلو. 2 مونږ ټول شرمناک کارونه پرېښودل، نۀ مونږ چالاکى کوُو او نۀ د خُدائ پاک په کلام کښې بدلون راولو. خُدائ پاک په خپله زمونږ ګواه دے چې همېشه رښتيا وايو او دا حقيقت ټولو صادقانو ته زمونږ رښتينوالى څرګندوى. 3 او کۀ چرې زمونږ په زېرى پړده پرته ده نو دا د هغوئ نه پټه ده څوک چې هلاکېدونکى دى. 4 شېطان يعنې د دې دُنيا بادشاه د بېايمانانو عقل ړوند کړے دے د دې دپاره چې هغوئ د مسيح په حقله د زيرى د جلال هغه رڼا ونۀ ګورى، څوک چې د خُدائ پاک په صورت دے. 5 ځکه چې مونږ د خپل ځانونو تبليغ نه، بلکې د عيسىٰ مسيح تبليغ کوُو، چې هغه مالِک دے، او خپل ځانونه مونږ د عيسىٰ دپاره ستاسو غلامان کوُو. 6 ځکه چې خُدائ پاک په خپله دا فرمائيلى دى چې، ”د تيارې نه دې رڼا وځليږى،“ نو هغۀ زمونږ په زړونو کښې د خُدائ پاک د جلال د عِلم رڼا د عيسىٰ مسيح په مخ باندې وځلوله. 7 په مونږ کښې چې د خاورين لوښو په مثال نازک يُو، يوه داسې لويه خزانه پرته ده. چې د دې خبرې اظهار ترې وشى چې دا لوئ قدرت د خُدائ پاک د خوا نه دے، نه چې زمونږ د خوا نه. 8 مونږ د هرې خوا نه په مصيبتونو کښې راګېر يُو خو تباه کيږُو نه، مونږ خو پرېشانه کيږُو خو نا اُميده کيږُو نه، 9 مونږ زورول کيږُو خو پرېښودل کيږُو نه، مونږ وهل کيږُو خو هلاکيږو نه. 10 مونږ همېشه په خپل بدن کښې د عيسىٰ مرګ ګرځوو نو چې د عيسىٰ ژوند هم زمونږ په بدنونو کښې ښکاره شى. 11 ځکه چې مونږ هره ورځ د عيسىٰ په وجه مرګ ته حواله کيږُو د دې دپاره چې د عيسىٰ ژوند زمونږ د فانى بدن نه څرګند شى. 12 نو مونږ مرګ سره مخ کيږُو د دې دپاره چې تاسو ته ابدى ژوند مِلاو شى. 13 خو ليکلے شوى دى چې، ”ما ايمان راوړو او ځکه مې خبرې وکړې،“ نو په مونږ کښې هم دغه شان ايمان دے نو مونږ هم ايمان راوړے دے او ځکه خبرې کوُو. 14 ځکه چې مونږ ته پته ده چا چې مالِک عيسىٰ ژوندے کړے دے هغه به مونږ هم د عيسىٰ سره ژوندى کړى او سره ستاسو به مو خپلې مخې ته حاضر کړى. 15 څۀ چې مونږ په ځان تېروو هغه ستاسو د فائدې دپاره تېروو، او څنګه چې د خُدائ پاک فضل ډېرو خلقو ته ملاويږى نو خلق به هم ډېره شُکر ګزارى کوى، نو په دې به خُدائ ته نور جلال هم ملاويږى. د ايمان په وسيله ژوندون 16 نو په دې وجه مونږ همت نۀ بائيلو. اګر کۀ چې زمونږ ظاهرى بدن ورو ورو ختميږى خو زمونږ باطنى بدن ورځ تر ورځ نوے کيږى. 17 ځکه چې زمونږ د دغه لږ ساعت معمولى مصيبتونه زمونږ دپاره بېاندازې غېر معمولى او ابدى جلال پېدا کوى. 18 نو ځکه مونږ په ليدلو څيزونو نه، بلکې په ناليدلو څيزونو نظر ساتو، ځکه څۀ چې ښکارى هغه فانى دى خو څۀ چې نۀ ښکارى هغه ابدى دى. |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society